Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1نو څرنګه چې مسیح په جسماني توګه دردونه او کړاوونه وزغمل، نو تاسو هم باید خپل ځانونه همدې کار ته تیار کړئ. ځکه چا چې درد او کړاو زغملی دی، نو هغه نور نه غواړي چې ګناه وکړي.
2د دې دپاره چې خپل پاتې ژوند د نفساني غوښتنو سره سم نه تېروي بلکې د خدای د رضا له مخې یې تېروي،
3ځکه چې تاسو له مخکې نه خپل زیات وخت په هغو کارونو کې چې بې دینه خلک یې خوښوي، تېر کړ. ستاسو ژوند په بد اخلاقۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، عیاشۍ، د شرابو په نه شو او د شرم نه ډکې بت پرستۍ کې تېر شو.
4اوس ستاسو پخواني ملګري په دې حیران دي چې تاسو ورسره په ډېرو بې لارې کوونکو کارونو کې چې هغوی یې کوي ملګرتیا نه کوئ، نو له دې امله تاسو ته بد رد وایي.
5هغوی به د دې حساب هغه خدای ته ورکوي چې د مړو او ژوندیو په هکله قضاوت کوي.
6ځکه چې هغو خلکو ته هم زېری واورول شو چې اوس مړه شوي دي، سره له دې چې هغوی ته په جسماني توګه سزا ورکړل شوې وه، ترڅو هغوی وکولای شي چې په روحاني توګه د خدای په شان ژوندي پاتې شي.
7دا نړۍ به زر ختمه شي، نو ځان ساتئ او هوښیار اوسئ، ترڅو وکولای شئ دعا وکړئ.
8د ټولو څخه مهمه دا ده چې یو د بل سره د اخلاص نه ډکه مینه کوئ، ځکه چې مینه د ډېرو ګناهونو بخښنه کوي.
9بې له ګورېدلو د یو بل مېلمه پالنه وکړئ.
10هرچا ته چې د خدای د ډول ډول نعمتونو څخه کوم نعمت ورکړل شوی دی د هغه څخه دې د نورو په خدمت کې کار واخلي.
11که څوک خبرې کوي، نو هغه دې داسې خبرې کوي لکه څنګه چې د خدای کلام خبرې کوي. که څوک خدمت کوي، نو هغه دې په هغه قوت سره کوي چې خدای ورته ورکړی دی، ترڅو په هرڅه کې خدای د عیسی مسیح په وسیله جلال ومومي. جلال او ټول قدرت تل ترتله د هغه دی. امین!
12ګرانو دوستانو! کومه سخته ازموینه چې په تاسو راځي نو په هغې باندې مه حیرانېږئ چې ګوندې کومه عجیبه پېښه درباندې راغلې ده.
13بلکې خوشحالي کوئ چې تاسو د مسیح په کړاوونو کې شریک کېږئ، ترڅو د هغه د جلال د ښکاره کېدلو په وخت کې خوښ او خوشحاله اوسئ.
14که چېرې د مسیح د نوم په خاطر ستاسو سپکاوی کیږي نو تاسو بختور یئ، ځکه چې د جلال روح یعنې د خدای روح په تاسو کې ځای نیسي.
15په تاسو کې دې هېڅوک د قتل، غلا یا بدکارۍ او یا د نورو په کارونو کې د لاس وهنې په سبب درد او کړاو ونه زغمي.
16خو که څوک د مسیحي په نوم ځورول کیږي، نو نه دې شرمیږي، بلکې د دې نوم په خاطر دې د خدای ثنا ووایي.
17ځکه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې خدای به لومړی د خپل قوم په اړه قضاوت شروع کړي، او که چېرې زمونږ څخه شروع کیږي، نو د هغو خلکو وروستنی انجام به څه وي چې د خدای زېری نه مني.
18لکه څنګه چې د خدای کلام وایي:«که چېرې نېکان په سختۍ سره خلاصون مومي،نو د بې دینه او ګناهکارو به څه حال وي؟»
19نو بیا څوک چې د خدای په ارادې سره سم دردونه او کړاوونه زغمي، هغوی دې خپل ځانونه وفادار خالق ته وسپاري او تل دې نېکي کوي.