Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
39 verses
1د موسی شریعت د راتلونکو ښو شیانو یوازې یو تصویر دی او د هغو شیانو رښتینی شکل نه دی. دغه شریعت چې د هغه له مخې کومې قربانۍ ګانې چې هر کال به وړاندې کېدلې، هېڅکله نه شو کولای هغه خلک کامل کړي چې د خدای عبادت یې کاوه.
2که چېرې عبادت کوونکي په یوځل او د تل دپاره پاکېدلی، نو نور به هغوی خپل ځانونه ګناهکار نه ګڼلی او چا به نورې قربانۍ نه کولای.
3بلکې دې قربانیو به هر کال هغوی ته خپل ګناهونه ور په یادول،
4ځکه چې د غویانو او وزو وینه هېڅکله نه شي کولای ګناهونه لېرې کړي.
5له همدې امله کله چې مسیح دنیا ته راتللو، نو خدای ته یې وویل:«تا قربانۍ او نذرانې نه غوښتلې،نو ماته دې بدن راکړ.
6ته په سوځېدونکو نذرانواو د ګناه په نذرانو خوشحاله نه وې.
7بیا ما وویل: ‹ای خدایه، زه حاضر یم چې ستا رضا پوره کړم،لکه څنګه چې د تورات په کتاب کې زما په هکله لیکل شوي دي.›»
8لکه څنګه چې مسیح مخکې وویل: «تا نه قربانۍ، نه نذرانې، نه سوځېدونکې نذرانې او نه د ګناه نذرانې غوښتلې او نه په هغو باندې خوشحالېدلې» که څه هم هغه د شریعت له مخې وړاندې کېدلې.
9بیا هغه زیاته کړه: «زه راغلم چې ستا رضا پوره کړم.» بیا خدای مخکېنۍ قربانۍ باطلې کړلې، ترڅو د هغو په ځای د عیسی قرباني رامنځته کړي.
10نو په دې ډول مونږ د خدای په ارادې او د عیسی مسیح د بدن په قربانولو سره یوځل او د تل دپاره د ګناه څخه پاک شولو.
11هر کاهن هره ورځ د قربانۍ د ځای په مخکې ودریږي او خپل کار کوي او هماغه یو ډول قرباني بیا بیا وړاندې کوي چې دا قربانۍ هېڅکله نه شي کولای چې ګناهونه له منځه یوسي.
12خو کله چې مسیح د تل دپاره د ګناهونو د له منځه وړلو په خاطر یوځل قرباني ورکړه، نو بیا هغه د خدای ښي لاس ته کښېناست
13او د هماغه وخت نه هغه په دې انتظار دی، ترڅو د هغه دښمنان تر پښو لاندې کړای شي.
14ځکه چې هغه د هغې یوې قربانۍ په ورکولو سره هغه خلک د تل دپاره کامل کړل چې د ګناه څخه پاک شوي دي.
15روح القدس هم مونږ ته شاهدي راکوي، ځکه چې هغه اول وایي:
16«‹دا هغه لوظ دی چې په راتلونکي کې به یې د هغوی سره کوم.›بیا څښتن وایي: ‹زه به خپل شریعت د هغوی په زړونو کې واچوماو د هغوی په ذهنونو کې به یې ولیکم.›»
17بیا هغه وایي:«زه به د هغوی ګناهونه او بد کارونه نور هېڅکله نه یادوم.»
18نو څرنګه چې دا ګناهونه بخښل شوي دي، نور د ګناهونو دپاره د قربانۍ وړاندې کولو اړتیا نشته.
19نو ای خویندو او ورونو! مونږ د عیسی مسیح د وینې په وسیله کولای شو په زړورتیا سره ډېر سپېڅلي ځای ته ورننوځو.
20هغه مونږ ته یوه نوې او د ژوندون لاره د پردې له منځ نه چې د هغه بدن دی، خلاصه کړه.
