Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1بیا ما د هغه کس په ښي لاس کې چې په تخت باندې ناست ؤ، یو طومار ولیده چې دننه او دباندې دواړو خواوو باندې یې لیکنه شوې وه او اووه مهرونه ورباندې لګېدلي وو.
2ما یوه قوي فرښته ولیدله چې په لوړ اواز یې اعلان کاوه: «څوک د دې لایق دی چې طومار خلاص کړي او مهرونه یې مات کړي؟»
3خو نه په اسمان کې، نه په ځمکه او نه هم د ځمکې لاندې داسې څوک ؤ چې وکولای شي هغه طومار خلاص کړي او یا یې دننه وګوري.
4ما سخت وژړل، ځکه چې هېڅوک هم د دې لایق نه ؤ چې هغه طومار خلاص کړي او دننه یې وګوري.
5خو د مشرانو څخه یو یې راته وویل: «نور مه ژاړه، ځکه چې د یهودا د قبیلې هغه زمری چې د داود د نسل څخه دی، بریالی شوی دی چې طومار خلاص کړي او اووه مهرونه یې مات کړي.»
6بیا ما د تخت ترمنځ او څلورو اسماني موجوداتو او مشرانو په منځ کې ولیدل چې یو وری ولاړ دی او داسې معلومېده چې حلال شوی وي. هغه وري اووه ښکرونه او اووه سترګې لرلې چې هغه د خدای اووه روحونه وو چې ټولې نړۍ ته لېږل شوي دي.
7هغه وری راغی او په تخت باندې د ناست کس د ښي لاس نه هغه طومار واخېست.
8څنګه چې یې هغه طومار واخېست، نو هغه څلور اسماني موجودات او څلورویشت مشران د وري په مخکې په سجده شول. د هر مشر سره یو چنګ او د خوشبویۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وو چې د خدای د سپېڅلو خلکو دعاګانې دي.
9هغوی یوه نوې سندره ویله:«ته لایق یې د دې چې طومار واخلېاو مهرونه یې مات کړېځکه چې ته یې حلال شوېاو په خپله وینه دې د خدای دپارهپه بیه واخیستل خلکد هرې قبیلې، هرې ژبې،هر قوم او هر ملت څخه
10تا کړه جوړه د هغوی څخهشاهي کورنۍ او کاهنان د خدایاو پاچاهي به کوي هغوی په ځمکه باندې»
11یوځل بیا مې وکتل او د زرګونو او میلیونونو فرښتو اوازونه مې واورېدل چې د تخت او اسماني موجوداتو او مشرانو نه ګردچاپېره ولاړې وې.
12هغوی په لوړ اواز سره ویل:«د دې لایق دی حلال شوی وریچې تر لاسه کړي قدرت، شتمني، حکمت،زور، عزت او جلالاو ثنا او صفت یې وشي.»
13بیا ما واورېدل چې هغو ټولو مخلوقاتو چې په اسمان، ځمکه، د ځمکې لاندې او په بحر کې دي ویل:«هغه چاته چې په تخت باندې دی ناست او وري تهثنا او صفت، عزت، جلال او قدرت دې وي تل ترتله ورته!»
14او هغو څلورو اسماني موجوداتو وویل: «امین!» او مشران په سجده پرېوتل او د خدای او وري عبادت یې وکړ.