Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1زه د کلیسا د یو مشر په توګه چې د مسیح د کړاوونو شاهد وم او په هغه جلال کې چې زر به ښکاره شي شریک یم. نو زه ستاسو مشرانو څخه غوښتنه کوم،
2چې د خدای د هغې رمې شپانه اوسئ چې تاسو ته یې درسپارلې ده. په هغې باندې په جبر سره نه بلکې په خپله خوښه پام کوئ لکه څنګه چې خدای یې درڅخه غواړي. خپل کار وکړئ، یوازې د پیسو په خاطر نه، بلکې په شوق سره.
3کوم خلک چې تاسو ته سپارل شوي دي په هغوی باندې باداري مه کوئ، بلکې د هغې رمې دپاره یو مثال اوسئ.
4کله چې مشر شپون راښکاره شي نو تاسو ته به د جلال څخه ډک تاج درکړل شي چې هېڅکله له منځه نه ځي.
5همدارنګه ای ځوانانو! د خپلو مشرانو تابع اوسئ. او تاسو ټول د عاجزۍ پټۍ تر ملا وتړئ او د یو بل خدمت کوئ ځکه د خدای کلام وایي: «خدای د کبرجنو خلکو په خلاف دی او په عاجزانو باندې فضل کوي.»
6خپل ځانونه د خدای د قدرت په وړاندې عاجزان کړئ، ترڅو تاسو په یو مناسب وخت کې سرلوړي کړي،
7او خپلې ټولې اندېښنې هغه ته پرېږدئ، ځکه چې هغه په تاسو باندې پام کوي.
8هوښیار او ویښ اوسئ، ځکه چې ستاسو دښمن شیطان د غړمبېدونکي زمري په شان ګرځي او راګرځي او په دې لټه کې دی چې څوک ژوندی تېر کړي.
9نو په ټینګ ایمان سره د شیطان په وړاندې کلک ودرېږئ، ځکه چې تاسو پوهېږئ چې ستاسو ایماندار ورونه په ټوله نړۍ کې همدا ډول کړاوونه زغمي.
10خو خدای چې د فضل او برکت نه ډک دی، مونږ یې د عیسی مسیح په نوم خپل تلپاتې جلال ته رابللي یو. کله چې تاسو د لږ وخت دپاره تکلیفونه ولیدل، نو هغه به تاسو بېرته جوړ، ټینګ او قوي کړي.
11د هغه قدرت دې تل ترتله وي. امین.
12ما دا لیک د سیلوانس په مرسته چې زه یې وفادار ورور ګڼم، په لنډ ډول ولیکه، ترڅو تاسو وهڅوم او شاهدي درکړم چې همدا د خدای رښتینی فضل دی. په هغه باندې ټینګ ودرېږئ.
13هغه کلیسا چې په څپرکیل کې ده او ستاسو په شان غوره شوې ده، تاسو ته سلام وایي او همدارنګه زما زوی مرقوس هم تاسو ته سلام وایي.
14یو بل په پاکه مینه ښکل کړئ او یو بل ته سلامونه وایئ. سلامتي دې وي په تاسو ټولو باندې چې د مسیح یئ.