Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1اوس چې مونږ کومې خبرې کوو په هغو کې مهم ټکی دا دی چې مونږ یو داسې لوی کاهن لرو چې په اسمانونو کې د مطلق قادر خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی.
2هغه په هغه سپېڅلي ځای او هغې حقیقي خېمه کې خدمت کوي چې د څښتن له خوا جوړه شوې ده، نه د انسان په لاس.
3څرنګه چې هر لوی کاهن د دې دپاره ټاکل شوی دی چې خدای ته نذرانې او قربانۍ وړاندې کړي، نو زمونږ د لوی کاهن سره هم باید د ورکولو دپاره یو څه وي.
4که چېرې عیسی لا تر اوسه هم د ځمکې په مخ ژوند کولای، نو هغه به کاهن نه وای، ځکه چې نور کاهنان هم شته چې د شریعت له مخې نذرانې وړاندې کړي.
5هغوی چې په سپېڅلي ځای کې کوم خدمت کوي، هغه یوازې یوه نمونه او د اسماني شیانو یو تصویر دی. ځکه کله چې موسی غوښتل خېمه جوړه کړي، نو هغه ته د خدای له خوا لارښوونه وشوه: «پام کوه چې هرڅه د هغې نمونې له مخې جوړ کړه چې د غره په سر باندې مې درته وښودله.»
6خو عیسی ته چې کوم کار ورسپارل شوی ؤ چې د کاهن په توګه کار وکړي، هغه د هغو کارونو نه ډېر مهم دی چې هغوی کول، ځکه چې دا لوظ چې هغه د خدای او انسان ترمنځ منځګړتوب کوي ډېر ښه دی، ځکه چې دا لوظ له مخکې نه په ډېرو ښو وعدو باندې ولاړ دی.
7که چېرې په اولني لوظ کې کوم عیب نه وای، نو دوهم لوظ ته به اړتیا نه وای.
8خو کله چې خدای په خپل قوم کې غلطي پیدا کړه نو داسې یې وویل:«څښتن وایي: ‹هغه ورځ به راورسیږي،کله چې زه به د اسراییلو د خلکو او د یهودا د خلکو سره نوی لوظ وکړم.
9خو دا لوظ به د هغه لوظ په شان نه وي چې ما د هغوی د نیکونو سره کړی ؤ،په هغه ورځ چې ما د هغوی لاسونه ونیول او د مصر څخه مې راوویستل،ځکه چې هغوی زما لوظ ته وفادار پاتې نه شول›څښتن وایي: ‹نو بیا ما هم د هغوی څخه مخ واړاوه›
10او څښتن وایي: ‹دا هغه لوظ دی چې زه به یې په راتلونکي کې د اسراییلو د خلکو سره وکړم.زه به خپل شریعت د هغوی په ذهنونو کې واچوم او د هغوی په زړونو کې به یې ولیکم.زه به د هغوی خدای یم او هغوی به زما قوم وي.
11نور به هغوی خپل ګاونډي او ورور ته دا تعلیم نه ورکوي او ورته به نه وایي: ”څښتن وپېژنه“ ځکه چې لوی او واړه ټول به ما پېژني.
12نو زه به د هغوی بدۍ او خطاګانې وبخښماو نور به د هغوی ګناهونه نه رایادوم.›»
13کله چې خدای د نوي لوظ په هکله خبرې کوي، نو لومړنی لوظ باطلوي او کوم شی چې باطل او زوړ شي هغه زر له منځه ځي.