Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1له هغې وروسته ما وکتل او په اسمان کې مې یوه پرانیستې دروازه ولیدله. بیا مې یو اواز چې مخکې یې زما سره خبرې کړې وې او د سرني د اواز په شان ؤ، واورېد چې ویې ویل: «پورته راشه، زه به تاته وښایم چې له دې وروسته به څه پېښیږي.»
2سمدلاسه روح القدس زه تر خپلې اغېزی لاندې راوستلم او په اسمان کې مې یو تخت ولیده او په هغه تخت باندې یو څوک ناست ؤ.
3هغه څوک چې هلته ناست ؤ، د لعل او عقیق د تیږو په شان ځلېده او د تخت ګردچاپېره د بوډۍ ټال ؤ چې د زمردو په شان ځلېده.
4د تخت ګردچاپېره نور څلورویشت تختونه وو او په هغو باندې څلورویشت مشران ناست وو چې سپین کالي یې اغوستي وو او د سرو زرو تاجونه یې په سر وو.
5د هغه تخت څخه برېښنا، غرهار او د تندر اوازونه راتلل. د تخت په مخکې اووه سوځېدونکي څراغونه بلېدل. هغه د خدای اووه روحونه دي چې د خدای خدمت کوي.
6همدارنګه د هغه تخت په مخکې یوه بحیره وه چې د بلور د ښیښې په شان ښکاره کېده.د تخت ګردچاپېره او هرې خواته یې څلور اسماني موجودات وو چې مخکې او شاته یې ډېرې سترګې لرلې.
7لومړنی اسماني موجود د زمري په شان ؤ، دوهم یې د غویي په شان، درېم یې د انسان په شان څېره لرله او څلورم یې عقاب په شان ؤ چې د الوتلو په حال کې وي.
8دغو څلورو اسماني موجوداتو هر یو شپږ وزرونه لرل او هرې خواته یې ډېرې سترګې لرلې او شپه او ورځ به یې بې له کوم ځنډه ویل:«سپېڅلی، سپېڅلی، سپېڅلی دیمطلق قادر څښتن خدایچې هغه ؤ او هغه دیاو دی راتلونکی هغه.»
9هرکله چې هغه اسماني موجودات هغه چاته چې په تخت باندې ناست دی او تل ترتله به ژوندی وي، جلال او عزت ورکوي او شکرګزاري یې کوي،
10نو هغه څلورویشت مشران هم هغه ته چې په تخت باندې ناست دی او تل ترتله ژوندی دی په سجده پرېوځي او عبادت یې کوي. هغوی خپل تاجونه د تخت په مخکې ږدي او وایي:
11«ای زمونږ څښتنه، ای زمونږه خدایهته لایق یې د جلال او د عزت او قدرتځکه چې ټول شیان پیدا کړل تاپه ارادې د ستا پیدا شول هغهاو په وجود کې راغلل.»