Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1نو بیا د هر ډول بدۍ، غولونې، منافقت، بخیلتوب او بدو خبرو نه لاس واخلئ.
2د نویو زېږېدلو ماشومانو په شان د سوچه روحاني شیدو غوښتونکي اوسئ، ترڅو د هغو په څښلو سره په خلاصون کې لوی شئ.
3ځکه چې تاسو خپله د څښتن د مهربانۍ خوند څښلی دی.
4نو بیا د هغه خواته راشئ چې د ژوندۍ تیږې په شان دی چې خلکو رد کړی دی، خو د خدای په نظر کې غوره او قیمتي دی.
5تاسو هم لکه د ژوندیو تیږو په شان یئ چې خدای درڅخه د خپل روحاني کور په جوړولو کې کار اخلي. هلته به تاسو د سپېڅلو کاهنانو په توګه خدمت کوئ او د عیسی مسیح په وسیله به هغه روحاني قربانۍ وړاندې کوئ چې خدای ته د منلو وړ وي.
6ځکه چې د خدای کلام وایي:ګورئ، زه په صهیون کې د بنیاد غوره شوې او قیمتي تیږه ږدم،او هرڅوک چې په هغه ایمان راوړي، نو هېڅکله به ونه شرمیږي.
7نو ستاسو دپاره چې ایمان لرئ، دا تیږه ډېره ارزښتناکه ده. خو د بې ایمانانو په اړه د خدای کلام وایي:هغه تیږه چې ګلکارانو رد کړه،د بنیاد اصلي تیږه شوه.
8او همدارنګه وایي:هغه داسې تیږه ده چې د خلکو د ښویېدلو سبب کیږياو یو داسې تیږه دی چې هغوی به ورباندې رالویږي.هغوی به رالویږي، ځکه چې د هغوی په قسمت کې همداسې ؤ، په دې خاطر هغوی د خدای کلام نه مني.
9خو تاسو د خدای غوره شوی قوم، شاهي کاهنان، سپېڅلی ملت او د خدای خلک یئ، ترڅو د هغه لوړ صفتونه چې د تیارې څخه یې خپلې حیرانوونکې او ځلېدونکې رڼا ته راوبللئ، بیان کړئ.
10پخوا تاسو د خدای قوم نه وئ، خو اوس د خدای قوم یئ. یو وخت په تاسو باندې رحمت نه کېده، خو اوس درباندې وشو.
11ګرانو دوستانو! زه تاسو ته چې په دې نړۍ کې پردي او مهاجر یئ، زاري کوم چې د نفساني غوښتنو څخه چې تل ستاسو د روح سره په جګړه کې دي، ځانونه وساتئ.
12د بې ایمانه خلکو په منځ کې خپل چلند نېک ساتئ. که څه هم هغوی په تاسو باندې تور لګوي چې تاسو بدکاره یئ، خو ستاسو د نېکو کارونو په لیدلو به هغوی د اخرت په ورځ د خدای ستاینه کوي.
13د څښتن په خاطر د هر هغه چا تابع اوسئ چې د واک خاوند وي، که هغه پاچا وي چې د ټولو نه لوړ مقام لري،
14او یا هغه والیان چې د پاچا له خوا ټاکل شوي دي چې مجرمانو ته سزا او نېکو خلکو ته عزت ورکوي.
15ځکه چې دا د خدای رضا ده چې تاسو په خپلو نېکو کارونو د ناپوهو خلکو د خبرو مخه ونیسئ.
16د ازادو خلکو په توګه ژوند وکړئ، خو د دې ازادۍ څخه باید د خپلو بدیو د پټولو دپاره کار وانخلئ، بلکې د خدای د خدمتګارانو په شان ژوند وکړئ.
17د ټولو خلکو درناوی کوئ، د ایماندارانو سره مینه کوئ، د خدای څخه وېرېږئ او د پاچا درناوی کوئ.
18ای غلامانو! په ډېر درناوي سره د خپلو بادارانو تابع اوسئ، نه یوازې د مهربانه او ښه خوی لرونکو بادارانو، بلکې د بدخویه بادارنو هم.
19ځکه که چېرې څوک په ناحقه دردونو کړاوونه وزغمي او پوهیږي چې په دې کې د خدای رضا ده، نو خدای به ورته برکت ورکړي.
20خو که چېرې تاسو کوم بد کار وکړئ او د هغې په خاطر وهل وخورئ او هغه وزغمئ، نو په دې کې به ستاسو دپاره څه اجر وي؟ خو بیا که چېرې تاسو ښه کارونه وکړئ او په بدل کې یې کړاو ووینئ او هغه وزغمئ، نو خدای به درته د هغې برکتونه درکړي.
21د همدې دپاره خدای تاسو رابللي یئ، ځکه چې مسیح هم ستاسو په خاطر دردونه او کړاوونه وزغمل او تاسو ته یې یو مثال پرېښود ترڅو د هغه په قدم پل کېږدئ.
22هغه هېڅ ګناه ونه کړه او نه یې چا د خولې نه غولوونکې خبرې واورېدلې.
23کله چې هغه ته ښکنځلې کېدلې، نو بېرته یې د ښکنځلو په بدل کې ځواب نه ورکاوه. کله چې به هغه د خلکو له خوا ځورول کېده، نو هغوی به یې نه ځورول، بلکې خپل ځان یې هغه چاته سپاره چې د انصاف له مخې قضاوت کوي.
24مسیح خپله زمونږ د ګناهونو بار په خپلو اوږو واخیست او هغه یې صلیب ته یووړ�� ترڅو مونږ د ګناه نه خلاص شو او د عدالت دپاره ژوند وکړو. د هغه د ټپونو له امله مونږ شفا وموندله.
25تاسو د هغو پسونو په شان وئ چې لاره یې ورکه کړې وه، خو اوس بېرته خپل شپون او ساتونکي ته راستانه شوي یئ.