Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1دا لیک د عیسی مسیح د رسول پطروس له خوا د خدای هغو غوره شویو خلکو ته چې د پنتوس، غلاتیه، کپدوکیه، اسیا او بطونیه ولایتونو ته مهاجر او خواره واره شوي دي.
2پلار خدای تاسو د خپلې ارادې له مخې له ازله غوره کړي یئ او تاسو د روح القدس په وسیله پاک او سپېڅلي شوي یئ، ترڅو د عیسی مسیح اطاعت وکړئ. د هغه وینه ستاسو په خاطر توی شوه چې تاسو پاک شئ. ډېر زیات فضل او سلامتي وي په تاسو باندې.
3-
4ثنا او صفت دې وي خدای ته، هغه خدای ته چې زمونږ د عیسی مسیح پلار دی. هغه په خپل لوی رحم سره د مړو څخه د عیسی مسیح د بېرته راژوندي کولو په وسیله مونږ ته نوی ژوند راکړ. دا مونږ ته ژوندۍ هیله راکوي، ترڅو هغه نه فناکېدونکی، نه خرابېدونکی او تلپاتې میراث تر لاسه کړو چې ستاسو دپاره په اسمان کې ساتل شوی دی.
5خدای به تاسو په خپل قدرت سره ستاسو د ایمان په وسیله د هغه خلاصون دپاره خوندي وساتي چې د قیامت په ورځ به یې ټول خلک وویني.
6د دې دپاره تاسو خوشحالي وکړئ، که څه هم تاسو باید د یو څه وخت دپاره د هر ډول ازمایښتونو او سختیو سره مخ شئ.
7د هغوی مقصد دا ؤ چې دا ثابته کړي چې ستاسو ایمان سوچه ایمان دی. لکه څنګه چې فاني سره زر په اور باندې ازمایل کیږي، نو همدارنګه ستاسو ایمان هم چې د سرو زرو څخه ډېر قیمتي دی، ازمایل کیږي. بیا به په هغه ورځ چې عیسی مسیح خپل ځان ښکاره کوي، ستاسو ایمان به ستاسو د ستاینې، لویۍ او عزت سبب وګرځي.
8سره له دې چې تاسو تر اوسه عیسی مسیح نه دی لیدلی، خو بیاهم درباندې ګران دی او سره له دې چې اوس هم هغه نه وینئ، خو بیاهم ایمان ورباندې لرئ او داسې خوشحالي کوئ چې د جلال څخه ډکه وي او په ژبه یې بیان نه شي کېدای،
9او ستاسو د ایمان مقصد دا دی چې تاسو خلاصون ومومئ.
10د دې خلاصون په هکله پیغمبرانو په غور سره څېړنه کړې ده او همدارنګه د دې فضل په هکله یې چې خدای به یې په تاسو کوي، پېشګويي کړې ده.
11د مسیح روح هغوی ته د مسیح د کړاوونو او جلال موندلو په هکله خبرې کولې. پیغمبرانو چې د مسیح د روح په وسیله چې په هغوی کې ؤ او پېشګویي یې کوله، هڅه کوله په دې پوه شي چې مسیح څوک دی او څه وخت به راځي.
12خدای دغو پیغمبرانو ته دا څرګنده کړې وه چې د هغوی خدمت د خپل ځان دپاره نه بلکې ستاسو دپاره ؤ. اوس دا زېری تاسو ته د هغو خلکو له خوا اورول شوی چې د اسمان څخه د نازل شوي روح القدس په قدرت یې وعظ وکړ. دا هغه شیان دي چې فرښتې هم په دې ارمان دي چې ویې ویني.
13نو د خپل عقل څخه کار واخلئ او هوښیار شئ. هغه فضل ته پوره هیله ولرئ چې د عیسی مسیح په راښکاره کېدلو سره به په تاسو وشي.
14د تابعدارو اولادونو په شان اوسئ. نور مه پرېږدئ چې ستاسو د هغه وخت نفساني غوښتنې چې خدای مو نه پېژانده، په تاسو تاثیر وکړي.
15بلکې لکه څنګه چې خدای چې تاسو یې رابللي یئ، سپېڅلی دی، نو تاسو هم په خپلو کړنو کې سپېڅلي اوسئ.
16ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «سپېڅلي اوسئ، ځکه چې زه سپېڅلی یم.»
17کله چې تاسو خدای ته دعا کوئ نو هغه ته پلار ووایئ. خدای هغه ذات دی چې بې له طرفدارۍ د هرچا د عملونو له مخې قضاوت کوي. نو خپل دنیاوي ژوند خدای ته په احترام لرلو او وېره کې تېر کړئ.
18ځکه تاسو پوهېږئ چې د ژوند د بېځایه دودونو چې د خپلو نیکونو څخه درته په میراث پاتې شوي دي، د فاني شیانو لکه سرو زرو او سپینو زرو په بیه مو خلاصون نه دی موندلی.
19بلکې تاسو پوهېږئ چې د مسیح په قیمتي وینې چې د بې عیبه او بې نقصه وري په شان ؤ، په بیه اخیستل شوي یئ او خلاصون مو موندلی دی.
20خدای هغه د نړۍ د پیدایښت څخه مخکې غوره کړی ؤ، خو هغه په اخره زمانه کې ستاسو په خاطر ښکاره شو.
21تاسو د مسیح په وسیله په خدای باندې ایمان راوړی دی، په هغه خدای چې مسیح یې له مړو څخه راژوندی کړ او جلال یې ورته ورکړ، ترڅو په خدای باندې ستاسو ایمان او هیله نوره هم قوي شي.
22اوس چې تاسو خپل ځانونه د حقیقت په منلو سره پاک کړي دي، ترڅو د خپلو ورونو سره د اخلاص نه ډکه مینه ولرئ، نو یو د بل سره د زړه له کومي مینه وکړئ.
23ځکه چې تاسو د خرابېدونکي تخم څخه نه، بلکې د نه خرابېدونکي تخم یعنې د خدای د ژوندي او تلپاتې کلام په وسیله نوي پیدا شوي یئ.
24ځکه چې د خدای کلام وایي:«ټول انسانان د واښو په شان دياو د هغوی ښکلا د ګلانو په شان دهچې زیات دوام نه لري.واښه وچیږي او ګلان یې رژیږي،
25خو د څښتن کلام تل ترتله پاتې کیږي.»او دا کلام هماغه زېری دی چې تاسو ته اورول شوی دی.