Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1ای زما خویندو او ورونو! که چېرې تاسو زمونږ په څښتن عیسی مسیح چې د جلال خاوند دی ایمان لرئ، نو د چا طرفداري مه کوئ.
2فرض کړئ یو سړی چې د سرو زرو ګوته یې په لاس وي او ښکلي کالي یې اغوستي وي او ستاسو غونډې ته راشي او یو غریب سړی په زړو کالیو کې راشي
3او تاسو د هغه سړي درناوی وکړئ چې ښکلي کالي یې اغوستي دي او ورته ووایئ: «مهرباني وکړئ دلته په دې ښه ځای کې کښېنئ» او هغه غریب سړي ته ووایئ: «هلته ودرېږه یا دلته په ځمکه باندې کښېنه.»
4ایا تاسو په خپل منځ کې د تبعیض څخه کار وانه خیست او ایا د بدو خیالونو له مخې مو قضاوت ونه کړ؟
5ای زما ګرانو خویندو او ورونو! واورئ، ایا خدای د دې نړۍ غریبان نه دي غوره کړي چې په ایمان کې شتمن وي او د هغې پاچاهۍ وارثان وي چې خدای د هغو خلکو سره وعده کړې ده چې ورسره مینه کوي؟
6خو تاسو د غریب سړي سپکاوی وکړ. ایا شتمن خلک په تاسو باندې ظلم نه کوي او تاسو محکمو ته نه راکاږي؟
7ایا هغوی د مسیح نېک نوم چې خدای په تاسو باندې ایښی دی، نه بدناموي؟
8که چېرې تاسو په رښتیا سره د څښتن د شریعت په شاهانه حکم باندې عمل وکړئ چې د خدای په کلام کې یې یادونه شوې ده چې وایي: «د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه» نو ښه کار کوئ.
9خو که چېرې تاسو د کوم چا طرفداري کوئ نو ګناه کوئ او شریعت تاسو د قانون ماتوونکو په توګه محکوموي.
10ځکه که چېرې څوک د شریعت په ټولو حکمونو عمل وکړي خو یو حکم یې مات کړي نو هغه د ټول شریعت په ماتولو ګناهکار شو.
11ځکه چا چې ویلي دي: «زنا مه کوه.» نو دا یې هم ویلي دي: «قتل مه کوه.» نو که ته زنا نه کوې خو قتل وکړې نو بیاهم ته د شریعت ماتوونکی شوې.
12نو د هغو خلکو په شان خبرې او عمل وکړئ چې د هغه شریعت له مخې به ورباندې قضاوت کیږي چې مونږ ته ازادي راکوي.
13ځکه چې د قضاوت په وخت کې به خدای په هغه چا باندې رحم ونه کړي چې په نورو باندې یې رحم نه دی کړی. خو بیاهم رحم په قضاوت باندې بریالی دی.
14ای زما خویندو او ورونو! که څوک ووایي چې زه ایمان لرم خو عمل نه کوي نو ګټه یې څه ده؟ ایا داسې ایمان هغه ته خلاصون ورکولای شي؟
15فرض کړئ تاسو ووینئ چې یو ورور یا خور کالیو او خوړو ته اړتیا لري،
16او ستاسو څخه یو څوک هغه ته ووایي: «په خیر لاړ شه او تود او موړ اوسه.» خو چې کومو شیانو ته اړتیا لري هغه ورته ورنه کړئ نو څه ګټه به ولري؟
17نو په همدې ډول که چېرې د ایمان سره عمل نه وي نو هغه ایمان مړ دی.
18خو کېدای شي چې څوک ووایي: «ته ایمان لرې او زه نېک کارونه کوم. ته دې خپل ایمان بې له عمله ماته وښایه او زه به خپل ایمان د خپلو عملونو په وسیله تاته دروښایم.»
19ته په دې باور لرې چې خدای یو دی نو ډېره ښه ده. شیطان او پېریان هم په دې باور لري او له وېرې رپیږي.
20ای ناپوهه سړیه! ایا په دې نه پوهېږې چې ایمان بې له عمل نه بې ګټې دی؟
21کله چې زمونږ نیکه ابراهیم خپل زوی اسحاق د قربانۍ په ځای کې خدای ته وړاندې کړ نو ایا هغه په دې عمل سره د خدای له خوا نېک ونه ګڼل شو؟
22تاسو ګورئ چې د هغه ایمان او عمل په ګډه سره کار وکړ او د عمل سره د هغه ایمان کامل شو.
23په دې ډول د خدای د کلام هغه وینا رښتیا شوه چې وایي: «ابراهیم په خدای ایمان راوړ او په دې باندې هغه نېک وګڼل شو.» او هغه د خدای دوست وبلل شو.
24نو تاسو وینئ چې انسان یوازې په ایمان نه بلکې په خپل عمل باندې نېک کیږي.
25نو په همدې ډول راحاب فاحشه د خپلو نېکو عملونو په وسیله چې اسراییلي استازو ته یې پناه ورکړه او د هغوی سره یې مرسته وکړه چې په بله لاره وتښتي، نېکه وګڼل شوه.
26نو لکه څنګه چې بدن بې له روح نه مړ دی، نو همدغه شان ایمان هم بې له عمل نه مړ دی.