Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1د خدای او د څښتن عیسی مسیح د خدمتګار یعقوب له خوا دې د اسراییلو دولس قبیلو ته چې په ټوله نړۍ کې خواره واره شوي دي، سلام وي.
2ای زما خویندو او ورونو! هرکله چې تاسو د ډول ډول ازمایښتونو سره مخامخ کېږئ نو هغه یوه خوشحالي وګڼئ،
3ځکه تاسو پوهېږئ چې دا ستاسو د ایمان په ازمایښت کې ستاسو صبر او زغم زیاتوي.
4کله چې ستاسو صبر او زغم نور هم زیات شي، نو تاسو به کامل او بې عیبه انسانان شئ او د هېڅ شي کمی به په تاسو کې نه وي.
5خو که په تاسو کې په چا کې د حکمت کمی وي، نو هغه دې د خدای څخه وغواړي چې هغه یې د سخاوت له مخې او بې له دې چې څوک ملامته کړي هرچا ته ورکوي، نو هغه ته به هم ورکړل شي.
6خو کله چې څوک کوم شی غواړي، نو هغه دې د ایمان سره وغواړي او هېڅ شک دې نه کوي، ځکه چې شک کوونکی د دریاب د هغو څپو په شان دی چې د باد په وسیله اخوا دې خوا غورځول کیږي.
7داسې سړی دې په دې تمه نه اوسي چې ماته به د څښتن څخه کوم څه لاسته راشي،
8ځکه چې شکمن سړی په خپلو کارونو کې ټینګ ولاړ نه وي.
9غریب ورور دې د خدای په وړاندې په خپلې سرلوړۍ باندې فخر وکړي
10او همدارنګه شتمن ورور دې په خپلې عاجزۍ باندې چې د خدای له خوا ده، ځکه چې هغه به د واښو د ګل په شان له منځه لاړ شي.
11ځکه کله چې لمر د خپلې سوځوونکې ګرمۍ سره راوخېژي نو واښه وچ کړي، ګلان یې ورژیږي او ښایست یې له منځه لاړ شي. نو همداسې به شتمن سړی هم د خپل کاروبار سره له منځه لاړ شي.
12بختور دی هغه څوک چې د ازمایښت په وخت کې ټینګ پاتې شي، ځکه کله چې هغه د داسې ازمایښت څخه بریالی تېر شي، نو د ژوندون تاج به چې خدای د هغو خلکو سره چې ورباندې ګران دی وعده کړې ده، تر لاسه کړي.
13څوک چې وسوسه کیږي، نو هغه باید دا ونه وایي: «خدای زه وسوسه کړی یم،» ځکه چې خدای د هېڅ ډول بدۍ په وسیله نه وسوسه کیږي او نه هم څوک وسوسه کوي.
14خو یو کس هغه وخت وسوسه کیږي چې کله هغه د خپلو نفساني غوښتنو په وسیله وهڅول شي او په دام کې راونیول شي.
15بیا د هغه نفساني غوښتنې د ګناه د راپیدا کېدلو سبب کیږي او کله چې ګناه خپل وروستي حد ته ورسیږي، نو د مرګ سبب ګرځي.
16ای زما ګرانو خویندو او ورونو! ونه غولېږئ.
17ټول ښه او کامل نعمتونه مونږ ته د خدای له خوا چې د لمر، سپوږمۍ او ستورو پیدا کوونکی دی، راځي. هغه نه بدلېدونکی دی او نه د سیوري په شان ګرځي او را ګرځي.
18هغه مونږ د خپلې ارادې او رښتیني کلام په وسیله پیدا کړو، ترڅو د هغه په ټولو مخلوقاتو کې لکه د اولني حاصل مېوه واوسو.
19نو ای ګرانو خویندو او ورونو! دا یاد ساتئ چې هرڅوک باید په اورېدلو کې تېز، په خبرو کې ورو او په قهر کې سوړ اوسي.
20ځکه کله چې څوک په قهر شي هغه نه شي کولای چې د خدای عادلانه مقصدونه پوره کړي.
21له دې امله تاسو د ټولو غیر اخلاقي کارونو او ټولو بدیو څخه لاس واخلئ او په عاجزۍ سره هغه کلام قبول کړئ چې ستاسو په زړونو کې کرل شوی او کولای شي تاسو ته خلاصون درکړي.
22نو تاسو باید د هغه په کلام عمل وکړئ او یوازې په اورېدلو سره یې خپل ځانونه مه غولوئ.
23ځکه څوک چې کلام ته غوږ نیسي او عمل پرې نه کوي، نو هغه د هغه سړي په شان دی چې خپل مخ په شیشه کې ویني.
24کله چې هغه خپل ځان وویني او لاړ شي، نو سمدلاسه دا هېر کړي چې څېره یې څنګه وه.
25خو که چېرې څوک کامل او ازادي بخښونکي شریعت ته په غور سره وګوري او په هغه باندې عمل وکړي او څه چې واوري او نه یې هېروي، نو خدای به د هغه په ټولو کارونو کې برکت واچوي.
26که څوک خپل ځان دینداره ګڼي او خپله ژبه په واک کې نه ساتي، نو هغه خپل ځان غولوي او دینداري یې هېڅ ګټه نه لري.
27د پلار خدای په نظر کې سوچه او بې عیبه دینداري دا ده چې په یتیمانو او کونډو باندې د مصیبت په وخت کې پام وکړو او پرې نه ږدو چې دا نړۍ مو فاسد کړي.