Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1ایمان په هغو شیانو باندې باور لرل دي چې مونږ ورته هیله من یو او په هغو شیانو باندې ټینګه عقیده لرل چې مونږ یې نه شو لیدلی.
2د ایمان په وسیله ؤ چې د پخوانۍ زمانې خلک د خدای له خوا ومنل شول.
3مونږ د ایمان له مخې پوهېږو چې ټول کاینات د خدای د کلام په وسیله پیدا شو، نو څه چې مونږ وینو هغه د هغو شیانو څخه جوړ شوي دي چې نه شي لیدل کېدای.
4د ایمان په وسیله ؤ چې هابیل د قاین نه ډېره ښه قرباني خدای ته وړاندې کړه. هغه د خپل ایمان له لارې د خدای په نظر کې عادل وګنل شو، ځکه چې خدای د هغه نذرانې قبولې کړې او سره له دې چې هابیل مړ شوی دی، خو د خپل ایمان له لارې تر اوسه زمونږ سره خبرې کوي.
5د ایمان په وسیله ؤ چې ادریس مړ نه شو او اسمان ته پورته کړای شو او هېچا هغه پیدا نه کړ، ځکه چې خدای هغه پورته یووړ. مخکې له دې چې هغه پورته یووړل شي، د خدای کلام د هغه په هکله شاهدي ورکوي چې خدای د هغه څخه راضي ؤ.
6نو پرته له ایمانه دا ناشونې ده چې انسان دې خدای خوشحاله کړي، ځکه څوک چې غواړي خدای ته ورنژدې شي، نو باید په دې ایمان ولري چې هغه موجود دی او څوک چې هغه لټوي، نو هغه ته اجر ورکوي.
7د نوح د ایمان په وسیله ؤ چې هغه ته د هغو شیانو په هکله خبرداری ورکړل شو چې لا تر هغه وخته نه وو پېښ شوي. هغه اطاعت وکړ او د خپلې کورنۍ د ژغورلو دپاره یې یوه لویه کشتۍ جوړه کړه. هغه د خپل ایمان له لارې دنیا محکومه کړه او د ایمان له مخې عادل وګڼل شو.
8کله چې خدای ابراهیم ته امر وکړ چې خپل کور پرېږدي او هغه ځای ته لاړ شي چې خدای به یې ورته د میراث په توګه ورکړي، د ایمان په وسیله ؤ چې هغه اطاعت وکړ او بې له دې چې پوه شي چېرته ځي، د خپل وطن نه ووت.
9د ایمان په وسیله لکه د یو پردي په شان په هغه هېواد کې چې خدای ورسره وعده کړې وه، اوسېده او د اسحاق او یعقوب سره هم چې د دې وعدې وارثان وو، په خېمه کې اوسېدل.
10ځکه چې ابراهیم د هغه ښار د لیدلو هیله درلودله چې ټینګ بنیاد لري او نقشه جوړوونکی او ودانوونکی یې خدای دی.
11د ایمان په وسیله ؤ چې ساره وکولای شول ماشوم وزېږوي، که څه هم هغه شنډه او ډېره زړه وه، ځکه چې هغې باور درلود چې خدای په خپله وعده باندې وفا کوي.
12له همدې امله د یو سړي نه چې د مړي په شان ؤ، لکه په اسمان کې د ډېرو زیاتو ستورو او د دریاب د غاړې د شګو په شان یې ډېر اولادونه پیدا شول.
13هغه ټول خلک مړه شول، خو هغوی لا ایمان درلود، که څه هم هغوی هغه څه تر لاسه نه کړل چې وعده ورسره شوې وه. که څه هم هغوی هغه شیان د لېرې څخه ولیدل، بیاهم هغوی خوشحاله وو او اقرار یې وکړ چې دوی په دې دنیا کې پردي او مسافر دي.
14ځکه کوم خلک چې داسې خبرې کوي، د هغو نه دا معلومیږي چې هغوی د خپل ځان دپاره د یو وطن په لټه کې دي.
15که چېرې هغوی د هغه هېواد ارمان کاوه چې ورڅخه راوتلي وو، نو د هغوی دپاره دا موقعه وه چې بېرته هلته لاړ شي.
16خو هغوی د یو ډېر ښه ځای یعنې اسماني هېواد په لټه کې وو. نو له همدې امله خدای په دې نه شرمیږي چې د هغوی د خدای په نوم یادیږي، ځکه چې د هغوی دپاره یې یو ښار تیار کړی دی.
17د ایمان په وسیله ؤ چې کله خدای ابراهیم ازمایه، نو هغه اسحاق د قربانۍ په توګه خدای ته وړاندې کړ. دا سړی چې خدای ورسره وعده کړې وه، دې ته تیار شو چې خپل یوازېنی زوی خدای ته قرباني کړي،
18که څه هم خدای هغه ته ویلي وو: «ستا نسل به د اسحاق څخه حساب شي.»
19ابراهیم په دې فکر ؤ چې خدای کولای شي اسحاق د مرګ نه بېرته راژوندی کړي، نو خدای ابراهیم ته خپل زوی همغسې بېرته ورکړ.
