Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1څرنګه چې د خدای ارامۍ ته د وردننه کېدلو په هکله د هغه وعده لا تر اوسه په خپل حال پاتې ده، نو باید پام وکړو، هسې نه چې په تاسو کې کوم څوک هغې ته په رسېدلو کې ناکام شوی وي.
2دا زېری چې مونږ واورېد، هغوی هم اورېدلی ؤ، خو هغه پیغام چې هغوی واورېد، هغوی ته یې ګټه ونه رسوله، ځکه چې هغه یې په ایماندارۍ سره قبول نه کړ.
3خو مونږ چې ایمان لرو، کولای شو د هغه ارامۍ ته ورننوځو. خو د دې نورو په هکله خدای وویل:«ما د خپل قهر په حالت کې قسم وخوړ،دوی به هېڅکله داخل نه شي هغه ځای تهچېرته چې زه به ورکومه ارامي.»که څه هم د خدای کار د کایناتو د پیدایښت په اړه پای ته رسېدلی ؤ.
4ځکه چې د خدای د کلام په یو ځای کې د اوومې ورځې په هکله داسې لیکل شوي دي: «په اوومه ورځ خدای خپل ټول کارونه خلاص کړل او ارام یې وکړ.»
5او په همدې ځای کې خدای یوځل بیا وایي:«دوی به هېڅکله داخل نه شي هغه ځای تهچېرته چې زه به ورکومه ارامي.»
6نو ځینې خلک دا موقعه لري چې هغه ارامۍ ته وردننه شي، خو هغوی چې اول یې دا زېری واورېد، وردننه نه شول ځکه چې سرغړونه یې وکړه.
7نو بیا خدای یوه بله ځانګړې ورځ یعنې «نن ورځ» ټاکي، ځکه چې وروسته له ډېرې مودې هغه د داود په وسیله خبرې کړې وې او لکه څنګه چې مخکې ویل شوي وو:«که چېرې نن تاسو د خدای اواز واورئنو خپل زړونه مه سختوئ.»
8که چېرې یوشع کولای شوی هغو خلکو ته هغه ارامي ورکړي، نو خدای به وروسته د بلې ورځې په هکله خبرې نه وای کړې.
9نو بیا د خدای د خلکو دپاره د سبت ارامي تر اوسه هم په خپل حال پاتې ده.
10ځکه کومو خلکو چې هغه ارامي موندلې ده چې خدای یې وعده کړې وه، نو د خپلو کارونو څخه به هم ارام ومومي، لکه څنګه چې خدای د خپلو کارونو څخه موندلی دی.
11نو راځئ چې ډېر کوښښ وکړو چې هغه ارامي تر لاسه کړو. خو که چېرې مونږ سرغړونه وکړو لکه څنګه چې د اسراییلو خلکو کړې وه، نو مونږ به هم ناکام شو.
12ځکه چې د خدای کلام ژوندی او اغېزناک دی او د هرې دوه مخې تورې نه ډېر تېره دی. هغه د انسان روح او نفس، بندونو او د هډوکو مغزو ته ورننوځي او د انسان نیت او د زړه خیالونه ښکاره کوي.
13په ټولو مخلوقاتو کې هېڅ شی د خدای د نظر څخه پټ نه دی. ټول شیان د هغه د سترګو په وړاندې لوڅ او ښکاره پراته دي او مونږ ټول باید هغه ته حساب ورکړو.
14نو څرنګه چې مونږ ډېر لوی کاهن لرو چې اسمانونو ته پورته شوی دی یعنې عیسی د خدای زوی، نو راځئ چې د خپل ایمان په اقرار باندې ټینګ پاتې شو.
15ځکه چې زمونږ لوی کاهن داسې نه دی چې زمونږ په کمزورتیاوو کې زمونږ سره خواخوږي ونه کړي بلکې هغه زمونږ په شان په هر شي کې وازمایل شو، خو ګناه یې ونه کړه.
16نو راځئ چې په پوره باور سره د خدای د فضل تخت ته ورنژدې شو، ترڅو رحم ومومو او د اړتیا په وخت کې د هغه فضل حاصل کړو ترڅو زمونږ سره مرسته وکړي.