Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1په لومړني لوظ کې د عبادت اصول او ځمکنی عبادتځای شامل وو.
2نو خېمه جوړه شوه او په هغې کې دوه کوټې وې. په لومړنۍ کوټه کې څراغدان او یو مېز ؤ چې په هغه باندې به خدای ته سپېڅلې ډوډۍ وړاندې کېدله. دا کوټه د سپېڅلي ځای په نوم یادېدله.
3هلته یوه پرده وه او د پردې شاته دوهمه کوټه وه چې د ډېر سپېڅلي ځای په نوم یادېدله.
4په دې کوټه کې د سرو زرو د خوشبویۍ د قربانۍ ځای او د لوظ صندوق ؤ چې په سرو زرو پوښل شوی ؤ. په دې صندوق کې د سرو زرو یو لوښی ؤ چې د من ډوډۍ په کې وه، د هارون امسا چې غوټۍ یې نیولې وې او د تیږو دوه لوحې وې چې حکمونه ورباندې لیکل شوي وو.
5د صندوق دپاسه د جلال نه ډک جوړ شوي اسماني مخلوقات وو چې د کفارې ادا کولو په ځای باندې یې وزرونه خواره کړي وو. خو اوس مونږ نه شو کولای د دې شیانو په هکله په تفصیل سره خبرې وکړو.
6کله چې دا ټول شیان تیار شول، نو کاهنان به هر وخت لومړنۍ کوټې ته ورننوتل، ترڅو خپلې وظیفې سرته ورسوي،
7خو یوازې لوی کاهن به په کال کې یوځل دوهمې کوټې ته ورننوتلو او د ځان سره به یې وینه وړله چې د خپل ځان او د خلکو د ګناهونو په خاطر چې په ناپوهۍ کې به ورڅخه کېدلې، قربانۍ وړاندې کړي.
8په دې ډول روح القدس به دا ښودل چې تر هغې پورې به ډېر سپېڅلي ځای ته د ورننوتلو لاره خلاصه نه شي، ترڅو پورې لومړنۍ کوټه ولاړه وي.
9دا د اوسنۍ زمانې دپاره یو مثال دی او دا په دې معنی ده چې هغه نذرانې او قربانۍ چې خدای ته وړاندې کېدلې، نه شي کولای د عبادت کوونکي وجدان کامل او ارام کړي.
10دا یوازې خوړل او څښل او د پاکوالي ډول ډول مراسم او قوانین دي چې د انسان د بدن سره اړیکه لري او تر هغه وخته به کارول کیږي ترڅو ټول شیان اصلاح شي.
11خو کله چې مسیح د لوی کاهن په توګه د هغو ښو شیانو دپاره چې پېښ شوي دي او لا تر اوسه موجود دي، راغی، نو هغه هغې لویې او کاملې خېمې ته چې د انسان په لاس نه ده جوړه شوې او د دې نړۍ سره تړاو نه لري، ننوت.
12هغه یوځل او د تل دپاره د وزو او خوسکیانو د وینې سره هغه ډېر سپېڅلي ځای ته وردننه نه شو، بلکې د خپلې وینې سره هلته ننوت او مونږ ته یې د تل دپاره خلاصون تر لاسه کړ.
13که چېرې د وزو او غویانو په وینو او د خوسکي د ایرو په شیندلو سره د خلکو ناپاکه بدنونه پاکېدلی شي،
14نو څومره به د مسیح په وینه چې خپل ځان یې د کاملې او بې عیبه قربانۍ په توګه د ابدي روح په مرسته خدای ته وړاندې کړ، وکولای شي زمونږ وجدان د بې ګټې عملونو نه چې د مرګ سبب ګرځي پاک کړي، ترڅو وکولای شو چې د ژوندي خدای خدمت وکړو.
15له همدې امله مسیح د خدای او خلکو ترمنځ د نوي لوظ منځګړتوب کوي، ترڅو هغه خلک چې خدای رابللي دي، هغه تلپاتې میراث تر لاسه کړي چې خدای ورسره وعده کړې ده. ځکه چې هغه د دې دپاره مړ شو، ترڅو هغوی د هغو ګناهونو نه خلاص کړي چې د اولني لوظ په وخت کې یې کړي وو.
16د یوې وصیتنامې د کارولو دپاره ضروري ده چې دا ثابته شي چې وصیت کوونکی مړ شوی دی،
17ځکه چې وصیتنامه د مرګ نه وروسته اعتبار لري او ترڅو پورې چې وصیت کوونکی ژوندی وي، وصیتنامه اعتبار نه لري.
18له همدې امله اولني لوظ هم د وینې تویېدلو نه پرته نه شو کولای چې اعتبار ولري،
19ځکه کله چې موسی د شریعت ټول حکمونه خلکو ته ورسول، نو هغه د خوسکیانو او وزو وینه واخیستله او د اوبو سره یې په سرې وړۍ او د وېلني د څانګو په وسیله یې د تورات په کتاب او خلکو باندې وشیندله،
20او ویې ویل: «دا وینه د هغه لوظ نښه ده چې خدای ستاسو سره کړی دی چې د هغه اطاعت وکړئ.»
21په همدې ډول هغه دا وینه په خېمه او هغو شیانو باندې هم وشیندله چې د عبادت دپاره ترې کار اخیستل کېده.
22په حقیقت کې د شریعت له مخې نژدې ټول شیان د وینې په وسیله پاکیږي او بې له وینې تویولو ګناهونه نه بخښل کیږي.
23نو که چېرې دا شیان چې د اسماني حقیقتونو یوه نمونه ده، باید په دې ډول پاک شي، نو خپله اسماني شیان باید له دې نه په ډېرو ښو قربانیو باندې پاک شي،
24ځکه چې مسیح هغه سپېڅلي ځای ته وردننه نه شو چې د انسان په لاس جوړ شوی ؤ او یوازې د هغه رښتیني عبادتځای یوه نمونه وه، بلکې خپله اسمانونو ته وردننه شو، ترڅو اوس زمونږ دپاره د خدای په حضور کې راښکاره شي.
25هغه سپېڅلي ځای ته د دې دپاره وردننه نه شو چې خپل ځان بیا بیا د قربانۍ په توګه وړاندې کړي لکه څنګه چې لوی کاهن هر کال د حیوان د وینې سره سپېڅلي ځای ته ورننوځي.
26ځکه که چېرې دا ضروري وای نو مسیح به د دنیا د پیدایښت نه تر اوسه پورې څو څو ځلې مړ شوی وای، خو داسې نه ده، بلکې هغه یوازې یوځل او د تل دپاره په اخره زمانه کې راښکاره شو، ترڅو د خپلې قربانۍ په وسیله ګناه له منځه یوسي.
27لکه څنګه چې د انسانانو په قسمت کې یوځل مړ کېدل دي او له هغې وروسته به تر قضاوت لاندې نیول کیږي،
28نو په همدې ډول مسیح هم یوځل د ډېرو خلکو د ګناهونو دپاره قرباني شو، خو کله چې د دوهم ځل دپاره راښکاره شي، نو د قربانۍ دپاره نه بلکې د هغو خلکو د خلاصون دپاره به راشي چې د هغه دپاره سترګې په لاره دي.