Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1ملک صدق د سالیم پاچا او د خدای تعالی کاهن ؤ. کله چې ابراهیم پاچاهانو ته د ماتې ورکولو نه وروسته بېرته راغی، نو ملک صدق د هغه سره مخامخ شو او هغه ته یې برکت ورکړ
2او هرڅه چې ابراهیم په جنګ کې تر لاسه کړي وو، د هغو لسمه برخه یې ملک صدق ته ورکړه. د ملک صدق د نوم لومړنی معنی «صادق پاچا» او بیا د سالیم پاچا یعنې «د سولې او سلامتۍ پاچا» دی.
3هغه بې پلاره، بې موره او بې شجرې دی. د هغه د ژوند شروع او پای نه دی معلوم. خو هغه د خدای د زوی په شان تل ترتله کاهن دی.
4وګورئ چې ملک صدق څومره لوی انسان ؤ، تر دې چې زمونږ نیکه ابراهیم ورته د خپل غنیمت لسمه برخه ورکړه.
5شریعت د لاوي اولادې ته چې د کاهنۍ مقام ته رسیږي، حکم کوي چې د اسراییلو د خلکو یعنې خپل قوم څخه لسمه برخه راټوله کړي، که څه هم هغوی د ابراهیم اولاده ده.
6سره له دې چې ملک صدق د لاوي د اولادې څخه نه دی، خو هغه د ابراهیم نه لسمه برخه واخیستله او ابراهیم ته یې چې خدای ورسره وعده کړې وه، برکت ورکړ.
7په دې کې شک نشته چې برکت ورکوونکی د برکت اخیستونکي نه ډېر لوی دی.
8له یوې خوا هغه کاهنان چې لسمه برخه راټولوي، فاني انسانان دي او له بلې خوا ملک صدق چې لسمه برخه یې واخیستله، ژوندی دی لکه څنګه چې د خدای په کلام کې ویل شوي دي.
9نو ویلی شو چې کله ابراهیم لسمه برخه ورکوله، لاویانو هم چې د لسمې برخې اخیستونکي وو، د ابراهیم په وسیله ملک صدق ته لسمه برخه ورکړه.
10ځکه کله چې ملک صدق د ابراهیم سره ولیدل، نو لاوي لا د ابراهیم په کورنۍ کې نه ؤ پیدا شوی.
11دا د لاویانو د کاهنتوب په اساس ؤ چې د اسراییلو خلکو ته شریعت ورکړل شوی ؤ. نو که چېرې د لاوي کاهنانو کار پوره شوی وای، نو بیا د بل کاهن راتللو ته څه اړتیا وه چې د ملک صدق په شان وي، نه د هارون په شان.
12ځکه کله چې په کاهنتوب کې بدلون رامنځته شي، نو په شریعت کې هم باید بدلون رامنځته شي.
13نو د چا په هکله چې دا خبرې شوې دي هغه د بلې قبیلې څخه ؤ او د هغې قبیلې څخه هېچا هم د قربانۍ د ځای خدمت نه ؤ کړی.
14ځکه دا ښکاره ده چې زمونږ څښتن د یهودا د قبیلې څخه دی. سره له دې چې موسی هېڅکله د کاهنتوب په هکله د هغوی سره خبرې نه دي کړي.
15دا موضوع به نوره هم ښه روښانه شي کله چې د ملک صدق په شان کوم بل کاهن راپیدا شي.
16هغه کاهن شو، خو د هغو قوانینو له مخې نه چې هغه به د لاوي کورنۍ کې پیدا شي، بلکې د هغه ژوند د قدرت په وسیله چې هېڅکله نه ختمیږي.
17ځکه چې د خدای کلام د هغه په هکله داسې شاهدي ورکوي:«ته به تر ابده د ملک صدق په شان کاهن یې.»
18نو پخواني حکمونه باطل شول، ځکه چې هغه کمزوري او بې اثره وو،
19ځکه چې شریعت هېڅ شی کامل نه کړ. خو اوس له مخکې نه یوه ښه هیله پیدا شوه چې د هغې په وسیله مونږ خدای ته نژدې کېدای شو.
20دا نوی کاهنتوب د قسم په خوړلو سره پیل شو، خو نور بې له کوم قسم نه کاهنان شول.
21خو عیسی په قسم خوړلو سره کاهن شو، کله چې خدای هغه ته وویل:«تر ابده به ته کاهن یې.»څښتن دا قسم وخوړاو هغه قسم به هېڅکله هم مات نه کړي.
22د همدې قسم له امله عیسی د خدای سره له مخکې نه د یو ښه لوظ ضامن شو.
23په پخوا زمانه کې زیات شمېر کاهنان راغلل، ځکه چې مرګ هغوی نه پرېښودل چې خپل خدمت ته دوام ورکړي،
24خو د عیسی کاهنتوب د تل دپاره دی، ځکه چې هغه تل ترتله ژوندی دی،
25نو له دې امله عیسی کولای شي هغو خلکو ته چې د هغه په وسیله خدای ته نژدې شي، په پوره توګه خلاصون ورکړي، ځکه چې هغه تل ترتله ژوندی دی او د هغوی شفاعت کوي.
26نو مونږ داسې لوی کاهن ته اړتیا لرو چې هغه سپېڅلی، بې ګناه، بې عیبه، د ګناهکارانو نه جدا او د اسمانونو نه اوچت وي.
27هغه دې ته اړتیا نه لري چې د نورو لویو کاهنانو په شان هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بیا د خلکو د ګناهونو دپاره قرباني ورکړي، ځکه چې هغه خپل ځان یوځل او د تل دپاره قرباني کړ.
28شریعت داسې خلک د لویو کاهنانو په توګه ټاکي چې په روحاني توګه کمزوري وي، خو د شریعت نه وروسته خدای د قسم په خوړلو سره خپل زوی کاهن وټاکه چې د تل دپاره کامل کړی شوی دی.