Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1خو لکه څنګه چې مخکې په اسراییلو کې هم جعلي پیغمبران پیدا شوي وو، همداسې به ستاسو په منځ کې هم د دروغجن استاذان راپیدا شي. هغوی به په پټه تباه کوونکی او د غلطو عقیدو تعلیم ورکوي. حتی هغوی به د هغه بادار نه هم انکار کوي چې هغوی یې په بیه اخیستي دي او په خپلو ځانونو باندې به ډېر زر تباهي راولي.
2ډېر خلک به د هغوی په غیر اخلاقي لارو روان شي او د هغوی له امله به د حقیقت لاره بدنامه شي.
3دا دروغجن استاذان به د خپل حرص له امله د هغو کیسو په ویلو سره چې له ځانه یې جوړې کړې دي، ستاسو څخه ګټه واخلي. خو خدای لا د پخوا نه دا پرېکړه کړې ده چې هغوی ته سزا ورکړي او د هغوی په تباه کولو کې به ځنډ رامنځته نه شي.
4ځکه خدای هغه فرښتې چې ګناه یې کړې وه بې سزا پرېنښودلې، بلکې دوزخ ته یې ولېږلې او په تیارو کندو کې یې واچولې چې په هغه ځای کې د قضاوت تر ورځې پورې وساتل شي.
5همدارنګه په پخوا زمانه کې یعنې د نوح د توفان نه مخکې هم خدای څوک بې سزا پرېنښودل، بلکې د هغه وخت په بې دینه خلکو یې سېلاب راوست او یوازې نوح یې چې د عدالت وعظ کوونکی ؤ، د نورو اووه کسانو سره خوندي وساتل.
6وروسته بیا خدای د سدوم او عموره ښارونو ته سزا ورکړه او هغه یې په اور باندې له منځه یووړل او په ایرو یې بدل کړل، ترڅو د راتلونکې زمانې د بې دینه خلکو دپاره عبرت وي.
7خو خدای لوط چې نېک سړی ؤ او د بدکاره خلکو د غیر اخلاقي چلند څخه تنګ شوی ؤ، وژغوره.
8ځکه چې هغه نېک سړی چې د هغوی په منځ کې اوسېده، د هغه پاک زړه به هره ورځ د هغوی د بدو کارونو په لیدلو او اورېدلو ځورېده.
9نو څښتن پوهیږي چې څنګه دینداره خلک د خپلو ازمایښتونو څخه خلاص کړي او بدکاره خلکو ته د قضاوت تر ورځې پورې په پرله پسې توګه سزا ورکړي،
10په ځانګړې توګه هغه خلک چې د جسماني ناپاکو غوښتنو پسې ګرځي او د خدای واک او اختیار سپک ګڼي.دا د دروغجنو استاذانو بې باکي او خپل سري ده چې اسماني روحاني موجوداتو ته د کفر ویلو څخه نه وېریږي.
11سره له دې چې فرښتې د دې دروغجنو استاذانو څخه ډېرې قوي او قوي دي، خو د څښتن په حضور کې په سپکو خبرو سره هغوی نه ملامتوي.
12دا خلک د بې شعوره ځناورو په شان د دې دپاره پیدا شوي دي چې ونیول شي او ووژل شي. د کومو شیانو څخه چې خبر نه دي د هغو په هکله سپکې خبرې وایي. نو هغوی به د ځنګلي ځناورو په شان تباه شي.
13د نورو خلکو سره چې هغوی کومه بدي کړې ده نو په بدل کې به یې بدي وویني. هغوی په رڼا ورځ د عیاشۍ نه خوند اخلي. دروغجن استاذان بې شرمه او بې عزته خلک دي. کله چې هغوی ستاسو سره په مېلمستیا کې کښېني، نو ستاسو د بدنامۍ سبب ګرځي، ځکه چې هغوی په خپلو غولولو باندې خوشحالیږي.
14هغوی ښځو ته د زنا په سترګو ګوري او هېڅکله د ګناه څخه لاس نه اخلي. هغوی هغه څوک چې په خپل ایمان کې ټینګ نه دي، په دام کې رانیسي. د هغوی زړونه په حرص اموخته شوي دي او په هغوی د خدای لعنت دی.
15هغوی سمه لاره پریښې ده او بې لارې شوي دي او د بعور د زوی بلعام په لاره روان دي چا چې د هغو پیسو سره مینه لرله چې په بدو کارونو یې ګټلې.
16خو بلعام د خپلو بدو کارونو په خاطر ورټل شو. ځکه چې یو خره د انسان په ژبه خبرې وکړې او هغه نبي یې د لېونتوب د کارونو څخه منع کړ.
17دا خلک د وچو چینو په شان دي او د هغو ورېځو په شان دي چې باد یې وړي راوړي. خدای د هغوی دپاره په تورو تیارو کې ځای تیار کړی دی.
18هغوی لاپې وهي او بې عقلې خبرې کوي. او د جسماني غوښتنو څخه په کار اخیستلو سره هغه خلک په دام کې رانیسي چې همدا اوس د هغو خلکو څخه تښتېدلي دي چې په بې لارې کې ژوند تېروي.
19هغوی ته د ازادۍ وعده ورکوي خو حال دا چې په خپله د فساد غلامان دي، ځکه څوک چې د کوم شي تابع وي، نو د هغه غلام هم دی.
20ځکه کله چې هغوی زمونږ د څښتن او خلاصوونکي عیسی مسیح د پېژندنې په وسیله د دې نړۍ د ناپاکیو څخه خلاص شول او بیا وروسته په هغ�� ناپاکیو کې راګېر او هغوی یې لاندې کړل، نو د هغوی وروستنی حال به د اول نه هم ډېر ډېر بد وي.
21ځکه چې د هغوی دپاره به دا ښه وای چې هېڅکله یې د خدای د عدالت لاره نه وای پېژندلې، له دې نه چې ویې پېژني او د هغه سپېڅلي حکم څخه مخ واړوي چې ورته ورکړل شوی دی.
22د هغوی سره چې څه وشول نو دا متل یې په هکله رښتیا کیږي: «سپی خپلې کانګې بېرته څټي.» او «لمبول شوی خوګ بېرته په خټو کې رغړي.»