Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1د افسیس د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې اووه ستوري یې په خپل ښي لاس کې نیولي دي او د سرو زرو د اووه څراغدانونو په منځ کې ګرځي.
2ستاسو کلیسا چې کوم زحمتونه ویستلي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. ما ستاسو زیار، صبر او زغم لیدلی دی. زه پوهېږم چې تاسو بدکاره خلک زغملی نه شئ. تاسو هغه خلک ازمایلي دي چې ځان ته رسولان وایي خو نه دي، او پوه شوي یئ چې هغوی دروغجن دي.
3زه پوهېږم چې تاسو صبر او زغم لرئ، تاسو زما په خاطر ډېرې ستونزې زغملې دي او ستومانه شوي نه یئ.
4خو زه ستاسو نه یوه ګیله لرم چې تاسو خپله لومړنۍ مینه له لاسه ورکړې ده.
5خو په یاد ولرئ چې تاسو د څومره لوړ مقام نه رالوېدلي یئ، نو توبه وباسئ او هغه کارونه کوئ چې مخکې مو کول. که توبه ونه باسئ نو زه به درشم او ستاسو څراغدان به د خپل ځای نه لېرې کړم.
6خو په تاسو کې یو ښه والی شته چې تاسو د نیکولاویانو د کارونو څخه کرکه کوئ، لکه څنګه چې زه ورڅخه کرکه کوم.
7څوک چې غوږونه لري، نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغه ته دې غوږ ونیسي! څوک چې بریالی شي، نو زه به ورته دا حق ورکړم چې د ژوندانه د ونې مېوه چې په جنت فردوس کې ده وخوري.»د اسمیرنا کلیسا ته عیسی مسیح پیغام
8د اسمیرنا د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې اول او اخر دی، چې مړ شو او بیا راژوندی شو.
9زه ستاسو د کلیسا د کړاوونو او غریبۍ نه خبر یم، خو په حقیقت کې تاسو شتمن یئ! زه د هغو خلکو د کفر ویلو څخه خبر یم چې ځان ته یهودیان وایي خو نه دي، بلکې هغوی د شیطان د کنیسې څخه دي.
10د کومو کړاوونو سره چې مخامخ کېږئ، د هغو څخه مه وېرېږئ. ګورئ، شیطان به ستاسو څخه ځینې زندانونو ته واچوي چې ومو ازمایي او تر لسو ورځو پورې به ځورېږئ، خو تر مرګه پورې وفادار پاتې شئ او زه به تاسو ته د ژوندون تاج درکړم.
11څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغه ته دې غوږ ونیسي. څوک چې بریالی شي، نو هغه به د دوهم مرګ عذاب ونه ویني.»
12د پرګاموم د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې دوه مخې تېره توره لري.
13زه خبر یم چې تاسو چېرته اوسئ. ستاسو کلیسا په هغه ځای کې ده چې د شیطان تخت په کې دی. خو بیاهم زما نوم ته وفادار پاتې شوئ. تاسو خپل ایمان له لاسه ورنه کړ، حتی په هغه وخت کې چې زما وفادار شاهد انتیپاس ستاسو په ښار یعنې هغه ځای کې چې شیطان په کې اوسیږي، شهید شو.
14خو زه ستاسو نه یو څو ګیلې لرم: په تاسو کې ځینې خلک شته چې د بلعام د تعلیم څخه پیروي کوي. هغه بلعام ؤ چې بالاق ته یې ورزده کړل چې څنګه اسراییلیان بې لارې کړي او هغوی وهڅوي چې هغه خواړه وخوري چې بتانو ته وړاندې شوي وو او زنا وکړي.
15همدارنګه ستاسو په منځ کې داسې خلک شته چې د نیکولاویانو د تعلیم څخه پیروي کوي.
16نو توبه وباسئ، که نه نو ډېر زر به درشم او په هغې تورې به د هغوی سره جنګ وکړم چې زما د خولې څخه راووځي.
17څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي، هغو ته دې غوږ ونیسي! څوک چې بریالی شي، نو زه به هغه ته هغه من چې په اسمان کې پټ دی، ورکړم او یوه سپینه تیږه به ورته ورکړم چې په هغې باندې به یو نوی نوم لیکل شوی وي چې هېڅوک به د هغې په معنی باندې پوه نه شي، خو پرته له هغه چې تیږه لاسته راوړي.»
18د تیاتیرا د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د خدای د زوی خبرې دي چې د هغه سترګې د اور د لمبو په شان او پښې یې د برنجو په شان ځلېدلې.
19ستاسو کلیسا ��ې کوم کارونه کړي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. او ستاسو د مینې، ایماندارۍ، خدمت او ستاسو د صبر او زغم نه خبر یم او پوهېږم چې ستاسو اوسني کارونه د پخوانیو کارونو څخه ډېر ښه شوي دي.
20خو زه ستاسو نه یوه ګیله لرم: تاسو هغې ښځې ته چې لکه ایزابل ده او ځان پیغمبره ګڼي، اجازه ورکړې چې په خپل تعلیم سره زما خدمتګاران بې لارې کړي، ترڅو هغوی زنا وکړي او هغه خواړه وخوري چې بتانو ته وړاندې شوي وو.
21ما هغې ته د توبې ویستلو وخت ورکړ، خو هغه نه غواړي چې د زناکارۍ نه لاس واخلي.
22زه به هغه د مریضۍ پر کټ باندې واچوم او هغه کسان چې د هغې سره یې زنا کړې ده، په مصیبت اخته کړم او تر هغې پورې به سخت ځوریږي، ترڅو یې د خپلو کارونو څخه چې د هغې سره یې کړي دي، توبه نه وي ویستلې.
23زه به د هغې اولادونه ووژنم. په دې کار به ټولې کلیساګانې پوه شي چې زه د انسانانو د فکرونو او زړونو څخه خبر یم او زه به تاسو هر یو ته د خپلو عملونو له مخې بدل درکړم.
24خو زه تاسو او نورو کسانو ته چې په تیاتیرا کې دي، وایم: تاسو دا تعلیم نه دی قبول کړی او هغه شیان مو نه دي زده کړي چې هغوی ورته د شیطان ژور رازونه وایي. زه به په تاسو باندې نور بار وانه چوم،
25خو په هر حال ترڅو چې زه راځم تاسو باید په هغه تعلیم باندې چې درکړل شوی دی، ټینګ ودرېږئ.
26څوک چې بریالی شي او تر اخره پورې زما په حکمونو باندې عمل وکړي، زه به هغه ته واک او اختیار ورکړم چې په ټولو قومونو باندې حکومت وکړي.
27هغه به ورباندې د اوسپنې په امسا حکومت کوي او د خاورینو لوښو په شان به یې ټوټې ټوټې کړي.
28لکه څنګه چې ما د خپل پلار له خوا دا واک او اختیار تر لاسه کړی دی، زه به هغه ته د سهار ستوری ورکړم.
29څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس یې کلیساګانو ته وایي هغو ته دې غوږ ونیسي.»