Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1نو ای سپېڅلو خویندو او ورونو، تاسو چې د خدای له خوا په اسماني بلنه کې شریک یئ، د عیسی په هکله فکر وکړئ چې د هغه په اړه مونږ اقرار کوو چې زمونږ رسول او لوی کاهن دی.
2عیسی خدای ته وفادار ؤ چې هغه یې ټاکلی ؤ، لکه څنګه چې موسی د خدای په ټول کور کې وفادار ؤ.
3نو عیسی د موسی نه زیات د جلال لایق دی، لکه څنګه چې کور جوړوونکی د کور نه زیات عزت لري.
4ځکه چې هر کور د یو چا په لاس جوړیږي او خدای د ټولو شیانو جوړوونکی دی.
5موسی د خدای په ټول کور کې د یو خدمتګار په توګه وفادار ؤ او د هغو شیانو په هکله به یې شاهدي ورکوله چې خدای به یې په راتلونکي کې ووایي.
6خو عیسی د زوی او د کور د خاوند په توګه د خدای د کور وفادار دی. مونږ د هغه کور یو، په دې شرط چې که مونږ هغه پوره ډاډ او فخر چې مونږ ته هیله راکوي، ټینګ وساتو.
7نو لکه څنګه چې روح القدس وایي:«که چېرې نن تاسو د خدای اواز واورئ
8نو خپل زړونه مه سختوئلکه څنګه چې ستاسو پلرونو د خدای په وړاندې سرکښي وکړهاو هغه یې په دښته کې وازمایلو.
9هلته ستاسو پلرونو که څه هم هغه کارونه چې ما په څلوېښتو کالو کې کړي وو ولیدلخو بیاهم یې زه وازمایلم.
10نو زه هغه نسل ته په قهر شوم او ومې ویل:‹د هغوی زړونه تل زما نه لېرې دياو نه غواړي چې زما په حکمونو باندې عمل وکړي.›
11زه په قهر شوم او قسم مې وخوړ:‹دوی به هېڅکله داخل نه شي هغه ځای تهچېرته چې زه به ورکومه ارامي.›»
12نو خویندو او ورونو، پام کوئ چې په تاسو کې دې د چا زړه داسې بد او بې ایمانه وي چې د ژوندي خدای څخه واوړي.
13بلکې هره ورځ یو بل هڅوئ تر هغې چې «نن ورځ» ده، نو په تاسو کې دې هېڅوک د ګناه د غولولو په وسیله زړه سخت نه شي.
14ځکه که چېرې مونږ تر اخره پورې په هغه باور واوسو چې د پیل نه مو درلود، نو مونږ به د عیسی سره ملګري شوي یو.
15لکه څنګه چې د خدای په کلام کې ویل شوي دي:«که چېرې نن تاسو د خدای اواز واورئنو خپل زړونه مه سختوئلکه څنګه چې ستاسو پلرونو د سرکښۍ په وخت کې وکړل»
16نو بیا هغوی څوک وو چې سره له دې چې د خدای اواز یې واورېد، خو بیا یې هم د هغه په وړاندې سرکښي وکړه؟ ایا دا هماغه خلک نه وو چې موسی د مصر څخه راوویستل؟
17او خدای د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه ؤ؟ ایا دا هغه خلک نه وو چې ګناه یې وکړه او مړي یې په دښته کې پراته وو؟
18او چاته یې قسم وخوړ چې هغوی به هېڅکله هم هغې ارامۍ ته وردننه نه شي؟ ایا دا هغه خلک نه وو چې د خدای د امر څخه یې سرغړونه وکړه؟
19نو مونږ وینو چې هغوی ونه شو کولای هغې ځمکې ته وردننه شي، ځکه چې هغوی ایمان نه درلود.