Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1دا د عیسی مسیح مکاشفه ده چې خدای هغه ته ورکړې وه، ترڅو هغه پېښې چې ډېر زر باید رامنځته شي خپلو خدمتګارانو ته وښایي. هغه دا مکاشفه خپل خدمتګار یوحنا ته د فرښتې د لېږلو په وسیله ښکاره کړه.
2یوحنا چې هرڅه لیدلي وو هغه یې بیان کړل. دا د خدای د کلام او هغه شاهدۍ چې د عیسی مسیح په هکله ده.
3بختور دی هغه څوک چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغام نورو ته په لوړ اواز لولي او بختور دي هغه خلک چې غوږ ورته نیسي او هغه څه چې لیکل شوي دي عمل ورباندې کوي، ځکه چې هغه وخت نژدې دی چې دا هرڅه به پېښ شي.
4د یوحنا له خوا هغو اوو کلیساګانو ته چې د اسیا په ولایت کې دي. په تاسو دې د هغه چا له خوا فضل او سلامتي وي چې هغه دی، هغه ؤ او هغه راتلونکی دی او د هغو اووه روحونو له خوا چې د هغه د پاچاهۍ د تخت په مخکې خدمت کوي،
5او د عیسی مسیح له خوا چې وفادار شاهد دی او لومړنی زېږېدلی دی چې له مړو نه اول راپاڅېده او د نړۍ د ټولو پاچاهانو سردار دی.هغه زمونږ سره مینه کوي او په خپله وینه یې مونږ د خپلو ګناهونو نه خلاص کړي یو.
6هغه مونږ پاچاهۍ ته ورسولو او زمونږ څخه یې کاهنان جوړ کړل، ترڅو د هغه د خدای یعنې د هغه د پلار خدمت وکړو. په هغه دې تل ترتله جلال او قدرت وي! امین.
7ګورئ، هغه په ورېځو کې راځي! هرڅوک به یې په خپلو سترګو وویني او حتی هغه خلک به یې هم وویني چې هغه یې په نېزې وواهه او د نړۍ ټول قومونه به په هغه باندې ویر کوي. هو، همداسې به وشي! امین.
8څښتن خدای وایي: «زه الف او یا یم. چې زه هغه څوک یم چې وم، یم او راتلونکی یم، یعنې مطلق قادر خدای.»
9زه ستاسو ورور یوحنا او د عیسی پیرو یم چې په کړاوونو، د خدای په پاچاهۍ او په صبر او زغم کې ستاسو سره شریک یم. زه د خدای د کلام د موعظې او د عیسی په هکله د شاهدۍ د ورکولو په خاطر د پاتموس په نوم جزیرې ته د سزا دپاره ولېږل شوم.
10دا د څښتن ورځ وه او روح القدس زه تر خپلې اغېزې لاندې راوستلم، بیا ما د شا له خوا د سرني په شان یو لوړ اواز واورېد
11چې ماته یې وویل: «څه چې وینې، هغه په یو کتاب کې ولیکه او هغو اووه کلیساګانو یعنې د افسیس، اسمیرنا، پرګاموم، تیاتیرا، ساردیس، فیلادلفیا او لایودیکیه کلیساګانو ته یې ولېږه.»
12ما خپل مخ راواړاوه چې ووینم دا څوک دی چې زما سره خبرې کوي. په هغه وخت کې مې د سرو زرو اووه څراغدانونه ولیدل.
13د هغو څراغدانونو په منځ کې د انسان په شان یو څوک ؤ چې یوه اوږده چپنه یې اغوستې وه او د سرو زرو یوه پټۍ یې د سینې څخه تاوه کړې وه.
14د سر ویښتان یې لکه د سپینې وړۍ یا واورې په شان سپین وو او سترګې یې د اور د لمبو په شان وې،
15پښې یې د هغو برنجو په شان چې په داش کې پاک شوي وي، ځلېدلې او اواز یې لکه د تېزو اوبو د غرهار په شان ؤ.
16هغه په خپل ښي لاس کې اووه ستوري نیولي وو او د خولې نه یې دوه مخې تېره توره راوتلې وه او مخ یې لکه د تېز لمر په شان ځلېده.
17کله چې ما هغه ولیده نو زه لکه د مړي په شان د هغه په پښو کې پرېوتلم، خو هغه خپل ښي لاس په ما کېښود او ویې ویل: «مه وېرېږه، زه اول او اخر یم.
18زه ژوندی یم، زه مړ شوم او اوس تل ترتله ژوندی یم او د مرګ او قبر کیلي ګانې زما سره دي.
19نو څه چې دې لیدلي دي هغه ولیکه، هغه څه چې اوس شته او هغه څه چې وروسته به پېښ شي.
20د هغو اووه ستورو معنی او پټ راز چې تا زما په ښي لاس کې لیدلي دي او د سرو زرو د څراغدانونو معنی دا ده: هغه اووه ستوري د اووه کلیساګانو فرښتې دي او هغه اووه څراغدانونه اووه کلیساګانې دي.»