Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1ای ښځو! د خپلو مېړونو تابع اوسئ، ځکه که چېرې په هغوی کې ځینې یې د خدای کلام نه مني، نو ستاسو د چلند په لیدلو سره به پرته له کومې خبرې ایمان راوړي،
2ځکه چې هغوی به وویني چې تاسو څومره په پاکۍ او د خدای څخه په وېره کې ژوند تېروئ.
3-
4ستاسو ښایست دې یوازې ظاهري نه وي لکه څنګه چې خپل ویښتان جوړوئ یا د سرو زرو ګاڼې اچوئ او یا ښکلي کالي اغوندئ، خو ستاسو ښایست دې باطني ښایست وي چې له منځه نه ځي. هغه ښایست په نرم او ارام روح کې دی چې د خدای په نظر کې ډېر قیمتي دی.
5په همدې ډول په پخوا زمانه کې پرهېزګارې ښځې وې چې په خدای یې توکل درلود او د خپلو مېړونو تابع وې، له دې امله هغوی ښایسته کېدلې.
6د مثال په ډول ساره د ابراهیم اطاعت کاوه او هغه ته به یې بادار ویل. که تاسو هم ښه کارونه کوئ او د هر هغه شي څخه چې د وېرې سبب ګرځي مه وېرېږئ، نو تاسو به د هغې لورګانې یئ.
7تاسو هم ای مېړونو! د خپلو ښځو سره په هوښیارۍ سره ګوزاره کوئ او که څه هم هغوی ستاسو څخه کمزورې دي، خو په درناوي ورسره چلند کوئ، ځکه چې هغوی درسره د تلپاتې ژوندون په نعمت کې شریکې دي. همداسې کوئ، ترڅو داسې نه شي چې ستاسو دعاګانې خدای قبولې نه کړي.
8لنډه دا چې تاسو ټول باید په یو فکر اوسئ، یو د بله سره خواخوږي ولرئ، د یو بل سره د ورونو په شان مینه ولرئ او مهربانه او عاجزه اوسئ.
9د بدو په بدل کې بدي مه کوئ او د ښکنځلو په بدل کې ښکنځل مه کوئ، بلکې د هغې په ځای برکت وغواړئ، ځکه چې خدای تاسو د دې دپاره رابللي یئ چې برکت درکړي.
10لکه څنګه چې د خدای کلام وایي:«څوک چې غواړي خوشحاله ژوند ولري او ښې ورځې وویني،نو خپله ژبه دې د بدو خبرو نهاو خپلې شونډې دې د دروغ ویلو نه وساتي.
11هغوی دې د بدۍ نه ځان ساتي او نېکي دې کوي،د سولې په خاطر دې هلې ځلې کوياو د هغې پسې دې ګرځي.
12ځکه چې د څښتن سترګې د نېکانو خواته دي،او غوږونه یې د هغوی د دعاګانو اورېدلو ته تیار دي،خو د بدکارانو په خلاف دی.»
13که چېرې تاسو د نېکو کارونو غوښتونکي یئ نو څوک به تاسو ته زیان ورسوي؟
14که څه هم تاسو د خدای د عدالت په خاطر درد او کړاو زغمئ، خو تاسو بختور یئ. د هېچا نه مه وېرېږئ او اندېښنه مه کوئ.
15خو د مسیح دپاره په خپلو زړونو کې درناوی ولرئ او هغه خپل څښتن وګڼئ. که څوک ستاسو نه ستاسې د هیلې د علت پوښتنه وکړي، نو تل یې ځواب ورکولو ته تیار اوسئ،
16خو په نرمۍ او درناوي سره. خپل وجدان پاک ساتئ، ترڅو کله چې تاسو ته سپکاوی کیږي او د نېک مسیحي چلند په خاطر درته خلک بد وایي، وشرمیږي.
17ځکه که دا د خدای رضا وي چې تاسو دې تکلیفونه ووینئ، نو ډېره ښه به وي چې د نېکو کارونو له امله وي، نه د بدو کارونو له امله.
18ځکه چې مسیح یوځل او د تل دپاره زمونږ د ګناهونو په خاطر مړ شو، یعنې یو بې ګناه سړی د ګناهکارانو په خاطر، د دې دپاره چې مونږ خدای ته ورسوي. هغه په جسماني توګه مړ شو، خو په روحاني توګه ژوندی شو،
19او په دې ډول هغه لاړ او هغو روحونو ته یې وعظ وکړ چې بندیان وو.
20دا د هغو خلکو روحونه وو چې د خدای د حکم څخه یې اطاعت ونه کړ. کله چې نوح کشتۍ جوړوله، خدای په صبر سره هغوی ته انتظار کاوه. په هغې کشتۍ کې یوازې اته تنه د اوبو څخه وژغورل شول.
21دا د تعمید د غسل یو مثال دی. اوس خدای تاسو ته د عیسی مسیح د بیا راژوندي کېدلو په وسیله خلاصون درکوي. د تعمید غسل د بدن د ناپاکۍ لېرې کول نه دي بلکې د پاک وجدان په سبب د خدای څخه یوه غوښتنه ده.
22اوس مسیح اسمان ته ختلی دی او د خدای ښي لاس ته ناست دی او ټولې فرښتې، اختیارات او اسماني قدرتونه د هغه تابع دي.