Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
10 verses
1خپلې دانې په لمده ځمکه کې وشیندهځکه څو ورځې وروسته به ته هغه بېرته حاصل کړې
2د خپلو دانو یوه برخه له اوو اتو کسانو سره شریکې کړهځکه ته نه پوهېږې چې په ځمکه باندې به څه افت راځي
3که ورېځې نمجنې او درندې شينو په ځمکه باندې باران وریږياو که ونه جنوب یا شمال لوري ته چپه شينو په هماغه ځای به پرته وي چې پرې رالویږي
4څوک چې د باد لوري ته ګوري هغه بیا څه نه کرياو څوک چې ورېځو ته ګوري هغه بیا حاصل نه رېبي
5لکه څنګه چې ته نه پوهېږېچې باد له کوم ځایه لګیږيیا د امیدوارې ښځې په ګېډه کېماشوم څرنګه لوییږينو همدا شان ته د خدای په کارونو هم نه پوهېږېچې دا دواړه د هغه له خوا تر سره کیږي
6په سهار کې خپل تخم وکرهاو په ماښام کې هم لاس تر زنې مه کښېنهځکه ته نه پوهېږې چې په کوم کار کې بریالیتوب شتهپه دې کار کې یا په هغه بل کار کېیا په دواړو کې په برابره توګه بریالیتوب شته
7نو د لمر روښنایي څومره خوږه ده او د انسان دپاره څومره ښه ده چې د لمر د روښنایۍ لاندې واوسیږي.
8په حقیقت کې، یو سړی چې ډېر کلونه عمر کوي هغه باید خوشحالي وکړي او له خپل ژوند نه خوند واخلي، خو هغه باید په یاد ولري چې د تیارې ورځې ډېرې زیاتې وي. نو هرڅه چې په راتلونکې کې پېښیږي هغه ټول لوګي او پوکي دي.
9نو ای ځوانه! د ځوانۍ په ورځو کې خوشحالي وکړه او د خپل ځلمیتوب له هرې شېبې نه یې خوند واخله. چېرته چې ستا زړه ځي او سترګې دې ګوري هلته دې ستا پښې هم لاړې شي. خو په دې پوه شه چې خدای به ستا د زړه د ارمانونو او عملونو قضاوت وکړي.
10له خپل زړه څخه غم او غوسه لېرې کړه او له خپل بدن څخه درد او کړاو وباسه، ځکه چې ځواني او د ځلمیتوب سباوون لوګی او پوکی دی.