Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1ستاسو په منځ کې جنګونه او شخړې له کومه راپیدا کیږي؟ ایا هغه ستاسو د نفساني غوښتنو له امله چې په تاسو کې په جګړه کې دي، نه راپیدا کیږي؟
2تاسو کوم شی غواړئ، خو هغه په لاس نه درځي، نو دې ته تیار یئ چې قتل وکړئ. تاسو د نورو سره بخیلي کوئ، خو څه چې غواړئ هغه لاسته نه شئ راوړلی، نو جنګ او شخړه کوئ. خو بیاهم کوم شی په لاس نه درځي، ځکه چې د خدای څخه یې نه غواړئ.
3خو که تاسو د خدای څخه د کوم شي دپاره سوال هم وکړئ، نو هغه به یې درنه کړي، ځکه چې په بد نیت او د خپلو هوسونو د پوره کولو دپاره یې غواړئ.
4ای بې ایمانه خلکو! ایا تاسو نه پوهېږئ چې د نړۍ سره دوستي کول د خدای سره دښمني کول دي؟ له دې امله څوک چې غواړي د نړۍ سره دوستي وکړي، نو هغه خپل ځان د خدای دښمن کوي.
5ایا تاسو ګومان کوئ چې د خدای د کلام دا وینا بېځایه ده چې وایي: «هغه روح چې خدای په مونږ کې اچولی دی هغه ډېرې سختې غوښتنې لري؟»
6خو خدای په مونږ باندې زیات فضل کوي، نو له دې امله د خدای کلام وایي: «خدای د کبرجنو په ضد دی، خو په عاجزانو باندې فضل کوي.»
7نو له همدې امله خپل د خدای تابعداري کوئ او د شیطان په وړاندې ټینګ ودرېږئ، نو هغه به درڅخه وتښتي.
8خپل ځانونه خدای ته ورنژدې کړئ، نو هغه به هم تاسو ته درنژدې شي. ای ګناهکارانو! خپل لاسونه د بدو کارونو څخه پاک کړئ. ای منافقانو! خپل زړونه پاک کړئ.
9غمجن اوسئ، ویر او ژړا وکړئ. ستاسو خندا دې په ژړا بدله شي او ستاسو خوشحالي دې په غم.
10خپل ځانونه د څښتن په وړاندې عاجزان کړئ، نو هغه به تاسو سرلوړي کړي.
11ای خویندو او ورونو! یو بل پسې بدې خبرې مه کوئ. څوک چې خپل ورور پسې بدې خبرې کوي او یا د هغه په هکله قضاوت کوي، نو په حقیقت کې د شریعت بد وايي او د هغه په هکله قضاوت کوي. که ته د شریعت په هکله قضاوت کوې، نو په شریعت عمل نه کوې بلکې خپل ځان د هغه نه لوړ ګڼې لکه په خپله چې قاضي یې.
12یوازې خدای دی چې شریعت ورکوي او هم قاضي دی. یوازې هغه دی چې دا قدرت لري چې خلک وژغوري او یا یې له منځه یوسي. نو بیا ته څوک یې چې د خپل ګاونډي په هکله قضاوت کوې؟
13زما خبرې واورئ ای خلکو چې وایئ: «مونږ به نن یا سبا فلاني ښار ته لاړ شو او هلته به یو کال تېر کړو، هلته به سوداګري وکړو او ډېرې پیسې به وګټو.»
14خو تاسو په دې هم نه پوهېږئ چې سبا به څه کیږي، ستاسو ژوند څه شی دی؟ هغه د بخار په شان دی چې د لږې شېبې دپاره راښکاره کیږي او بیا ورکیږي.
15د دې په ځای باید ووایئ: «که د څښتن رضا وي نو مونږ به ژوندي پاتې شو او دا یا هغه کار به وکړو.»
16خو تاسو اوس په خپلو لاپو باندې فخر کوئ او داسې لاپې وهل بد کار دی.
17نو بیا څوک چې په نېکۍ کولو پوهیږي او نه یې کوي، نو هغه ګناه کوي.