Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1ګرانو دوستانو! دا دوهم لیک دی چې تاسو ته یې لیکم. په دواړو لیکونو کې مې هڅه کړې ده چې د دې شیانو په یادولو سره ستاسو په ذهنونو کې پاک خیالونه رابېدار کړم.
2زه غواړم تاسو ته هغه خبرې چې مخکې سپېڅلو پیغمبرانو درته کړې دي او زمونږ د څښتن او خلاصوونکي هغه حکم در په یاد کړم چې د خپلو رسولانو په وسیله یې درکړی دی.
3د هرڅه نه مخکې باید تاسو خبر شئ چې په اخرنیو ورځو کې به داسې مسخره خلک راپیدا شي چې د خپلو بدو خواهشاتو سره سم به ژوند تېروي او په تاسو باندې به ملنډې وهي.
4هغوی به وایي: «هغه چا چې وعده کړې ده چې راځي، هغه وعده څه شوه؟ ځکه د کوم وخت نه چې زمونږ نیکونه مړه شوي دي، نو هرڅه هماغسې روان دي لکه څنګه چې د نړۍ د پیدایښت له وخته روان وو.»
5هغوی په قصدي ډول دا هېروي چې ډېر پخوا خدای حکم وکړ او اسمانونه پیدا شول. او د خدای د حکم په وسیله ځمکه د اوبو څخه جدا شوه او د اوبو نه وچه ځمکه رامنځته شوه.
6همدارنګه د اوبو یعنې د سېلاب د اوبو په وسیله هغه پخوانۍ نړۍ د اوبو لاندې شوه او تباه شوه.
7خو موجوده اسمانونه او ځمکه د خدای د هماغه حکم په وسیله ساتل شوي دي، ترڅو هغه د اور په وسیله له منځه یوسي. هغه اسمانونه او ځمکه به تر هغې ورځې پورې وساتل شي چې د بې دینه خلکو په هکله قضاوت وشي او هغوی تباه شي.
8خو ګرانو دوستانو! یوه خبره مه هېروئ چې د څښتن په نظر کې یوه ورځ د زرو کلونو او زر کلونه د یوې ورځې په شان دي.
9څښتن په خپله وعده کې ځنډ یا سستي نه کوي لکه څنګه چې ځینې خلک یې ځنډ ګڼي. هغه تاسو ته صبر کوي، ځکه نه غواړي چې څوک تباه شي، بلکې غواړي چې ټول د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي.
10خو د څښتن د راتللو ورځ به لکه غل په شان ناڅاپه راځي. په هغه ورځ به اسمانونه په یو هیبتناکه اواز له سترګو پناه شي، اسماني موجودات به وسوځي او له منځه به لاړ شي او ځمکه او هرڅه چې په هغې کې دي هغه به له منځه لاړ شي.
11نو څرنګه چې دا ټول شیان په دې ډول له منځه تلونکي دي نو تاسو باید څه ډول اوسئ؟ تاسو باید پاک او په دیندارۍ کې ژوند تېر کړئ.
12د خدای د ورځې راتګ ته سترګې په لاره اوسئ چې زر راشي. په هغه ورځ به اسمانونه وسوځي او له منځه به لاړ شي او اسماني موجودات به د ګرمۍ له لاسه ویلي شي.
13خو مونږ د خدای د وعدې له مخې د نویو اسمانونو او ځمکې انتظار کوو چې په هغو کې به عدالت ټینګ شي.
14نو ګرانو دوستانو! څرنګه چې تاسو د هغې ورځې انتظار کوئ، نو ډېر کوښښ وکړئ چې د خدای په نظر کې پاک او بې عیبه اوسئ او په سوله او سلامتي کې خپل ژوند تېر کړئ.
15زمونږ د څښتن صبر یو خلاصون وګڼئ، لکه څنګه چې زمونږ ګران ورور پولوس هم د هغه حکمت له مخې چې خدای ورته ورکړی دی تاسو ته لیکلي دي.
16هغه په خپلو ټولو لیکونو کې د دې شیانو په هکله خبرې کوي. په هغو کې ځینې داسې خبرې شته چې پوهېدل ورباندې ګران دي او ناپوهه او بدلېدونکي خلک هغه د پیغمبرانو د نورو لیکنو په شان غلط تعبیروي، نو هغوی په خپلو ځانونو باندې تباهي راولي.
17ګرانو دوستانو! خو تاسو له مخکې نه خبر یئ، نو پام کوئ، هسې نه چې د بې اصوله خلکو د غلط تعلیم له امله بې لارې شئ او خپل استقامت او په ایمان کې ټینګوالی د لاسه ورکړئ.
18بلکې زمونږ د څښتن او خلاصوونکي عیسی مسیح په فضل او پېژندنه کې پرمختګ وکړئ. ثنا دې وي هغه ته اوس او تل ترتله. امین!