Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1لکه څنګه چې مړه مچان د خوشبویه عطرو بوی خرابويهمدا شان لږ حماقت هم حکمت او شوکت ته زیان رسوي
2د هوښیار سړي زړه هغه د سمې لارې په لور بیایيخو د کم عقل سړي زړه هغه د ګمراهۍ په لور بیایي
3یو احمق انسان حتی که په لاره هم روان وي، خو ناپوهه وياو هغه خپل حماقت هرچا ته ښکاره کوي
4که حاکم درباندې په قهر شي نو خپل مقام مه پرېږدهځکه چې د لویې خطا په وخت کې نرمه ژبه قهر سړوي
5ما د اسمان لاندې بله بدبختي هم ولیدله. په حقیقت کې، د واکدار له خوا دا غلطي کیږي چې
6احمق سړي لوړو مقامونو ته پورته کیږيخو شتمن سړي په ټیټو مقامونو کې پاتې کیږي
7ما لیدلي چېغلامان په اسونو باندې ناست ديخو شهزادګان د غلامانو په شانپه پښو باندې روان دي
8څوک چې کنده کیندي نو ښایي په خپله په کې ولویږياو څوک چې دېوال ورانوي نو ښایي مار هغه وچیچي
9څوک چې له کان نه تیږې راوباسي نو ښایي خپل ځان ټپي کړياو څوک چې لرګي ماتوي نو ښایي خپل ځان ژوبل کړي
10که تبر پڅ وي او مزدور هغه تېره نه کړينو د هغه کارول ډېر زور غواړيخو په حکمت کې ګټه دا ويچې بریالیتوب منځ ته راوړي
11که مار مخکې له منتر ویلو څخه سړی وچیچينو د مارګیر په منتر ویلو کې ګټه څه وي؟
12هوښیار سړي ته د خپلې خولې په خبرو عزت ورکول کیږيخو د کم عقل د خولې خبرې د هغه د تباهۍ سبب کیږي
13د هغه خوله په حماقت سره خلاصیږياو د خولې خبرې یې په شرارت او جهالت سره ختمیږي
14احمق سړی ډېر غږیږيخو انسان نه پوهیږي چې راتلونکی به څه ډول وياو څوک هغه ته ویلی شي چې څه به پېښیږي؟
15په زیار او زحمت سره کم عقل سړی ستړی ستومانه کیږياو هغه نه پوهیږي چې په کومه لاره ښار ته رسیږي
16افسوس دې وي په تا ای وطنهکله چې ستا پاچا یو بې تجربه او کم عقل ځوان وياو ستا شهزادګان په سهار کېپه ډېر خوراک او نشو کې ډوب وي!
17بختور یې ای وطنهکله چې ستا پاچا د یو باعزته کورنۍ زوی وياو ستا شهزادګان د خپل طاقت په خاطرپه مناسب وخت کې وخورياو له نشو او مستیو نهخپل ځانونه لېرې وساتي
18د لټۍ له امله د کور چت سوری کیږياو د بېکاره لاسونو له امله بام څڅیږي
19خواړه د خندا او خوند دپاره وياو شراب ژوند ته خوشحالي راوليخو پیسې د دواړو دپاره وي
20په خپل زړه کې هم پاچا ته ښکنځلې مه کوهحتی په خپله کوټه کې هم یو شتمن پسې لعنت مه وایهکېدای شي د هوا مرغۍ ستا خبرې هغوی ته ورسويیا وزر لرونکی مرغه دا الفاظ تکرار کړي