Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1د ایماندارانو د مشر له خوا د خدای غوره شوې میرمنې او د هغې اولادونو ته چې په رښتیا راباندې ګرانه ده، یوازې په ما باندې نه، بلکې په هغو ټولو باندې چې د حقیقت څخه خبر دي،
2د هغه حقیقت په خاطر چې په مونږ کې دی او تل ترتله به زمونږ سره وي.
3د پلار خدای او د هغه زوی عیسی مسیح فضل، رحم او سلامتي دې وي په مونږ باندې، ترڅو دا ټول په مونږ کې چې په حقیقت کې اوسېږو او یو د بل سره مینه کوو پاتې وي.
4کله چې ما واورېدل چې ستا ځینې اولادونه لکه څنګه چې پلار مونږ ته حکم کړی دی په رښتینې لار روان دي، نو ډېر خوشحاله شوم.
5اوس ای ګرانې میرمنې! زه ستاسو نه یوه غوښتنه کوم چې د خدای خلک باید د یو د بل سره مینه وکړي. داسې فکر مه کوه چې زه تاته کوم نوی حکم لیکم بلکې دا هماغه حکم دی چې له پیل نه مونږ ته راکړل شوی ؤ.
6دا مینه داسې ده چې مونږ باید د خدای په حکمونو باندې عمل وکړو. دا هماغه حکم دی چې تاسو له پیل نه اورېدلی دی او هغه حکم دا دی چې تاسو باید په مینه کې ژوند وکړئ.
7ډېر غولوونکي په نړۍ کې خواره شوي دي چې دا نه مني چې عیسی د انسان په جسم نړۍ ته راغلی دی. داسې خلک غولوونکې دي او د مسیح دښمنان دي.
8خبردار اوسئ چې مونږ د کوم څه دپاره خواري کړې ده چې هغه لاسته راوړو، هغه برباد نه شي بلکې خپل پوره اجر تر لاسه کړو.
9هرڅوک چې د مسیح په تعلیم باندې ټینګ پاتې نه شي او د هغه نه وګرځي، نو خدای د هغه سره مل نه دی. خو که چېرې څوک د هغه په تعلیم باندې ټینګ ولاړ وي نو د هغه سره به پلار او زوی دواړه مل وي.
10که چېرې کوم څوک تاسو ته راشي او هغه تعلیم درنه کړي چې مسیح درته درکړی ؤ، هغه په خپل کور کې د مېلمه په توګه قبول نه کړئ او تر دې چې سلام هم ورته ونه وایئ.
11ځکه چې هرڅوک چې هغه ته سلام ووایي نو هغه د هغه په بدو کارونو کې شریک دی.
12زما سره ډېرې خبرې شته چې غواړم تاسو ته یې ولیکم، خو زه نه غواړم چې هغه تاسو ته په قلم او کاغذ باندې ولیکم. زه په دې هیله یم چې راشم او تاسو ووینم او مخامخ درسره خبرې وکړم ترڅو زمونږ خوشحالي پوره شي.
13ستا د غوره شوې خور بچیان درته سلام وایي.