21څرنګه چې مونږ یو لوی کاهن لرو چې د خدای د کور مسوولیت یې په غاړه دی،
22نو راځئ چې د زړه د اخلاصه او په پوره باور سره د خدای حضور ته ورنژدې شو، ځکه چې زمونږ په ګناهکارو وجدانونو باندې د مسیح وینه شیندل شوې ده، ترڅو مونږ پاک کړي او زمونږ بدنونه یې په پاکو اوبو وینځلي دي.
23راځئ چې هغه هیله چې مونږ پرې اقرار کوو ټینګه وساتو، ځکه چا چې زمونږ سره وعده کړې ده، هغه وفادار دی.
24راځئ فکر وکړو چې څنګه یو بل مینې او نېکو کارونو ته وهڅوو.
25مونږ باید د ایماندارانو په غونډو کې یو د بل سره په راټولېدلو کې بې پروایي ونه کړو، لکه څنګه چې ځینې خلک داسې عادت لري، بلکې یو بل وهڅوو، په ځانګړې توګه اوس چې مونږ وینو چې د خدای ورځ رانژدې کېدونکې ده.
26ځکه که چېرې مونږ په حقیقت باندې په پوهېدلو سره بیاهم په قصدي توګه ګناهونه کوو، نو بیا هېڅ ډول قرباني نه شي کولای زمونږ ګناهونه لېرې کړي.
27خو یوازې د قضاوت د ورځې وېروونکی انتظار او غضبناکه اور پاتې دی چې د خدای دښمنان به سوځوي.
28هر چا چې به د موسی شریعت نه منلو، هغه به په بې رحمۍ سره د دوه یا درې شاهدانو په شاهدۍ ورکولو سره وژل کېده.
29نو بیا فکر وکړئ چې څومره سخته سزا به ورکړل شي هغه چاته چې د خدای زوی تر پښو لاندې کوي او د لوظ د وینې چې هغه یې پاک کړی دی، بې عزتي کوي او د فضل د روح سپکاوی کوي.
30ځکه مونږ پوهېږو چې خدای وویل: «بدل اخیستل زما کار دی، زه به بدل اخلم.» او همدارنګه هغه وویل: «څښتن به د خپلو خلکو په هکله قضاوت کوي.»
31د ژوندي خدای په پنجو کې غورځېدل ډېر هیبتناکه دی.
32خو هغه تېر وختونه در په یاد کړئ چې د خدای نور درباندې وځلېده، نو په هغو ورځو کې تاسو سخت کړاوونه وزغمل او ټینګ پاتې شوئ.
33تاسو به کله کله د خلکو په مخکې بې عزته کېدلئ او ځورېدلئ، او کله به د نورو سره په دې شیانو کې شریکېدلئ.
34تاسو د بندیانو سره چې په زندان کې وو، خواخوږي لرله او کله به چې ستاسو مال او دولت ستاسو نه په زور اخیستل کېده، نو په خوشحالۍ سره به مو قبلول، ځکه چې تاسو پوهېدلئ چې تاسو سره له دې نه ډېر ښه او تلپاتې مال او دولت شته.
35نو خپله زړورتیا له لاسه مه ورکوئ، ځکه که چېرې تاسو همداسې باور ولرئ، نو لوی اجر به تر لاسه کړئ.
36تاسو ته د صبر او زغم اړتیا ده، ترڅو د خدای اراده پوره کړئ، نو بیا به هغه څه تر لاسه کړئ چې هغه یې وعده کړې ده.
37ځکه لکه څنګه چې د خدای کلام وایي:«ډېر لږ وخت پاتې دی، او هغه څوک چې باید راشي،هغه به راشي او ځنډ به ونه کړي.
38زما نېکان به د ایمان په وسیله ژوند کوياو څوک چې زما نه مخ واړوي، نو زه به د هغه نه خوشحاله نه یم.»
39خو مونږ هغه خلک نه یو چې د خدای څخه مخ اړوي او تباه کیږي، بلکې مونږ ایمان لرو او ژغورل کېږو.