Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1ای زما ګرانو بچیانو، زه دا خبرې د دې دپاره تاسو ته لیکم چې تاسو ګناه ونه کړئ. خو که چېرې څوک ګناه وکړي، نو د پلار سره زمونږ یو څوک شته چې زمونږ شفاعت به کوي، یعنې عیسی مسیح چې عادل دی.
2هغه په خپله زمونږ د ګناهونو کفاره کوونکی دی، یوازې زمونږ د ګناهونو دپاره نه بلکې د ټولې نړۍ د ګناهونو دپاره.
3که چېرې مونږ د هغه په حکمونو باندې عمل وکړو نو ډاډه یو چې هغه پېژنو.
4که چېرې څوک وایي چې زه هغه پېژنم، خو د هغه په حکمونو باندې عمل نه کوي نو هغه دروغجن دی او هېڅ رښتیا په هغه کې نشته.
5خو که څوک د هغه په کلام باندې عمل کوي نو د هغه په زړه کې په رښتیا سره د خدای دپاره مینه کامله شوې ده. نو په دې ډول کولای شو په دې ډاډه شو چې مونږ د خدای سره ملګرتیا لرو.
6که چېرې څوک ووایي چې هغه د خدای سره په شراکت کې اوسیږي، نو باید داسې ژوند وکړي لکه څنګه چې عیسی کاوه.
7ګرانو دوستانو، زه تاسو ته کوم نوی حکم نه لیکم بلکې دا زوړ حکم دی، یعنې هغه حکم چې د پیل نه تاسو ته درکړل شوی دی. دا زوړ حکم هماغه پیغام دی چې پخوا مو اورېدلی دی.
8خو بیاهم زه تاسو ته یو نوی حکم لیکم او د هغه رښتینولي هم په مسیح او هم په تاسو کې لیدل کیږي. ځکه چې تیاره ورکیږي او حقیقي رڼا د ځلېدلو په حال کې ده.
9که څوک دا دعوه کوي چې هغه په رڼا کې ژوند تېروي خو د خپل ورور نه کرکه کوي نو هغه لا تر اوسه په تیاره کې دی.
10که څوک د خپل ورور سره مینه کوي، نو هغه په رڼا کې اوسیږي او د ګناه سبب به نه شي.
11خو که څوک د ورونو نه کرکه کوي نو هغه به په تیاره کې ژوند کوي او په تیاره کې به روان وي او په دې به نه پوهیږي چې چېرته روان دی، ځکه چې تیارې د هغه سترګې ړندې کړي دي.
12ای ګرانو بچیانو، زه تاسو ته لیکم ځکه چې ستاسو ګناهونه د مسیح د نوم په خاطر بخښل شوي دي.
13ای پلرونو، زه تاسو ته لیکم ځکه چې تاسو هغه پېژنئ چې له ازله موجود دی.ای ځوانانو، زه تاسو ته لیکم ځکه چې تاسو په شیطان باندې بریالي شوي یئ.
14ای ګرانو بچیانو، تاسو ته مې ولیکل، ځکه چې تاسو پلار پېژنئ.ای پلرونو، تاسو ته مې ولیکل ځکه چې تاسو هغه پېژنئ چې له ازله موجود دی.ای ځوانانو، ما تاسو ته ولیکل، ځکه چې تاسو قوي یئ او د خدای کلام په تاسو کې اوسیږي او تاسو په شیطان باندې بریالي شوي یئ.
15د نړۍ او هغو شیانو سره چې په نړۍ کې دي مینه مه کوئ، ځکه څوک چې د نړۍ سره مینه کوي په هغه کې د پلار خدای دپاره مینه نشته.
16ځکه چې هر هغه څه چې په نړۍ کې دي یعنې نفساني خواهشات، د سترګو شوق او هرڅه چې خلک ورباندې غرور کوي، هغه د پلار له خوا نه بلکې د دې نړۍ شیان دي.
17دنیاوي خواهشات تېرېدونکي دي، خو څوک چې د خدای رضا پوره کوي هغه به تل ترتله ژوندی وي.
18ګرانو بچیانو، دا اخرنی وخت دی. تاسو اورېدلي وو چې د مسیح دښمن راروان دی او اوس د مسیح ډېر دښمنان راښکاره شوي دي، نو له دې امله مونږ پوهېږو چې دا اخرنی وخت دی.
19دا خلک زمونږ سره نه وو، نو ځکه هغوی زمونږ نه لاړل. که هغوی زمونږ وای نو زمونږ سره به پاتې شوي وای. خو کله چې هغوی لاړل نو معلومه شوه چې هغوی په رښتیا سره زمونږ نه وو.
20خو د خدای سپېڅلی تاسو ته روح القدس درکړی دی، نو له همدې امله تاسو ټولو ته حقیقت معلوم دی.
21نو دا مې تاسو ته له دې امله نه دي لیکلي چې د حقیقت څخه بې خبره یئ، بلکې دا چې تاسو ورباندې خبر یئ او همدارنګه تاسو پوهېږئ چې دروغ هېڅکله هم د رښتیا څخه نه راپیدا کیږي.
22نو بیا هغه دروغجن څوک دی؟ دا هغه څوک دی چې وایي چې عیسی هماغه مسیح نه دی. دا سړی د مسیح دښمن دی ځکه چې هغه پلار او زوی دواړو نه مني.
23څوک چې زوی نه مني نو پلار هم نه مني او څوک چې زوی ومني نو پلار یې هم منلی دی.
24نو ګورئ، تاسو چې له پیل نه کوم څه اورېدلي دي هغه په خپلو زړونو کې وساتئ. که داسې وکړئ نو تاسو به هم د زوی او پلار سره په شراکت کې واوسېږئ.
25او دا هغه څه دي چې خپله مسیح وعده کړې ده چې مونږ ته به تلپاتې ژوندون راکوي.
26زه دا شیان د هغو خلکو په هکله تاسو ته لیکم چې غواړي تاسو بې لارې کړي.
27خو مسیح تاسو ته روح القدس درکړی دی او هغه په تاسو کې اوسیږي، نو تاسو اړتیا نه لرئ چې کوم څوک درته تعلیم درکړي. ځکه چې روح القدس تاسو ته د ټولو شیانو په هکله تعلیم درکوي او د هغه تعلیم حقیقي تعلیم دی او دروغ په کې نشته. نو لکه څنګه چې هغه درته تعلیم درکړی دی د هغه سره په شراکت کې واوسېږئ.
28هو، ای ګرانو بچیانو! د هغه سره په شراکت کې اوسئ چې کله هغه راښکاره شي نو مونږ به ډاډه اوسو او د هغه په راتللو سره به د هغه په حضور کې ونه شرمېږو.
29څرنګه چې تاسو په دې پوه شوي یئ چې مسیح عادل دی نو باید ډاډه اوسئ چې هرڅوک چې عدالت کوي هغه د خدای روحاني اولاد دی.