Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1ای شتمنو خلکو! زما خبره واورئ، د هغو مصیبتونو په خاطر چې په تاسو باندې راتلونکي دي، ژړا او انګولا وکړئ.
2ستاسو شتمني تباه شوې ده او کالي مو چینجو خوړلي دي.
3ستاسو سره زر او سپین زر زنګ وهلي او د هغوی زنګ به په تاسو شاهدي ورکوي او د اور په شان به ستاسو بدن وسوځوي. خو بیاهم تاسو د دې نړۍ په اخرو ورځو کې مال او دولت ذخیره کوئ.
4ګورئ، کومو خلکو چې ستاسو په پټیو کې لو کړی دی او تاسو د هغوی مزدوري نه ده ورکړې، چیغې وهي او د لوګرو فریادونه د مطلق قادر څښتن غوږونو ته رسېدلي دي.
5تاسو په نړۍ کې په عیش او عشرت ژوند تېروئ او مزې کوئ، خو اوس تاسو د هغو حیواناتو په شان یئ چې ځانونه مو د حلالولو د ورځې دپاره چاغ کړي دي.
6تاسو بې ګناه خلک مجرمان کړل او ومو وژل او هغوی ستاسو په وړاندې ونه درېدل.
7نو ای خویندو او ورونو! د څښتن تر راتګ پورې صبر وکړئ. ګورئ، یو دهقان څنګه د خپلې ځمکې څخه د ارزښتناکه حاصل د راټولولو په خاطر صبر کوي او د مني او پسرلي بارانونو ته انتظار وباسي.
8نو تاسو هم باید صبر وکړئ او خپل زړونه قوي کړئ، ځکه چې د څښتن راتګ نژدې دی.
9ای خویندو او ورونو! د یو بل څخه شکایت مه کوئ، ترڅو خدای تاسو تر خپل قضاوت لاندې ونه نیسي، ځکه چې قاضي په دروازه کې ولاړ دی.
10ای خویندو او ورونو! کومو پیغمبرانو چې د څښتن په نوم خبرې کړې دي د هغوی صبر او کړاوونه د خپلو ځانونو دپاره مثال وګرځوئ.
11مونږ صبر کوونکي خلک بختور ګڼو. تاسو د ایوب د صبر په هکله اورېدلي دي او خبر یئ چې څښتن په پای کې د هغه سره څنګه مرسته وکړه، ځکه چې خدای ډېر زړه سواندی او مهربانه دی.
12ای زما خویندو او ورونو! په پای کې دا مهمه ده چې قسم ونه خورئ، نه په اسمان، نه په ځمکه او نه په کوم بل شي، بلکې ستاسو «هو» باید «هو» وي او «نه» مو «نه» وي، هسې نه چې د خدای د قضاوت لاندې راشئ.
13که ستاسو څخه کوم څوک د کړاوونو سره مخامخ وي، نو دعا دې وکړي او که څوک خوشحاله وي، نو هغه دې د ستاینې سندرې ووایي.
14که په تاسو کې څوک ناروغه وي، نو د کلیسا مشران دې راوغواړي چې د هغه دپاره دعا وکړي او د هغه بدن دې د څښتن په نوم په تېلو باندې غوړ کړي.
15کومه دعا چې په ایمان سره وشي، نو ناروغ به جوړ شي. څښتن به بېرته هغه روغ کړي او که ګناه یې کړې وي، نو هغه به ورته وبخښل شي.
16نو بیا یو بل ته د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او د یو بل دپاره دعا وکړئ چې شفا ومومئ. د نېک سړي دعا ډېره زوروره او اثرناکه وي.
17الیاس نبي زمونږ په شان یو انسان ؤ، خو کله یې چې د زړه له کومي دعا وکړه چې باران دې ونه وریږي، نو تر درې نیمو کلونو پورې په ځمکه باندې باران ونه شو.
18هغه یوځل بیا دعا وکړه او د اسمان څخه باران وشو او په ځمکه کې فصل پیدا شو.
19ای زما خویندو او ورونو! که په تاسو کې څوک د رښتینې لارې څخه واوړي او بل څوک هغه بېرته راوګرځوي،
20نو هغه دې په دې پوه شي چې هرڅوک چې یو ګناهکار د خپلې غلطې لارې څخه راوګرځوي، نو هغه د مرګ څخه ژغوري او د هغه ګناهکار ډېر ګناهونه به وبخښل شي.