20د ایمان په وسیله ؤ چې اسحاق خپلو دوو زامنو، یعقوب او عیسو ته د هغوی د راتلونکي په پام کې ��یولو سره برکت ورکړ.
21د ایمان په وسیله ؤ چې کله یعقوب مړ کېده، نو د یوسف دواړو زامنو ته یې برکت ورکړ او په داسې حال کې چې په خپله امسا باندې یې تکیه وهلې وه، د خدای عبادت یې وکړ.
22د ایمان په وسیله ؤ چې کله یوسف مړ کېده، نو د مصر څخه یې د اسراییلو د وتلو په هکله خبرې وکړې او د خپل هډوکو د ښخولو په اړه یې هغوی ته لارښوونې وکړې.
23د ایمان په وسیله ؤ چې کله موسی وزېږېده، مور او پلار یې ولیدل چې هغه یو ښکلی ماشوم دی، نو هغوی د پاچا د حکم څخه ونه وېرېدل او هغه ماشوم یې درې میاشتې پټ وساته.
24د ایمان په وسیله ؤ کله چې موسی لوی شو، نو د دې نه یې انکار وکړ چې هغه دې د فرعون د لور د زوی په نوم یاد شي.
25هغه د یو څو ورځو عیش او عشرت د ګناه څخه ډک ژوند په ځای د خدای د خلکو سره د بد سلوک زغمل غوره وګڼل.
26هغه د مسیح په خاطر د بې عزتۍ زغمل د مصر د ټولو خزانو نه بهتر وګڼل، ځکه چې هغه خپل راتلونکي اجر ته سترګې په لاره ؤ.
27د ایمان په وسیله ؤ چې موسی د مصر څخه راووت او د فرعون د قهر څخه ونه وېرېده او په حوصله یې خپلې لارې ته دوام ورکړ، ځکه چې د هغه نظر په نه لیدونکي خدای ؤ.
28د ایمان په وسیله ؤ چې موسی د اسراییلو خلکو ته حکم وکړ چې د فسحې اختر جوړ کړي او د حیواناتو وینه د دروازو په چوکاټونو باندې وشیندي، ترڅو د مرګ فرښته د اسراییلو لومړني زېږېدلي اولادونه ونه وژني.
29د ایمان په وسیله ؤ چې د اسراییلو قوم د سرې بحیرې نه داسې پورې وتل لکه په وچه ځمکه چې تېر شي، خو کله چې مصریانو د پورې وتلو کوښښ وکړ، نو غرق شول.
30د ایمان په وسیله ؤ چې د اسراییلو خلک د اریحا د ښار نه اووه ورځې ګردچاپېره وګرځېدل او وروسته بیا د ښار دېوالونه راوغورځېدل.
31د ایمان په وسیله ؤ چې راحاب فاحشه د نورو نافرمانه خلکو سره یوځای ونه وژل شوه، ځکه چې هغې اسراییلي جاسوسانو ته دوستانه هرکلی ویلی ؤ.
32نور زه څه ووایم؟ ځکه چې زما زیات وخت نشته چې د جدعون، باراق، شمشون، یفتاح، داود، سموییل او نورو پیغمبرانو په هکله خبرې وکړم.
33هغوی د ایمان په وسیله پاچاهي ګانې فتح کړې او عدالت یې ټینګ کړ او هغه شیان یې تر لاسه کړل چې خدای ورسره وعده کړې وه. هغوی د زمریانو خولې بندې کړې،
34د اور لمبې یې مړې کړې او د تورې د خولې نه خلاص شول. هغوی کمزوري وو، خو قوي شول. په جنګ کې زورور شول او د پردیو لښکرې یې تېښتې ته مجبورې کړې.
35ښځو خپل مړي بیا ژوندي وموندل. ځینو نورو ډېر کړاوونه ولیدل، خو ازادي یې ونه منله، ترڅو د قیامت په ورځ له دې نه ډېر ښه ژوند ومومي.
36په ځینو باندې ملنډې ووهل شوې، په دورو ووهل شول، نور په زنځیرونو وتړل شول او بندیان شول.
37هغوی سنګسار شول، په ارې باندې نیم کړای شول او په تورو باندې یې مړه کړل. هغوی د پسونو او وزو پوستکي اغوستي وو او د ډېرې غریبۍ، ظلم او کړاوونو له امله سرګردانه وو.
38دنیا د دې خلکو لیاقت نه درلود. هغوی په دښتو او غرونو کې سرګردانه ګرځېدل او په غارونو او سوریو کې اوسېدل.
39د خپل ایمان په وسیله د هغوی ټولو ښه ستاینه وشوه، خو بیا یې هم هغه څه تر لاسه نه کړل چې خدای یې وعده کړې وه.
40ځکه چې خدای زمونږ دپاره له مخکې نه ډېر ښه شی درلود چې وروسته به یې راکړي، هغه دا چې هغوی به زمونږ سره کامل کړای شي.