Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1ای زما خویندو او ورونو! باید هڅه ونه کړئ چې تاسو ټول دې استاذان شئ، ځکه په دې پوهېږئ چې مونږ استاذانو سره به تر نورو زیات حساب کیږي،
2ځکه چې مونږ ټول ډېرې تېروتنې کوو او څوک چې په خبرو کې تېروتنه نه کوي هغه کامل انسان دی او هغه کولای شي چې خپل ټول بدن په خپل واک کې وساتي.
3مونږ د اس په خوله کې قیضه اچوو، ترڅو زمونږ تابع شي او هرې خواته چې وغواړو هغه بوځو.
4همدارنګه کشتیو ته وګورئ، سره له دې چې ډېرې غټې وي او په قوي بادونو باندې چلیږي، خو د یو وړوکي راشپېل په وسیله رهنمایي کیږي او هرې خواته چې کشتۍ چلوونکی وغواړي هماغې خواته یې بېولی شي.
5ژبه هم همداسې ده، که څه هم هغه د بدن یو وړوکی غړی دی، خو د غټوغټو شیانو په هکله لاپې وهي.وګورئ څومره لوی ځنګل د اور په یو ورکوټي بڅرکي سره اور اخلي.
6همدارنګه ژبه هم د اور په شان ده. هغه د بدیو څخه ډکه یوه نړۍ ده چې زمونږ په ټول بدن کې ځای نیسي او زمونږ ټول بدن فاسدوي. هغه زمونږ ټول ژوندون په اور سوځوي او دا په خپله د دوزخ په اور کې سوځیږي.
7نو انسان کولای شي چې هر ډول وحشي حیوانات، مرغان، خزندې او دریابي حیوانات اهلي کړي او اهلي کړي یې دي،
8خو هېڅوک نه شي کولای خپله ژبه په خپل واک کې وساتي. ژبه بده ده او د وژونکو زهرو څخه ډکه ده.
9په همدې ژبه مونږ هم د څښتن یعنې اسماني پلار ثنا او صفت کوو او هم په انسان باندې چې د خدای په شکل پیدا شوی دی، بد وایو.
10د همدې یوې خولې څخه هم د ستاینې خبرې راوځي او هم بدې خبرې. ای خویندو او ورونو! داسې باید نه وي.
11ایا دا کېدای شي چې د یوې چینې د خولې څخه هم خوږې او هم تروې اوبه راوځي؟
12ای زما خویندو او ورونو! ایا د انځر ونه کولای شي چې زیتون او یا د انګورو تاک انځر ونیسي؟ په همدې ډول د تروو اوبو د چینې څخه خوږې اوبه نه شي راوتلی.
13په تاسو کې څوک هوښیار او پوه شته؟ که چېرې وي نو هغه دې دا په نېک ژوند تېرولو، په نېکو کارونو ثابته کړي یعنې داسې عاجزۍ چې د حکمت نه پیدا کیږي.
14که چېرې ستاسو په زړونو کې سخته بخیلي او ځان خوښونه وي، نو باید لاپې ونه وهئ چې هوښیاران یئ. که داسې وکړئ نو حقیقت په دروغو بدلوئ.
15دا هغه حکمت نه دی چې د اسمان نه راځي بلکې دا دنیاوي، نفساني او شیطاني حکمت دی.
16ځکه چې هر چېرته چې بخیلي او ځان خوښونه وي، نو هلته ګډوډي او هر ډول بد کارونه کیږي.
17خو کوم حکمت چې د اسمان نه راځي هغه لومړی سوچه وي، بیا سوله خوښوونکی، نرم، معقول، رحم کوونکی، له ښو ثمرو څخه ډک، بېطرفه او بې ریا وي.
18او د نېکۍ او عدالت حاصل د هغه تخم څخه پیدا کیږي چې د سوله خوښوونکو له خوا په سوله کې کرل کیږي.