Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1هر لوی کاهن د خلکو له منځ نه د دې دپاره ټاکل کیږي چې د خدای په حضور کې د خلکو استازیتوب وکړي او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ وړاندې کړي.
2هغه کولای شي چې د ناپوهو او بې لارې خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي، ځکه چې هغه په خپله د کمزورتیاوو سره مخ دی.
3له همدې امله هغه مجبور دی چې یوازې د خلکو د ګناهونو دپاره نه بلکې د خپل ځان د ګناهونو دپاره هم قرباني وړاندې کړي.
4هېڅوک نه شي کولای چې د خپل ځان دپاره دا عزت حاصل کړي چې کاهن شي، بلکې هغه باید د خدای له خوا وغوښتل شي لکه څنګه چې هارون وغوښتل شو.
5په همدې ډول مسیح هم د لوی کاهن عزت په خپله حاصل نه کړ، بلکې هغه د خدای له خوا وټاکل شو چې ورته ویې ویل:«ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم.»
6همدارنګه هغه په بل ځای کې وایي:«ته به تر ابده د ملک صدق په شان کاهن یې.»
7کله چې عیسی د ځمکې په مخ ژوند کاوه، نو په ډېرو چیغو او اوښکو تویولو سره خدای ته چې په دې قادر ؤ هغه د مرګ نه وژغوري، دعاګانې او زارۍ وکړې او دعاګانې یې قبولې شوې، ځکه چې هغه په پوره توګه خپل ځان خدای ته سپارلی ؤ.
8که څه هم هغه د خدای زوی ؤ، خو د دردونو او کړاوونو په زغملو سره یې اطاعت کول زده کړل.
9کله چې هغه کامل کړای شو، نو د هغو ټولو خلکو دپاره د ابدي خلاصون سرچینه شوه چې د ده اطاعت کوي
10او هغه د خدای له خوا د ملک صدق په شان لوی کاهن وټاکل شو.
11په دې هکله زمونږ سره د ویلو دپاره ډېرې خبرې شته، خو ډېره سخته ده چې تاسو ته بیان شي، ځکه چې تاسو په هغو باندې د پوهېدلو کوښښ نه کوئ.
12دا وخت باید تاسو استاذان وئ، خو اوس هم یو کس ته اړتیا لرئ چې تاسو ته د خدای د کلام اساسي اصول درزده کړي. تاسو د ماشومانو په شان شیدو ته اړتیا لرئ، نه قوي خوړو ته.
13ځکه چې هرڅوک چې یوازې شیدې خوري، هغه لا ماشوم دی او په ښو او بدو نه پوهیږي.
14خو قوي خواړه د بالغو او پخو خلکو دپاره دي چې د روزنې او تمرین له لارې کولای شي چې د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړي.