Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1مخکې له دې چې درباندې سختې ورځې راشياو هغه کلونه راشي چې ته ووایې:«نور زما د ژوند خوند نشته»نو د ځوانۍ په ورځو کې خپل خالق په یاد لره
2مخکې له دې چې د لمر رڼا کمه شياو د سپوږمۍ او ستورو روښنایي لاړه شياو د باران د ورېدو نه وروستهتورې ورېځې بېرته په اسمان کې راښکاره شينو خپل خالق په یاد لره
3مخکې له دې چې د کور ساتونکي په لړزېدو شياو د قوي سړیو ملاګانې کړوپې شيکله چې میچن کوونکې ښځې کمې او کار یې بند شياو د مېرمنو په سترګو چې له کړکیو لاندې ګوري، پرده راښکته شي
4او د کوڅو دروازې بندې شيکله چې د میچن کړسهار ټیټ او چوپ شياو د مرغیو په سهارنۍ نغمو باندې انسان له خوبه راویښ شياو بیا ټول غږونه هغه ته ټیټ او بند شينو خپل خالق په یاد لره
5بله دا چې انسان ته له لوړ ځایه د لوېدو وېره پیدا شيیا په لارو کوڅو کې ورته د خطرونو اندېښنه پیدا شياو د بادام ونه غوټۍ ونیسي او ګلان په کې ښکاره شيیا ملخ په ځمکه ستومانه په څښېدلو شيیا په انسان کې د شهوت شوق ختم شينو خپل خالق په یاد لرهځکه انسان ګور یعنې خپل تلپاتې کور ته ځياو ماتم کوونکي په کوڅه کېله هغه نه شاوخوا تاویږي راتاویږي
6مخکې له دې چې د سپینو زرو زنځیر وشلیږيیا د سرو زرو کاسه کړوپه شيیا د اوبو منګی د چینې تر څنګ مات شيیا د څاه څرخ ټوټې ټوټې شينو خپل خالق په یاد لره
7مخکې له دې چې انسان بېرته خاورو ته لاړ شيله کومې څخه چې جوړ شوی ؤاو د ژوندون روح یې بېرته خدای ته لاړ شيچې هغه یې د هغه په پوزه کې پو کړی ؤنو خپل خالق په یاد لره
8دا څېړونکی وایي:«لوګی او پوکی!نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي!»
9نو بله خبره دا ده، چې دا څېړونکی ډېر پوه ؤ او په هرڅه چې پوهېده، نورو خلکو ته یې ورزده کړل. هغه ډېر متلونه وڅېړل، په هغو باندې یې غور او فکر وکړ او هغه یې راټول کړل.
10دې څېړونکي هڅه وکړه چې خواږه الفاظ پیدا کړي او په رښتیني توګه خپل د حقیقت خبرې پرې ولیکي.
11د هوښیارانو خبرېلکه د شپنو د لښتو په شان دردناکه دياو د ادیبانو د متلونو ټولګېد تېرو مېخونو په شان ګټورې دينو دا شیان یو شپونخپلې رمې ته ورزده کوي.
12نو ای زما زویه! دې نورو خبرو ته مې هم پام وکړه. د کتابونو لیکل به هېڅکله ختم نه شي او په ډېرو لوستلو او زده کولو سره سړی ستړی ستومانه کیږي.
13خبرې ختمې شوې او هرڅه واورېدل شول. نو له خدای څخه وېره کوه او د هغه له حکمونو څخه اطاعت کوه، ځکه چې دا د هر انسان دنده ده.
14نو خدای به د هر هغه کار په اړه قضاوت وکړي چې انسان یې تر سره کوي چې د زړه پټ رازونه هم په کې شامل دي، که هغه ښه وي او که بد.