Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1د خویندو او ورونو په شان یو د بل سره مینه کوئ.
2دا مه هېروئ چې باید د مسافرو مېلمه پالنه وکړئ، ځکه چې ځینو خلکو داسې کړي دي او هغوی د فرښتو مېلمه پالنه کړې ده که څه هم هغوی یې نه دي پېژندلې.
3هغه کسان چې په زندان کې دي داسې یادوئ لکه چې تاسو ورسره په زندان کې یئ. هغه کسان در په یادوئ چې ظلم ورسره کیږي، نو داسې وګڼئ لکه تاسو چې کړاوونه وینئ.
4ټول باید واده ته درناوی ولري او ښځې او مېړونه باید یو بل ته وفادار اوسي، ځکه چې خدای به بد اخلاقه او زناکاره خلک محکوم کړي.
5په خپل ژوند کې د پیسو سره د مینې کولو نه ځان لېرې وساتئ او څه چې لرئ په هغو باندې قناعت وکړئ، ځکه چې خدای ویلي دي: «زه به هېڅکله تاسو یوازې پرېنږدم او هېڅکله به مو نه هېروم.»
6نو مونږ په ډاډه زړه ویلی شو:«څښتن زما مرستندوی دی، زه به نه وېرېږم.انسان زما سره څه کولای شي؟»
7خپل مشران چې تاسو ته یې د خدای کلام بیان کړ، په یاد ساتئ. د هغوی د ژوند د لارو او څرنګوالي په هکله فکر وکړئ او د هغوی ایمان د ځان دپاره مثال وګرځوئ.
8عیسی مسیح پرون، نن او د تل دپاره یو شان دی.
9د هر ډول عجیبه تعلیمونو له امله مه بې لارې کېږئ. دا ښه ده چې زمونږ زړونه د خدای په فضل باندې قوي شي، نه په مذهبي قوانینو پورې تړلي خوړو باندې، ځکه کوم خلک چې دا قانون پرمخ وړي هېڅ ګټه ورته نه رسیږي.
10مونږ داسې د قربانۍ ځای لرو چې حتی هغه کاهنان چې هلته په خېمه کې خدمت کوي، د هغې قربانۍ د خوړلو حق نه لري.
11ځکه چې لوی کاهن به د حیواناتو وینه د ګناه د قربانۍ په توګه ډېر سپېڅلي ځای ته وړله، خو د هغوی مړي د کمپ نه دباندې سوځول کېدل.
12نو له دې امله عیسی هم د ښار د دروازې نه دباندې کړاوونه وزغمل او مړ شو، ترڅو د خپلې وینې په وسیله خلک د ګناه څخه پاک کړي.
13نو راځئ چې هغه ته د کمپ نه دباندې ورشو او هغه بې عزتي وزغمو چې هغه زغملې وه.
14ځکه چې په دې دنیا کې زمونږ دپاره هېڅ داسې ښار نشته چې د تل دپاره پاتې وي، خو مونږ د هغه ښار په لټه کې یو چې په راتلونکي کې به موجود وي.
15نو راځئ چې د عیسی په وسیله د قربانیو په توګه تل د خدای ثنا او صفت وکړو، یعنې په خپلو خولو د هغه د نوم اقرار وکړو.
16نېکي کول او د نورو سره مرسته کول مه هېروئ، ځکه چې خدای په داسې قربانیو خوشحالیږي.
17د خپلو مشرانو اطاعت کوئ او څه چې درته وایي هماغسې کوئ. هغوی په تاسو باندې پام کوي او خدای ته به حساب ورکوي. نو پرېږدئ چې هغوی دا کار په خوشحالۍ سره وکړي، نه په خفګان. که نه، نو تاسو ته به یې ګټه ونه رسیږي.
18زمونږ دپاره دعا کوئ. مونږ ډاډمن یو چې زمونږ وجدان پاک دی او غواړو چې په هر لحاظ د عزت ژوند وکړو.
19زه ستاسو نه په کلکه غوښتنه کوم چې دعا وکړئ، ترڅو ډېر زر بېرته تاسو ته راشم.
20اوس دې د سولې او سلامتۍ خدای چې د تلپاتې لوظ د وینې په وسیله یې زمونږ څښتن عیسی چې لوی شپون دی، د مړو نه بېرته راژوندی کړ،
21نو هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره په خپلو ټولو ښو کارونو کې تیار کړي او د عیسی مسیح په وسیله دې په مونږ کې هغه کارونه وکړي چې هغه پرې خوشحالیږي. د هغه جلال دې تل ترتله وي. امین.
22ای خویندو او ورونو! ستاسو نه په کلکه غوښتنه کوم چې زما نصیحت په صبر او حوصلې سره واورئ، ځکه چې هغه مې درته په لنډ ډول لیکلی دی.
23زه غواړم تاسو خبر شئ چې زمونږ ورور تیموتاوس د زندان نه خلاص شوی دی. که هغه زر دلته راشي، نو هغه به زما سره ستاسو لیدو ته درشي.
24خپلو ټولو مشرانو او ایماندارانو ته زمونږ سلامونه ووایئ. د ایټ��لیا ایمانداران هم تاسو ته خپل سلامونه وایي.
25په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.