Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1خدای په تېره زمانه کې څو څو ځلې په مختلفو طریقو سره د خپلو پیغمبرانو په وسیله زمونږ د نیکونو سره خبرې کړې دي.
2خو په دې اخرنیو ورځو کې یې د خپل زوی په وسیله زمونږ سره خبرې کړې دي. هغه زوی چې خدای د ټولو شیانو وارث ټاکلی دی او د هغه په وسیله یې نړۍ پیدا کړه.
3هغه د خدای د جلال ښکاره کوونکی او د هغه د کامل ذات تصویر دی او هغه ټول کاینات د خپل کلام د قدرت په وسیله ساتي. کله چې هغه خلکو ته د خپلو ګناهونو څخه د بخښنې لاره جوړه کړه، نو هغه په اسمان کې د مطلق قادر خدای ښي لاس ته کښېناست.
4څرنګه چې مسیح د فرښتو نه ډېر لوی دی، نو خدای چې هغه ته کوم نوم ورکړی دی، هغه هم د هغوی د نومونو نه ډېر لوی دی.
5ځکه چې خدای هېڅکله کومې فرښتې ته نه دي ویلي:«ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم.»او یا دا:«زه به د هغه پلار یم او هغه به زما زوی وي.»
6خو کله چې خدای لومړنی زېږېدلی دنیا ته راولي، نو ورته وایي:«د خدای ټولې فرښتې دې د هغه عبادت وکړي.»
7خو د فرښتو په هکله وایي:«خدای خپلې فرښتې لکه د بادونو په شاناو خپل خدمتګاران لکه د اور د لمبو په شان رالېږي.»
8خو د خپل زوی په هکله وایي:«ای خدایه! ستا د پاچاهۍ تخت به تل ترتله وياو د انصاف له مخې به په خپلو خلکو باندې حکومت کوې.
9ته عدالت خوښوې او د بدۍ څخه کرکه کوې.په دې خاطر خدای یعنې ستا خدای تهستا د نورو ملګرو نه زیات د خوشحالۍ په تېلو مسح کړی یې.»
10همدارنګه هغه وایي:«ای څښتنه، تا د شروع نه د ځمکې بنیاد ایښی ؤاو په خپلو لاسونو دې اسمانونه جوړ کړل
11هغوی فنا به شي، خو ته به پاتې شېهغوی به ټول لکه د لباس په شان زاړه شي
12ته به هغوی د چپنې په شان تاو راتاو کړېاو د لباس په شان به یې بدل کړېخو پاتې کېږې په خپل حال ته مداماو پای به ونه لري هېڅ دا ستا دوران»
13خو خدای هېڅکله هم کومې فرښتې ته نه دي ویلي:«زما ښي لاس ته کښېنهترڅو ستا دښمنان ستا تر پښو لاندې کړم»
14ایا ټولې فرښتې خدمتګار روحونه نه دي چې د هغو خلکو د خدمت دپاره رالېږل شوي چې خلاصون به مومي؟