Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1له دې نه وروسته مې څلور فرښتې ولیدلې چې د ځمکې په څلورو کنجونو کې ولاړې وې او د څلور واړه بادونو مخه یې نیولې وه، ترڅو په ځمکه، بحر او یا په کومه ونه باندې ونه لګیږي.
2بیا ما بله فرښته ولیدله چې د لمرخاته خوا نه راپورته کېدله او د ژوندي خدای مهر ورسره ؤ او په لوړ اواز یې هغو څلورو فرښتو ته نارې ووهلې چې دا اختیار ورته ورکړل شوی ؤ چې ځمکې او بحر ته زیان ورسوي.
3هغې فرښتې وویل: «ترڅو پورې چې مونږ د خدای د خدمتګارانو په تندیو باندې مهر نه وي لګولی، تر هغې پورې ځمکې، بحر یا ونو ته زیان ونه رسوئ.»
4بیا مې د هغو کسانو شمېر چې په تندیو باندې یې مهر لګېدلی ؤ، واورېد چې ۱۴۴۰۰۰ ؤ. هغوی د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه وو.
5دولس زره د یهودا د قبیلې څخهدولس زره د روبین د قبیلې څخهدولس زره د جاد د قبیلې څخه
6دولس زره د اشیر د قبیلې څخهدولس زره د نفتالي د قبیلې څخهدولس زره د منسي د قبیلې څخه
7دولس زره د شمعون د قبیلې څخهدولس زره د لاوي د قبیلې څخهدولس زره د ایساکار د قبیلې څخه
8دولس زره د زبولون د قبیلې څخهدولس زره د یوسف د قبیلې څخهدولس زره د بنیامین د قبیلې څخه.
9له دې وروسته مې وکتل او د خلکو یوه لویه ګڼه ګوڼه مې ولیدله چې هېچا نه شو کولای هغه وشمېري. د ټولو ملتونو، قبیلو، قومونو او ژبو نه خلک د تخت په مخکې او د وري په وړاندې ولاړ وو. هغوی سپینې چپنې اغوستې وې او د خرما د ونو څانګې یې په لاس کې وې،
10او په لوړ اواز یې نارې وهلې: «زمونږ خلاصون د خدای له خوا دی چې په تخت باندې ناست دی او د وري له خوا دی.»
11ټولې فرښتې د تخت، د مشرانو او څلور اسماني موجوداتو ګرد چاپېره ولاړې وې، او بیا د تخت په مخکې پړمخې پرېوتلې او د خدای عبادت یې وکړ
12هغوی ویل:«امین! ثنا او صفت او جلال،حکمت، شکرګزاري،عزت، قدرت او قوت دېتل ترتله وي زمونږ د خدای، امین!»
13بیا د مشرانو څخه یو تن زما څخه پوښتنه وکړه: «دا خلک چې سپینې چپنې یې اغوستې دي څوک دي او له کوم ځای نه راغلي دي؟»
14ما ځواب ورکړ: «ښاغلیه، ته پوهېږې.» بیا هغه راته وویل: «دا هغه کسان دي چې د سخت مصیبت څخه تېر شوي دي. هغوی خپلې چپنې د وري په وینو وینځلې او سپین کړي دي.
15له دې امله دي ولاړ هغوید خدای د تخت په مخکېاو شپه او ورځ کوي خدمت د هغه کور کېچې په تخت باندې ناست دی هغه څوکپه خپل شتون کې به پناه ورکړي هغوی تهاو کوي ساتنه به یې
16نور به هېڅکله هغوی نه وږي کیږياو هم تږي کیږي به نهزیان به ونه رسوي دوی تهنه لمر او نه سوځوونکې ګرمي
17ځکه هغه وری چې دی د تخت په منځ کېهغه به کړي د دوی شپونتوباو د ژوندون د اوبو چینو ته به بیایي هغویاو خدای به پاکې ټولې اوښکې کړيد هغوی له سترګو څخه»