Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1دا لیک د یهودا له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګار او د یعقوب ورور دی، هغو خلکو ته لیکل شوی دی چې د پلار خدای له خوا رابلل شوي دي او مینه ورسره کوي او د عیسی مسیح په وسیله خوندي ساتل شوي دي.
2رحم، سلامتي او مینه دې په تاسو کې زیاته شي.
3ګرانو دوستانو! ما ډېر غوښتل چې تاسو ته د هغه خلاصون په هکله ولیکم چې مونږ ټول په کې شریک یو، خو دا مې ضروري وګڼله چې تاسو وهڅوم چې د هغه ایمان په خاطر چې خدای یوځل او د تل دپاره خپلو سپېڅلو خلکو ته ورکړی دی، هلې ځلې وکړئ.
4زه تاسو ته د دې دپاره وایم چې ځینې بې دینه خلک چې د غلطې عقیدې په هکله تعلیم ورکوي، په پټه په مونږ کې راننوتلي دي. دا هغه خلک دي چې ډېر پخوا د خدای په کلام کې هغوی ته د سزا ورکولو په هکله لیکل شوي دي. هغوی زمونږ د خدای فضل په غلطه تعبیروي، ترڅو د خپلو نفساني غوښتنو د پوره کولو دپاره بهانه جوړه کړي او زمونږ د یوازېني بادار او څښتن عیسی مسیح څخه انکار کوي.
5که څه هم تاسو لا د مخکې نه له دې څخه خبر یئ، خو زه غواړم تاسو ته در په یاد کړم چې څښتن څنګه د اسراییلو خلک د مصر څخه راوویستل، خو وروسته یې هغه خلک تباه کړل چې ایمان یې رانه ووړ.
6همدارنګه هغه فرښتې چې خپل مقام یې ونه ساته او خپل اصلي ځای یې پرېښود، خدای هغوی په تورو تیارو کې په تلپاتې زنځیرونو وتړلې او د قیامت تر ورځې پورې به یې چې سزا به ورته ورکوي، هلته ساتي.
7په همدې ډول د سدوم او عموره او د هغه شاوخوا ښارونه چې خلک یې د هغو فرښتو په شان په جنسي بد اخلاقۍ او ناروا خواهشاتو اخته شول او اوس ورته د عبرت په توګه په تلپاتې اور کې سزا ورکول کیږي.
8همدارنګه دا خلک داسې رویاګانې ویني چې هغوی دې ته مجبوروي چې خپل بدنونه ناپاکه کړي، د خدای واک او اختیار نه مني او جلالي موجوداتو ته بد رد وایي.
9حتی میکاییل چې د ټولو فرښتو مشره ده هغې هم کله چې د شیطان سره د موسی د مړي په هکله بحث کاوه، خپل ځان ته دا حق ورنه کړ چې په بدو خبرو هغه محکوم کړي بلکې ویې ویل: «څښتن دې تاته سزا درکړي.»
10خو دا خلک هغو شیانو ته چې پرې نه پوهیږي بد رد وایي او کله چې هغوی د بې شعوره ځناورو په شان عمل کوي او بې له دې چې فکر وکړي دا کارونه کوي، دا شیان د هغوی د تباهۍ سبب ګرځي.
11افسوس د هغوی په حال! ځکه چې هغوی په هغه لاره روان شول چې قاین ورباندې روان ؤ. هغوی د پیسو په خاطر د بلعام په شان بې لارې شول او د قورح په شان یې سرکښي وکړه او د هغه په شان هلاک شول.
12هغوی ستاسو د ملګرتیا مېلمستیاوې خرابوي، ځکه چې په بې شرمۍ سره خوري او څښي او یوازې د خپلو ځانونو په فکر کې دي. هغوی د بې بارانه ورېځو په شان دي چې بادونه یې ځغلوي. هغوی د مني بې مېوې ونې دي چې له بېخه ویستل شوې او بیخي مړې دي.
13هغوی د دریاب د هغو توفاني څپو په شان دي چې د شرم نه ډک کارونه یې لکه د ځګونو په شان د سیند په مخ راښکاره کیږي. هغوی د سرګردانه ستورو په شان دي او خدای د هغوی دپاره یو داسې ځای ساتلی دی چې هلته تل ترتله توره تیاره وي.
14ادریسچې د آدم څخه وروسته اووم نسل ؤ، د دې خلکو په هکله پېشګويي وکړه او ویلي یې دي: «ګورئ، څښتن به د خپلو زرګونو فرښتو سره راځي
15چې د ټولو خلکو په هکله قضاوت وکړي او هغو بې ایمانه خلکو ته د هغوی د بدو کارونو له امله چې کړي یې دي، سزا ورکړي. څښتن به دې بې دینه ګناهکارانو ته د هغو سختو خبرو سزا ورکړي چې د څښتن په ضد یې کړي دي.»
16دا خلک تل ګوریږي او شکایتونه کوي او خپلو بدو خواهشاتو پسې ګرځي. هغوی د خپلو ځانونو په هکله غټې غټې خبرې کوي او د خپلې ګټې دپاره نورو ته غوړه مالي کوي.
17خو ګرانو دوستانو! تاسو باید زمونږ د څښتن عیسی مسیح د رسولانو هغه خبرې چې مخکې یې کړې دي در په یاد کړئ.
18هغوی تاسو ته ویلي وو چې په اخره زمانه کې به داسې خلک پیدا شي چې په تاسو به ملنډې وهي او د خپلو بدو خواهشاتو پسې به ګرځي.
19دا خلک ستاسو په منځ کې بې اتفاقي راپیدا کوي، هغوی نفساني دي او روح ال��دس په کې نشته.
20خو ګرانو دوستانو! په خپل سپېڅلي ایمان کې ټینګ اوسئ، د روح القدس د قدرت په وسیله دعا کوئ،
21خپل ځانونه د خدای په مینه کې ټینګ وساتئ او زمونږ د څښتن عیسی مسیح د رحم په تمه اوسئ چې تاسو ته تلپاتې ژوندون درکړي.
22د هغو خلکو په اړه چې شک لري، زړه سواندي اوسئ.
23نور خلک د اور د لمبو نه راوباسئ او ویې ژغورئ. په وېرې سره په نورو خلکو باندې رحم وکړئ او حتی له هغو کالیو څخه چې د جنسي ګناهونو داغ ورباندې لګېدلی وي، کرکه کوئ.
24اوس هغه چاته چې کولای شي تاسو د تېروتنې څخه وساتي او بې عیبه او په ډېرې خوشحالۍ سره مو خپل د جلال څخه ډک حضور ته راولي،
25یعنې یوازېني خدای ته دې چې زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله زمونږ خلاصوونکی دی، جلال، لویي، قدرت او واک او اختیار وي، له ازله، اوس او تل ترتله! امین!