Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1نو اوس چې د شاهدانو دومره لویه ګڼه ګوڼه زمونږ څخه راچاپېره ده، نو راځئ چې هر اضافي بار یعنې هره ګناه چې په اسانۍ سره مو راګېروي، د خپل ځان نه لېرې کړو او په صبر او زغم سره په هغې سیالۍ کې منډه ووهو چې زمونږ په وړاندې پرته ده.
2خپلې سترګې د عیسی یعنې زمونږ د ایمان د بنیاد ایښودونکي او کامل کوونکي خواته ونیسو. هغه په صلیب باندې د مېخ کېدلو شرم وزغملو خو شرم یې مهم ونه ګڼلو، ځکه چې په دې پوهېده چې په دې کار سره به هغه په راتلونکي کې خوشحاله وي او اوس هغه د خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی.
3د هغه په هکله فکر وکړئ چې د ګناهکارانو له خوا د څومره مخالفتونو سره مخ شو، نو خپله حوصله له لاسه مه ورکوئ او بې زړه کېږئ مه.
4تاسو لا تر اوسه د ګناه په خلاف جنګ کې تر دې حده نه یئ رسېدلي چې وینه مو په کې توی شوې وي.
5ایا تاسو دا هېر کړي دي چې خدای درته لکه د خپلو اولادونو په شان نصیحت کوي:زما زویه، کله چې څښتن تا اصلاح کوي، نو هغه سپک مه ګڼه.او کله چې هغه تا رټي، نو ناامیده کېږئ مه،
6ځکه څښتن چې د چا سره مینه کوي هغه اصلاح کوياو هغه چاته سزا ورکوي چې د خپل زوی په توګه یې قبلوي.
7تاسو اصلاح وزغمئ، ځکه چې دا زغم دا ښایي چې خدای تاسو سره د خپلو اولادونو په شان سلوک کوي. ایا تاسو کله داسې اولاد لیدلی دی چې د خپل پلار له خوا اصلاح شوی نه وي؟
8نو که چېرې تاسو د هغه د نورو اولادونو په شان اصلاح نه شئ، نو دا په دې معنی ده چې تاسو د هغه رښتیني اولادونه نه یئ، بلکې حرامیان یئ.
9برسېره پر دې، مونږ ټول پلرونه درلودل چې مونږ یې اصلاح کولو او مونږ د هغوی درناوی کاوه. نو مونږ به د دې نه څومره زیاته د هغه چا تابعداري وکړو چې زمونږ روحاني پلار دی او مونږ ته ژوند راکوي.
10زمونږ دنیاوي پلرونه لکه څنګه چې هغوی ته ښه ښکاري، مونږ اصلاح کړي یو، خو د خدای اصلاح زمونږ د ښېګڼې دپاره ده، ترڅو مونږ د هغه په پاکوالي کې شریک شو.
11هره اصلاح په خپل وخت کې خوشحالوونکې او خوندوره نه وي بلکې دردناکه وي، خو وروسته بیا د هغو خلکو دپاره چې په دې ډول روزل شوي دي، د یو رښتیني ژوند د ارامۍ یوه مېوه وي.
12نو له دې امله خپل ناتوانه لاسونه او کمزورې پښې قوي کړئ.
13د خپلو قدمونو دپاره لاره سمه کړئ، ترڅو په تاسو کې د ځینو ګوډې پښې کمزورې او ناتوانه نه شي بلکې روغې شي.
14کوښښ وکړئ چې د هر چا سره په سوله او سلامتۍ کې ژوند وکړئ او پاک او سپېڅلي اوسئ، ځکه چې د هغه پرته به هېڅوک څښتن ونه ویني.
15پام کوئ، هسې نه چې په تاسو کې څوک د خدای د فضل نه بې برخې شي او ستاسو په منځ کې کوم څوک ترخې او زهرجنې ریښې وځغلوي چې د تکلیف سبب شي او د هغه له امله ډېر خلک فاسد شي
16او ګورئ چې په تاسو کې دې څوک زناکار یا د عیسو په شان بې دینه نه شي چې د یوې مړۍ ډوډۍ دپاره یې د خپل مشرتوب حق خرڅ کړ.
17نو تاسو پوهېږئ سره له دې چې وروسته هغه غوښتل چې هغه د برکت میراث تر لاسه کړي، خو هغه رد شو، ځکه چې د هغه دپاره د توبې ویستلو موقعه پیدا نه شوه، که څه هم هغه د اوښکو په تویولو سره د هغه برکت په لټه کې ؤ.
18تاسو لکه د اسراییلو د خلکو په شان د موسی په وخت کې د سینا غره ته چې د اور لمبې، سخته تیاره او توفان ؤ، راغلي نه یئ.
19کله چې خلکو د سرني او یو ډېر وېروونکی اواز واورېد، نو زارۍ یې وکړې چې خدای دې نور زمونږ سره خبرې ونه کړي.
20ځکه چې هغوی د خدای دا حکم ونه شو زغملی چې وایي: «که چېرې یو حیوان هم په دې غره باندې پښه کېږدي، نو هغه باید سنګسار شي.»
21هغه منظره دومره وېروونکې وه چې موسی وویل: «زه د وېرې نه رپېږم.»
22خو تاسو د صهیون غره او د ژوندي خدای ښار یعنې اسماني اورشلیم ته چې بې شمېره فرښتې په کې خوشحالي کوي، راغلي یئ.
23تاسو د خدای د لومړني زېږول شویو اولادونو غونډې ته چې نومونه یې په جنت کې لیکل شوي دي، راغلي یئ. تاسو خدای ته چې د ټولو قاضي دی او د نېکانو روحونو ته چې کامل شوي دي، راغلي یئ.
24تاسو عیسی ته چې د خدای او خلکو ترمنځ د نوي لوظ منځګړی دی او د هغه وینه د هابیل د وینې نه ډېرې ښې خبرې کوي، راغلي یئ.
25نو پام کوئ چې د هغه چا نه انکار ونه کړئ چې تاسو ته خبرې کوي. کله چې خلکو د هغه د اطاعت کولو نه انکار وکړ چې د ځمکې نه یې هغوی ته خبرې کولې او تېښته یې ونه کړه، نو که تاسو د هغه چا نه انکار وکړئ چې د اسمان نه ستاسو سره خبرې کوي، نو داسې فکر کوئ چې تاسو کولای شئ وتښتئ؟
26په هغه وخت کې د خدای اواز ځمکه ولړزوله، خو اوس هغه وعده کړې ده: «یوځل بیا به زه یوازې ځمکه نه بلکې اسمان هم ولړزوم.»
27د هغه دا خبره یعنې «یوځل بیا» دې ته اشاره کوي چې هغه شیان چې خلق شوي دي هغه به ولړزول شي ترڅو نه لړزېدونکي شیان پاتې شي.
28نو راځئ چې د هغې ټینګې ولاړې پاچاهۍ په خاطر چې خدای یې مونږ ته راکوي، شکرګزاري وکړو او په درناوي او وېرې سره داسې عبادت وکړو چې هغه ته د منلو وړ وي.
29ځکه چې زمونږ خدای تباه کوونکی اور دی.