Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1د کلیسا د مشر له خوا ګران ګایوس ته چې په رښتیا راباندې ګران دی.
2زما ګرانه ملګریه! زه دعا کوم چې په هر کار کې بریالی اوسې او لکه څنګه چې په روحاني توګه روغ او جوړ یې، نو همداسې په جسماني توګه هم واوسې.
3کله چې ځینې ورونه راغلل او ماته یې ستا د وفادارۍ په هکله شاهدي راکړه او دا چې ته تل په رښتینې لاره ژوند تېروې، نو ډېر خوشحاله شوم.
4د دې نه زیاته خوشحالي ماته په بل هېڅ شي کې نشته چې کله واورم چې زما اولادونه په رښتینې لاره روان دي.
5ګرانه دوسته! ته په هغه خدمت کې چې دې مسیحیانو ته یې کوې ډېر وفادار یې، که څه هم ته هغوی نه پېژنې.
6هغوی د دې ځای کلیسا ته وویل چې د هغوی سره څومره مینه کوې. مهربانې وکړه د هغوی سره په سفر کې داسې مرسته وکړه لکه د هغو خلکو په شان چې د خدای خدمت کوي.
7ځکه چې هغوی مسیح ته د خدمت کولو په خاطر په سفر روان شول او د بې دینه خلکو نه هېڅ مرسته نه غواړي.
8نو مونږ باید د داسې خلکو سره مرسته وکړو او د حقیقت په خپرولو کې د هغوی سره ملګري شو.
9ما ستاسو کلیسا ته یو لیک ولېږه خو دیوترفیس چې خپل ځان د نورو څخه لوړ ښایي او زما واک نه مني.
10که زه درغلم نو د هغو کارونو په هکله چې هغه یې کوي او زمونږ په هکله بېځایه او بدې خبرې کوي، خبرې وکړم. هغه لا په دې هم قناعت نه کوي بلکې خپله هم مسیحیان نه مني او نور هم نه پرېږدي چې هغوی ته هرکلی ووايي او د مېلمنو مسیحیانو مرسته کوونکي د کلیسا څخه شړي.
11زما ګرانه دوسته، د بدۍ پیروي مه کوه، بلکې د نېکۍ پیروي کوه. کوم خلک چې نېک کارونه کوي، هغوی د خدای اولادونه دي او څوک چې بد کارونه کوي، هغوی هېڅکله هم خدای نه دی لیدلی.
12ټول خلک د دیمیتریوس په هکله ښه شاهدي ورکوي او حقیقت همدا دی. مونږ هم د هغه په هکله ښه شاهدي ورکوو او ته پوهېږې چې زمونږ شاهدي رښتیا ده.
13زما سره ډېرې خبرې شته چې غواړم تاته یې ولیکم، خو زه نه غواړم چې تاته هغه په قلم باندې ولیکم.
14زه هیله لرم چې ډېر زر دې ووینم او مخامخ در سره خبرې وکړم.
15سلامتي دې وي په تا باندې. ټول دوستان دې درباندې سلامونه وایي، زمونږ هر یو دوست ته سلامونه ووایه.