Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1هرڅوک چې په دې باندې ایمان لري چې عیسی هماغه مسیح دی، نو هغه د خدای اولاد دی او په هرچا باندې چې پلار ګران وي نو د هغه اولاد به هم ورباندې ګران وي.
2که چېرې مونږ د خدای سره مینه ولرو او د هغه په حکمونو باندې عمل وکړو نو بیا مونږ پوهېږو چې د خدای د اولادونو سره مینه کوو.
3دا د خدای سره مینه ده چې د هغه په حکمونو باندې عمل وکړو. د هغه حکمونه سخت نه دي،
4ځکه چې د خدای هر اولاد کولای شي چې په نړۍ باندې بری ومومي او دا بری زمونږ د ایمان په وسیله تر لاسه کیږي.
5هغه څوک دی چې په نړۍ باندې بری مومي؟ یوازې هغه څوک چې په دې ایمان لري چې عیسی د خدای زوی دی.
6عیسی مسیح هغه څوک دی چې د اوبو د تعمید او د خپلې وینې په تویولو سره راغی. هغه یوازې د اوبو سره نه بلکې د اوبو او وینو دواړو سره راغی. او روح القدس د دې شاهدي ورکوي، ځکه چې روح القدس حقیقت دی.
7نو درې شاهدان شته:
8یعنې روح القدس، اوبه او وینه، او درې واړه سره یو دي.
9څرنګه چې مونږ د انسان شاهدي قبلوو، نو د خدای شاهدي ډېره قوي ده او دا هغه شاهدي ده چې هغه د خپل زوی په هکله ورکړې ده.
10هرڅوک چې د خدای په زوی باندې ایمان لري نو دا شاهدي به د هغه په زړه کې وي. خو څوک چې په خدای ایمان نه لري نو هغه خدای دروغجن ګڼي، ځکه چې هغه د خدای په شاهدۍ باندې چې د خپل زوی په هکله یې ورکړې ده، ایمان نه لري.
11هغه شاهدي دا ده: خدای مونږ ته تلپاتې ژوندون راکړی دی او دا ژوندون د هغه په زوی کې دی.
12د هرچا سره چې د خدای زوی وي نو هغه تلپاتې ژوندون لري او د چا سره چې د خدای زوی نه وي نو هغه تلپاتې ژوندون نه لري.
13دا خبرې مې تاسو ته چې د خدای د زوی په نوم ایمان لرئ، ولیکلې چې په دې پوه شئ چې تلپاتې ژوندون لرئ.
14او دا هغه اعتماد دی چې مونږ یې په خدای لرو چې که د هغه نه کوم څه چې د هغه د رضا سره برابر وي وغواړو نو هغه به یې اوري.
15که چېرې مونږ په دې پوهېږو چې کله چې د هغه نه هرڅه وغواړو نو هغه یې اوري، نو په دې باندې هم باید پوه شو چې که هرڅه د هغه څخه وغواړو نو مونږ ته یې راکوي.
16که چېرې څوک خپل ورور په داسې ګناه کولو وویني چې پایله یې مرګ نه وي، نو د هغه دپاره دې خدای ته دعا وکړي او خدای به ورته ژوند ورکړي، یعنې هغه چاته چې داسې ګناه یې نه ده کړې چې انجام یې مرګ وي. خو داسې ګناه هم شته چې انجام یې مرګ دی او زه دا نه وایم چې تاسو د هغه دپاره دعا وکړئ.
17ټول بد کارونه ګناه ده، خو داسې ګناه هم شته چې انجام یې مرګ نه وي.
18مونږ پوهېږو چې د خدای اولادونه د ګناه کولو عادت نه لري، ځکه چې د خدای زوی د هغوی ساتنه کوي او شیطان ورته زیان نه شي رسولی.
19مونږ پوهېږو چې د خدای یو، او نوره ټوله نړۍ د شیطان د لاس لاندې ده.
20مونږ پوهېږو چې د خدای زوی راغلی دی او مونږ ته یې پوهه راکړه چې رښتینی خدای وپېژنو. مونږ د رښتیني خدای او د هغه د زوی عیسی مسیح سره ملګرتیا لرو. هغه رښتینی خدای او تلپاتې ژوندون دی.
21ګرانو بچیانو، خپل ځانونه د بتانو نه لېرې وساتئ.