Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
10 verses
1مونږ تاسو ته د هغه کلام په هکله لیکو چې ژوندون ورکوي یعنې هغه کلام چې له ازله موجود ؤ او مونږ هغه اورېدلی او په خپلو سترګو مو لیدلی دی. هو، مونږ ورته وکتل او زمونږ لاسونو هغه لمس کړي دي.
2هغه ژوندون مونږ ته ښکاره شو او مونږ هغه ولیده. نو مونږ د هغه په هکله شاهدي ورکوو او د هغه تلپاتې ژوندون نه چې د پلار سره ؤ او مونږ ته ښکاره شو تاسو خبروو.
3څه چې مونږ لیدلي او اورېدلي دي تاسو ورباندې خبروو، ترڅو په هغه ملګرتیا کې چې مونږ یې د پلار او د هغه د زوی عیسی مسیح سره لرو، تاسو هم زمونږ سره شریک شئ.
4دا مونږ د دې دپاره تاسو ته لیکو چې زمونږ او ستاسو خوشحالي پوره شي.
5دا هغه پیغام دی چې مونږ د عیسی نه واورېد او تاسو ته یې اعلانوو: خدای رڼا ده او په هغه کې هېڅ تیاره نشته.
6که چېرې مونږ وایو چې د خدای سره ملګرتیا لرو خو بیاهم په تیارو کې اوسېږو نو مونږ دروغجن یو او د رښتینولۍ د لارې سره سم ژوند نه تېروو.
7خو که چېرې مونږ په رڼا کې ژوند کوو لکه څنګه چې هغه په رڼا کې دی، نو بیا مونږ په خپلو کې یو د بله سره ملګرتیا لرو او د هغه د زوی عیسی وینه مونږ د خپلو ټولو ګناهونو څخه پاکوي.
8که چېرې مونږ ووایو چې بې ګناه یو، نو مونږ خپل ځانونه غولوو او په مونږ کې حقیقت نشته.
9خو که مونږ په خپلو ګناهونو باندې اقرار وکړو، نو هغه وفادار او عادل دی. هغه به زمونږ ګناهونه وبخښي او مونږ به د ټولو بدیو څخه پاک کړي.
10که مونږ ووایو چې مونږ هېڅ ګناه نه ده کړې، نو خدای دروغجن ګڼو او د هغه کلام زمونږ په زړونو کې ځای نه لري.