Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1وګورئ، پلار مونږ ته څومره ډېره مینه راکړې ده. د هغه مینه دومره زیاته ده چې مونږ د خدای د اولادونو په نوم یادېږو او په حقیقت کې مونږ همداسې یو. دا چې نړۍ مونږ نه پېژني علت یې دا دی چې هغه یې نه دی پېژندلی.
2ګرانو دوستانو، اوس مونږ د خدای اولادونه یو، او دا چې څنګه واوسو، تر اوسه معلومه نه ده. خو په دې پوهېږو چې کله مسیح راښکاره شي نو مونږ به د هغه په شان شو، ځکه چې هغه به هماغه شان ووینو لکه څنګه چې دی.
3هرڅوک چې د مسیح نه دا هیله لري نو هغه خپل ځان داسې پاک ساتي لکه څنګه چې مسیح پاک دی.
4هرڅوک چې ګناه کوي هغه شریعت ماتوي، ځکه چې ګناه په خپله د شریعت ماتول دي.
5تاسو پوهېږئ چې مسیح د دې دپاره راغی چې ګناهونه لېرې کړي او په هغه کې هېڅ ګناه نشته.
6نو هرڅوک چې د مسیح سره په شراکت کې اوسیږي هغه نوره ګناه نه کوي او هرڅوک چې د ګناه کولو عادت لري، هغه یې هېڅکله نه لیدلی او نه یې پېژندلی دی.
7ای ګرانو بچیانو! مه پرېږدئ چې څوک تاسو بې لارې کړي. هرڅوک چې نېک کارونه کوي هغه نېک دی، لکه څنګه چې مسیح نېک دی.
8هرڅوک چې د ګناه کولو عادت لري هغه د شیطان اولاد دی، ځکه چې شیطان د ازله ګناه کوله، خو د خدای زوی د همدې دپاره راغی چې د شیطان کارونه برباد کړي.
9هرڅوک چې د خدای اولاد وي هغه د ګناه کولو عادت نه لري، ځکه چې په هغه کې د خدای ذات دی. هغه د خدای اولاد دی نو ځکه ګناه نه شي کولای.
10د خدای د اولاد او د شیطان د اولاد ترمنځ فرق ښکاره دی. څوک چې نېکي نه کوي او یا د ورونو سره مینه نه کوي هغه د خدای اولاد نه دی.
11کوم پیغام چې تاسو له پیل نه اورېدلی دی هغه دا دی: د یو بل سره باید مینه وکړو.
12مونږ باید د قاین په شان ونه اوسو. هغه د شیطان اولاد او خپل ورور یې مړ کړ. هغه یې ولې مړ کړ؟ ځکه چې د هغه خپل عملونه بد وو او د ورور کارونه یې نېک وو.
13نو زما ورونو! که چېرې د نړۍ خلک ستاسو نه کرکه کوي نو په دې مه حیرانېږئ.
14مونږ پوهېږو چې د مرګ نه تېر شوي یو او ژوندون ته راغلي یو، ځکه چې د ورونو سره مینه کوو. او په چا کې چې مینه نشته هغه لا تر اوسه د مرګ په حال کې دی.
15هرڅوک چې د خپل ورور نه کرکه کوي هغه قاتل دی او تاسو پوهېږئ چې هېڅ قاتل تلپاتې ژوندون نه لري.
16نو له همدې امله مونږ پوهېږو چې مینه څه شی دی، ځکه چې مسیح زمونږ په خاطر خپل ځان قربان کړ، نو مونږ هم باید خپل ځانونه د ورونو په خاطر قربان کړو.
17که چېرې کوم څوک دنیاوي شتمني ولري او ګوري چې ورور یې محتاج دی او زړه ورباندې نه سوځوي نو هغه څنګه دعوه کولای شي چې په زړه کې یې د خدای مینه شته؟
18ګرانو بچیانو! زمونږ مینه دې یوازې په خبرو یا په ژبه نه بلکې عملي او رښتینې وي.
19نو په دې به مونږ پوه شو چې مونږ د حقیقت پیروان یو او له دې امله به زمونږ زړونه د خدای په حضور کې ډاډه وي.
20که چېرې زمونږ وجدان مونږ ملامتوي نو مونږ ډاډه یو چې خدای زمونږ د وجدان نه ډېر لوی دی او د هرڅه نه خبر دی.
21ګرانو دوستانو! که چېرې زمونږ وجدان مونږ نه ملامتوي، نو کولای شو چې په ډاډه زړه د خدای حضور ته راشو
22او هرڅه چې ورڅخه وغواړو هغه یې راکوي، ځکه چې مونږ د هغه په حکمونو باندې عمل کوو او هرڅه چې هغه خوښوي هماغه کار کوو.
23د هغه حکم دا دی چې مونږ باید د هغه د زوی عیسی مسیح په نوم ایمان راوړو او د یو بل سره مینه وکړو لکه څنګه چې مسیح مونږ ته حکم کړی دی.
24هرڅوک چې د خدای په حکمونو باندې عمل کوي نو هغه په خدای کې اوسیږي او خدای په هغه کې. په دې ډول مونږ پوهېږو چې هغه د روح القدس په وسیله چې مونږ ته یې راکړی دی، په مونږ کې اوسیږي.