Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1ګرانو دوستانو، په هر روح باندې باور مه کوئ، بلکې هغه وازمایئ ترڅو ووینئ چې ایا هغه روح د خدای له خوا دی یا نه. ځکه چې په نړۍ کې ډېر جعلي پیغمبران راپیدا شوي دي.
2په دې ډول د خدای روح پېژندل کیږي: که چېرې څوک په دې اقرار وکړي چې عیسی مسیح د انسان په جسم کې راغلی دی، نو هغه د خدای له خوا دی.
3خو هر روح چې په دې اقرار نه کوي چې عیسی د خدای له خوا دی، نو دا د مسیح د دښمن روح دی چې د هغه په هکله مو اورېدلي دي چې نړۍ ته به راځي او هغه همدا اوس په دې نړۍ کې موجود دی.
4خو ای ګرانو بچیانو! تاسو د خدای یئ او تاسو په جعلي پیغمبرانو باندې بری موندلی دی، ځکه هغه روح چې په تاسو کې دی هغه د هغه چا نه ډېر قوي دی کوم چې د دې نړۍ دی.
5هغوی د دې نړۍ دي او نړۍ د هغوی خبرې اوري، ځکه چې هغوی د دنیاوي شیانو په هکله خبرې کوي.
6خو مونږ د خدای یو او هرڅوک چې خدای پېژني هغه زمونږ خبرو ته غوږ نیسي. څوک چې د خدای سره اړیکه نه لري، هغه زمونږ خبرو ته غوږ نه نیسي. په دې ډول مونږ رښتینی روح او دروغجن روح پېژنو.
7ګرانو دوستانو، راځئ چې د یو بل سره مینه وکړو، ځکه چې مینه د خدای له خوا ده. هرڅوک چې مینه کوي هغه د خدای اولاد دی او خدای پېژني.
8خو څوک چې مینه نه کوي هغه خدای نه پېژني، ځکه چې خدای مینه ده.
9د خدای مینه مونږ ته په دې ډول ښکاره شوه چې خپل یوازېنی زوی یې نړۍ ته راولېږه ترڅو د هغه په وسیله مونږ تلپاتې ژوندون ولرو.
10مینه همدا ده: دا نه ده چې مونږ د خدای سره وکړله، بلکې په دې کې ده چې خدای زمونږ سره وکړله او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره یې خپل زوی راولېږه ترڅو زمونږ ګناهونه وبخښل شي.
11ګرانو دوستانو! څرنګه چې خدای زمونږ سره داسې مینه وکړله نو مونږ هم باید یو د بل سره مینه وکړو.
12هېچا هم هېڅکله خدای نه دی لیدلی، خو که چېرې مونږ یو د بل سره مینه ولرو، نو خدای په مونږ کې اوسیږي او د هغه مینه به په مونږ کې کامله شي.
13خدای مونږ ته روح القدس راکړی دی نو ځکه مونږ پوهېږو چې مونږ په هغه کې اوسېږو او هغه په مونږ کې اوسیږي.
14مونږ په خپلو سترګو لیدلي او شاهدي ورکوو چې پلار خدای خپل زوی راولېږه ترڅو د نړۍ خلاصوونکی اوسي.
15که څوک اقرار کوي چې عیسی د خدای زوی دی، نو خدای به په هغه کې اوسیږي او هغه په خدای کې.
16مونږ پوه یو او باور لرو چې خدای زمونږ سره مینه لري. خدای مینه ده او هرڅوک چې په مینه کې خپل ژوند تېروي نو هغه په خدای کې اوسیږي او خدای په هغه کې اوسیږي.
17په دې وسیله د خدای مینه په مونږ کې کامله شوې ده چې د قضاوت په ورځ ډاډه اوسو، ځکه چې په دې نړۍ کې زمونږ ژوند د عیسی د ژوند په شان دی.
18په مینه کې وېره نشته، کامله مینه وېره لېرې کوي. څوک چې وېریږي نو هغه وېره د سزا په خاطر ده او په هغه کې مینه کامله شوې نه ده.
19مونږ په دې خاطر د یو بل سره مینه کوو ځکه چې لومړی خدای زمونږ سره مینه وکړه.
20که چېرې څوک ووایي چې زه د خدای سره مینه لرم، خو د خپل ورور نه کرکه کوي نو هغه دروغجن دی. که چېرې هغه خپل ورور سره چې لیدلی یې دی مینه نه کوي، نو دا نه شي کېدلی چې د خدای سره چې نه یې دی لیدلی مینه وکړي.
21مسیح چې کوم حکم مونږ ته راکړی دی، هغه دا دی: هرڅوک چې د خدای سره مینه کوي باید د خپل ورور سره هم مینه وکړي.