Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1نو راځئ چې د مسیح په هکله لومړنی تعلیم پرېږدو او د کاملتوب خواته لاړ شو. د دې اړتیا نشته چې مونږ دې بیا بیا هغه لومړني تعلیمونه تکرار کړو لکه د بدو کارونو نه توبه ویستل او په خدای باندې ایمان راوړل،
2د تعمید د غسلونو تعلیم او په سر د لاس ایښودلو تعلیم، د مړو نه د بیا راژوندي کېدلو او تلپاتې قضاوت په هکله تعلیم.
3که د خدای رضا وي نو مونږ به همدا کارونه کوو.
4ځکه په هغوی باندې چې یوځل د خدای د نور رڼایي راغلې ده، د اسماني نعمتونو خوند یې څکلی دی او په روح القدس کې شریک شوي دي،
5د خدای د کلام ښه والی او د راتلونکې زمانې قدرتونه یې تجربه کړي دي
6او که د خدای د لارې څخه وګرځي، نو دا ناشونې ده چې هغوی به بېرته توبې ویستلو ته جوړ کړای شي، ځکه چې هغوی یوځل بیا د خدای زوی په صلیب باندې مېخ کوي او د خلکو په مخکې یې شرموي.
7هغه ځمکه چې باران ورباندې وریږي او هغه جذب کړي او د کرونکو دپاره ګټور حاصل ورکړي، نو د خدای له خوا برکت مومي.
8خو که هغه ځمکه اغزي او هرزه بوټي شنه کوي، نو دا بې ګټې ځمکه ده او زر به د خدای لعنت پرې وشي او په پای کې به هغه وسوځول شي.
9ګرانو ملګرو! سره له دې چې مونږ داسې خبرې کوو، خو ستاسو په هکله مونږ ډاډمن یو چې د خلاصون سره یوځای به د ډېرو ښو برکتونو څخه برخمن شئ.
10خدای بې انصافه نه دی. هغه به ستاسو کار او هغه مینه هېره نه کړي چې د هغه د نوم سره مو د هغه خلکو ته په خدمت کولو سره چې اوس یې هم کوئ ښودلې ده.
11مونږ ستاسو هر یو څخه ډېر غواړو چې همدا لېوالتیا تر اخره وساتئ، ترڅو ستاسو هیله چې د کوم شي دپاره یې لرئ، هغه پوره شي.
12مونږ نه غواړو چې تاسو دې لټان اوسئ، بلکې غواړو چې د هغو خلکو د مثال څخه پیروي وکړئ چې د ایمان او صبر په وسیله هغه څه تر لاسه کړي چې خدای یې وعده کړې ده.
13کله چې خدای د ابراهیم سره وعده وکړه، نو په خپل نوم یې قسم وخوړ، ځکه چې د هغه څخه بل څوک لوی نه ؤ چې د هغه په نوم یې قسم خوړلی وای.
14هغه وویل: «زه به په رښتیا سره تاته برکت درکړم او ستا اولادونه به زیات کړم.»
15نو ابراهیم په صبر سره انتظار وکړ او هغه څه یې تر لاسه کړ چې خدای ورسره وعده کړې وه.
16کله چې انسانان قسم خوري، نو د خپل ځان څخه په لوی شي قسم خوري او همدا قسم د شخړو د پای ته رسېدلو سبب ګرځي.
17همدارنګه خدای غوښتل چې په روښانه ډول هغو خلکو ته چې وعده یې ورسره کړې وه دا وښایي چې د هغه اراده نه بدلېدونکې ده، نو هغه یې د قسم په خوړلو سره تایید کړه.
18دلته دا دوه شیان دي چې نه بدلېدونکي دي، ځکه چې دا ناشونې ده چې خدای د هغو په هکله دروغ ووایي. نو مونږ چې هغه ته پناه وړې ده په ډېرې زړورتیا سره هغه هیله ټینګه ساتو چې زمونږ په وړاندې موجود دی.
19دا هیله چې مونږ یې لرو هغه زمونږ د ځانونو دپاره د یو قوي لنګر په شان دی. او دا داسې قوي او خوندي هیله ده چې مونږ د خدای د کور د پردې له لارې دننه مقدس ځای ته رسوي،
20یعنې هغه ځای ته چې عیسی زمونږ نه مخکې زمونږ دپاره هلته لاړ او د تل دپاره د ملک صدق په شان لوی کاهن شو.