Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1له دې امله مونږ چې څه اورېدلي دي هغو ته باید نور هم پام وکړو، هسې نه چې بې لارې شو.
2ځکه کوم پیغام چې د فرښتو په وسیله ورکړل شوی ؤ، هغه د باور وړ ؤ او هره ګناه او نافرمانۍ به خپله سزا لیدله.
3نو له دې امله که چېرې مونږ داسې لوی خلاصون له پامه وغورځوو، بیا څنګه کولای شو چې د هغې د سزا نه وتښتو؟ دا خلاصون اول خپله د څښتن عیسی له خوا اعلان شو او بیا د هغو خلکو له خوا تایید شو چې د هغه خبرې یې اورېدلې وې.
4همدارنګه خدای هم دا پیغام د خپلو نښو، حیرانوونکو کارونو او ډول ډول معجزو په ښودلو او د خپلې ارادې له مخې د روح القدس د نعمتونو په ورکولو سره تصدیق کړ.
5نو خدای فرښتو ته دا اختیار ورنه کړ چې په راتلونکې دنیا باندې چې مونږ یې په هکله خبرې کوو، حکومت وکړي.
6بلکې د خدای د کلام په یو ځای کې لیکل شوي دي:«انسان څه شی دی چې ته یې خیال ساتېیا د انسان اولاده چې ته پرې پام کوې؟
7هغوی دې د فرښتو نه د لږ وخت دپاره ټیټ پیدا کړي دياو د جلال او عزت تاج دې ورته په سر ایښی دی
8هغوی ته دې په ټولو شیانو باندې واک او اختیار ورکړی دی.»اوس چې خدای هرڅه د هغوی تابع کړي دي، نو دا ښکاره ده چې نور هېڅ داسې شی پاتې نه دی چې د هغوی په اختیار کې نه وي، خو تر اوسه مونږ نه وینو چې هرڅه د انسان په اختیار کې وي.
9خو مونږ عیسی وینو چې د هغه مقام د لږ وخت دپاره د فرښتو څخه ټیټ کړای شوی دی، خو اوس د جلال او عزت تاج د هغه په سر ایښودل شوی دی، ځکه چې هغه مرګ وزغملو، ترڅو د خدای د فضل په وسیله د هر انسان په خاطر د مرګ خوند وڅکي.
10نو خدای چې دا هرڅه د خپل ځان دپاره پیدا کړي دي او د هغه په وسیله پیدا شوي دي، ترڅو ډېر زامن جلال ته ورسوي، دا یې مناسب وګڼل چې عیسی د هغوی د خلاصون د لارې جوړوونکی، د کړاوونو په زغملو سره کامل کړي.
11ځکه څوک چې د خلکو ګناهونه پاکوي او هغه څوک چې ګناهونه یې پاکیږي، دواړه د یوې کورنۍ څخه دي. نو له دې امله عیسی په دې نه شرمیږي چې هغوی ته خپل خویندې او ورونه ووایي.
12هغه وایي:«زه به ستا د نوم په هکله خپلو خلکو ته اعلان وکړماو د هغوی په غونډه کې به زه ستا ستاینه وکړم.»
13همدارنګه هغه وایي:«زه به په خدای باندې توکل وکړم.»بیا وایي:«زه د هغو اولادونو سره چې خدای راته راکړي دي، دلته یم.»
14څرنګه چې د خدای اولادونه انسانان دي او د غوښې او وینې څخه جوړ شوي دي، نو عیسی هم د هغوی په شان انسان شو، ترڅو د خپل مرګ په وسیله هغه څوک له منځه یوسي چې په مرګ باندې یې واک درلود، یعنې شیطان
15او هغه خلک ازاد کړي چې د مرګ له وېرې یې خپل ټول ژوند په غلامۍ کې تېراوه.
16بې له شکه چې هغه د فرښتو سره د مرستې دپاره نه بلکې د ابراهیم د اولادې سره د مرستې په خاطر راغلی دی.
17له همدې امله د هغه دپاره په هر لحاظ لازم ؤ چې د خپلو ورونو په شان شي، ترڅو وکولای شي چې خدای ته په خدمت کولو کې یو رحم کوونکی او لوی وفادار کاهن شي او وکولای شي چې د خلکو د ګناهونو کفاره ورکړي.
18څرنګه چې عیسی خپله د ازمایښت په وخت کې کړاوونه وزغمل، نو هغه کولای شي چې د هغو خلکو سره مرسته وکړي چې د ازمایښت سره مخ دي.