Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1بیا مې ولیدل چې وري د هغو اووه مهرونو څخه یو مهر مات کړ. له هغې وروسته مې د هغو څلورو اسماني موجوداتو څخه د یو اواز چې د تندر په شان ؤ، واورېد چې ویل یې: «راشه!»
2ما وکتل او ومې لیدل چې هلته یو سپین اس ؤ او د هغه کس سره چې ورباندې سپور ؤ یوه لینده وه او هغه ته یو تاج ورکړل شو او هغه ووت چې بری ومومي.
3کله چې وري دوهم مهر مات کړ، نو ما واورېدل چې دوهم ژوندي مخلوق ویل: «راشه!»
4یو بل اس راووت چې تک سور رنګ یې درلود او په هغه باندې سپاره کس ته قدرت ورکړل شو چې د ځمکې د مخ نه سوله او ارامي یوسي، ترڅو خلک یو بل سره ووژني. هغه ته یوه غټه توره ورکړل شوه.
5کله چې وري درېم مهر مات کړ، نو ما واورېدل چې درېم اسماني موجود ویل: «راشه!» ما وکتل او یو تور اس مې ولیده او په هغه باندې د سپور کس په لاس کې یوه ترازو وه.
6د هغو څلورو اسماني موجوداتو له منځ نه مې یو اواز واورېد چې ویل یې: «د یو مزدور ورځنۍ مزدوري به یو کیلو غنم او یا درې کیلو اوربشې وي. خو د زیتون وني او د انګورو تاک ته زیان مه رسوئ.»
7کله چې وري څلورم مهر مات کړ، نو ما واورېدل چې څلورم اسماني موجود ویل: «راشه!»
8ما وکتل او ومې لیدل چې هلته یو اس ؤ چې پیکه رنګ یې ؤ او څوک چې په هغه اس باندې سپور ؤ د هغه نوم مرګ ؤ او قبر ورپسې ډېر نژدې روان ؤ. هغوی ته د ځمکې د څلورمې برخې واک او اختیار ورکړل شوی ؤ چې په توره، قحطۍ، د طاعون په ناروغۍ او ځنګلي ځناورو باندې خلک مړه کړي.
9کله چې وري پنځم مهر مات کړ، نو ما د قربانۍ د ځای لاندې د هغو خلکو روحونه ولیدل چې د خدای د کلام په خاطر او له دې امله چې په خپلې شاهدۍ کې وفادار وو، وژل شوي وو.
10هغوی په لوړ اواز نارې کړې: «ای څښتن تعالی، سپېڅلی او رښتینی خدایه! ترڅو پورې به د نړۍ د خلکو په هکله قضاوت نه کوې او د هغوی څخه به زمونږ د وینې بدل نه اخلې؟»
11هغوی هر یو ته سپینه چپنه ورکړل شوه او ورته وویل شول چې تر هغې پورې لږ نور صبر وکړئ ترڅو ستاسو د ورونو او د خدای د نورو خدمتګارانو شمېر چې ستاسو په شان باید ووژل شي، پوره شي.
12بیا ما وکتل او ومې لیدل چې وري شپږم مهر مات کړ او یوه سخته زلزله وشوه او لمر د ویر د کالیو په شان تور شو او سپوږمۍ لکه د وینې په شان سره شوه.
13ستوري د اسمان نه داسې راولوېدل لکه څنګه چې خام انځران د سخت باد په وسیله د ونې نه په ځمکه رالویږي
14او اسمان داسې فنا شو لکه څنګه چې طومار سره تاو او راتاو شي او هر غر او هره جزیره له خپله ځایه وخوځېدله.
15نو بیا د ځمکې پاچاهانو، حاکمانو، جنرالانو، شتمنو، زورواکانو او ټولو خلکو که هغه غلامان وو یا ازاد، خپل ځانونه په غارونو او د غرونو د ګټانو په منځ کې پټ کړل.
16هغوی غرونو او ګټانو ته غږ وکړ: «په مونږ راولوېږئ او د هغه کس له نظره چې په تخت باندې ناست دی او د وري له غضب نه مو پټ کړئ.
17ځکه چې د خدای او د وري د لوی غضب ورځ رارسېدلې ده، څوک کولای شي د هغې په وړاندې ودریږي؟»