Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1د ساردیس د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې د خدای اووه روحونه او اووه ستوري ورسره دي چې د خدای خدمت کوي.زه ستاسو د کلیسا د ټولو کارونو څخه خبر یم، تاسو تش په نامه ژوندي یئ، خو تاسو مړه یئ.
2بېداره شئ او هغه څه چې په تاسو کې پاتې دي او د مړه کېدو په حال کې دي هغه قوي کړئ، ځکه چې ما ستاسو یو کار هم ونه لیده چې د خدای په نظر کې کامل وي.
3تاسو چې کوم څه زده کړي او اورېدلي دي، هغه په یاد ولرئ، عمل پرې وکړئ او توبه وباسئ. که تاسو بېدار نه شئ، نو زه به لکه د غله په شان ناڅاپه درشم او تاسو به خبر نه شئ چې زه څه وخت راغلم.
4خو بیاهم ستاسو سره په ساردیس کې ځینې خلک شته چې خپل کالي یې په بدیو چټل کړي نه دي. هغوی به په سپینو کالیو کې زما سره ګرځي، ځکه چې د دې لایق دي.
5هرڅوک چې بریالی شي نو همداسې سپین کالي به ورته واغوستل شي او زه به هېڅکله د هغه نوم د ژوندون د کتاب ژوندون د کتاب نه لېرې نه کړم، بلکې زه به د خپل پلار او د هغه د فرښتو په حضور کې اقرار وکړم چې هغه زما دی.
6څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغو ته دې غوږ ونیسي!»
7د فیلادلفیا د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې هغه سپېڅلی او رښتینی دی او دا هغه څوک دی چې د داود د پاچاهۍ کیلي ورسره ده، هغه چې کومه دروازه خلاصه کړي، نو هېڅوک نه شي کولای چې هغه بنده کړي او کومه دروازه چې بنده کړي، نو هېڅوک یې نه شي خلاصولی.
8ستاسو کلیسا چې کوم کارونه کړي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. ګوره، ما ستاسو په مخ یوه دروازه خلاصه کړې ده چې هېڅوک یې بندولی نه شي. زه پوهېږم چې تاسو کمزوري یئ، خو تاسو زما په کلام باندې عمل کړی دی او زما د نوم نه منکر شوي نه یئ.
9ګورئ، زه به هغه کسان چې د شیطان د کنیسې څخه دي او ځانونه یهودیان بولي خو هغوی یهودیان نه دي او دروغ وایي، زه به هغوی راولم او ستاسو پښو ته به پرېوځي او هغوی به پوه شي چې تاسو راباندې ګران یئ.
10په دې خاطر چې تاسو په صبر او زغم سره زما په کلام باندې عمل کړی دی، نو زه به هم تاسو د ازمایښت د هغه ساعت نه وساتم چې د نړۍ په ټولو خلکو باندې به راځي.
11زه زر راځم. نو څه چې درسره دي هغه ټینګ وساتئ، ترڅو هېڅوک ونه شي کولای ستاسو تاج واخلي.
12څوک چې بریالی شي، نو زه به د هغه نه د خپل خدای د کور ستنه جوړه کړم او هغه به هېڅکله ورڅخه دباندې ونه وځي. زه به په هغه باندې د خپل خدای نوم ولیکم او د خپل خدای د ښار یعنې نوي اورشلیم نوم چې د اسمان نه د خدای له خوا راښکته کیږي، ولیکم او همدارنګه خپل نوی نوم به په هغه باندې ولیکم.
13څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغو ته دې غوږ ونیسي!»
14د لاوودیکیا د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې امین دی، هغه وفادار او رښتینی شاهد دی او د خدای د پیدایښت پیل دی.
15ستاسو کلیسا چې کوم کارونه کړي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. زه پوهېږم چې تاسو نه ساړه یئ او نه تاوده، بلکې نیمګړي یئ. کاشکې چې تاسو تاوده یا ساړه وای،
16خو دا چې تاسو نه تاوده یئ او نه ساړه، بلکې نیمګړي یئ. نو زه به تاسو د خپلې خولې نه دباندې وغورځوم.
17ځکه تاسو وایئ: ‹مونږ شتمن یو، مونږ هرڅه لرو او هېڅ شي ته اړتیا نه لرو،› خو تاسو نه پوهېږئ چې تاسو بدبخته، بېچاره، غریب، ړوند او لوڅ یئ.
18زه تا ته مشوره درکوم چې زما څخه داسې سره زر واخله چې په اور کې پاک شوي دي چې شتمن شې، سپین کالي راڅخه واخله چې ته یې واغوندئ چې د لوڅوالي شرم دې پټ شي او د سترګو ملهم راڅخه واخله چې په موښلو سره یې ستا سترګې بینا شي.
19زه هغه څوک رټم او اصلاح کوم چې په ما ګران وي، نو غیرتمند اوسئ او توبه وباسئ.
20ګورئ، زه په دروازه کې ولاړ یم او هغه ټکوم. که څوک زما اواز اوري او دروازه خلاصه کړي، نو زه به ورننوځم. زه به د هغه سره او هغه به زما سره ډوډۍ وخوري.
21څوک چې بریالی شي نو زه به ورته دا حق ورکړم چې زما سره زما په تخت باندې کښېني، لکه څنګه چې زه بریالی شوم او د خپل پلار سره په تخت باندې کښېناستم.
22څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغو ته دې غوږ ونیسي!»