Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1دا لیک د شمعون پطروس له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګار او رسول دی، هغو خلکو ته چې زمونږ د خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د عدالت په وسیله یې زمونږ په شان قیمتي ایمان تر لاسه کړی دی.
2د خدای او زمونږ د څښتن عیسی د پېژندلو له امله دې په تاسو باندې ډېر زیات فضل او سلامتي وي.
3د څښتن الهي قدرت مونږ ته هرڅه چې د دیندارۍ د ژوند تېرولو دپاره ورته اړتیا لرو، راکړي دي. مونږ دا هرڅه د هغه چا په پېژندلو سره تر لاسه کړي دي چې مونږ یې د خپل جلال او نېکۍ په وسیله رابللي یو.
4د همدې شیانو په وسیله هغه زمونږ سره ډېرې لویې او ارزښتناکې وعدې کړې دي چې د دې وعدو په وسیله تاسو کولای شئ د هغه فساد څخه چې په نړۍ کې شته او د بدو غوښتنو څخه پیدا کیږي، وتښتئ او د هغه په الهي ذات کې شریک شئ.
5-
7له همدې امله پوره کوښښ وکړئ چې خپل ایمان په نېکۍ او په نېکۍ سره د خدای پېژندنه، او د خدای په پېژندې سره په خپل نفس باندې واک لرل او په خپل نفس باندې په واک لرلو سره په صبر او زغم، او صبر او زغم په دیندارۍ، او دینداري د ورورولۍ په مینه او د ورورولۍ په مینه په مینه کامله کړئ.
8که چېرې په تاسو کې دا صفتونه موجود وي او په هغو کې وده وکړئ، نو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په پېژندګلوۍ کې به اغېزناکه او ګټور اوسئ.
9خو که په چا کې دا صفتونه نه وي، نو هغه لنډ فکره او ړوند دی او د خپلو پخوانیو ګناهونو څخه پاکېدل یې هېر کړي دي.
10نو ای خویندو او ورونو! ډېر کوښښ وکړئ چې دا ثابته کړئ چې تاسو په رښتیا سره د هغو خلکو څخه یئ چې خدای رابللي او غوره کړي دي. که داسې وکړئ نو تاسو به هېڅکله بې ایمانه نه شئ او ګناه به نه کوئ.
11نو په دې ډول به تاسو زمونږ د څښتن او خلاصوونکی عیسی مسیح تلپاتې پاچاهۍ ته په عزت سره وردننه شئ.
12نو زه به تل تاسو ته دا شیان در په یادوم، سره له دې چې تاسو ورباندې پوهېږئ او په هغه حقیقت باندې چې تاسو ته ښودل شوی دی، ټینګ ولاړ یئ.
13نو ځکه زه لازمه ګڼم چې ترڅو پورې چې ژوندی یم نو تاسو به هڅوم چې دا شیان په یاد وساتئ.
14زه پوهېږم چې ډېر زر به خپل فاني وجود له لاسه ورکړم لکه څنګه چې زمونږ څښتن عیسی مسیح ماته ښکاره ویلي دي.
15نو زه به پوره کوښښ وکړم چې زما د مرګ نه وروسته به تاسو تل دا خبرې په یاد وساتئ.
16کله چې مونږ تاسو خبر کړئ چې زمونږ څښتن عیسی مسیح به څنګه په قدرت سره راځي، نو مونږ هغو نکلونو پسې چې په ځیرکۍ سره جوړې شوې دي ونه ګرځېدو، بلکې مونږ په خپلو سترګو د هغه لویي لیدلې ده.
17مونږ هلته وو، کله چې پلار خدای هغه ته عزت او جلال ورکړ، په هغه وخت کې د خدای د بې شانه جلال څخه یو اواز راغی چې ویل یې: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم.»
18کله چې مونږ د هغه سره په مقدس غره کې وو نو دا اواز مو واورېد چې د اسمان نه راغی.
19نو زمونږ باور په هغه پیغام باندې چې د پیغمبرانو له خوا اعلان شوی ؤ، نور هم زیات شو. نو دا به ښه وي چې تاسو هغه پیغام ته زیات پام وکړئ، ځکه چې دا د هغې ډېوې په شان دی چې په تیاره کې ځلیږي، ترڅو سهار شي او د سهار ستوری ستاسو په زړونو کې وځلیږي.
20خو د هرڅه نه مخکې باید په دې پوه شئ چې هېڅ پیغمبر نه شي کولای چې له خپله ځانه د خدای د کلام پېشګویۍ تفسیر کړي.
21ځکه چې هېڅ پېشګویي د انسان په اراده نه ده شوې، بلکې انسانانو د روح القدس تر تاثیر لاندې د خدای له خوا خبرې کړې دي.