Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1نو ما په دې ټولو کارونو باندې فکر وکړ، ترڅو دا هرڅه وڅېړم. زه دې نتیجې ته ورسېدم چې نېکان او هوښیاران او د هغوی کارونه د خدای په لاس کې دي. دا چې له انسان سره مینه کیږي یا کرکه، خو هېڅوک په دې نه پوهیږي چې د انسان په راتلونکې کې به څه پېښیږي.
2څه چې په یو پېښیږيهغه په بل هم پېښیږينو د ټولو پای یو دیڅوک چې نېک کاره وياو څوک چې بدکاره ويڅوک چې پوره پاک وياو څوک چې ناپاک ويڅوک چې قرباني ورکوياو څوک چې قرباني نه ورکويڅه چې له ښه سړي سره کیږيهغه د ګناهکار سره هم کیږيڅه چې له قسم خوړونکي سره کیږيهغه له قسم څخه وېرېدونکي سره هم کیږي
3دا بله بدبختي ده چې د اسمان لاندې په هر شي باندې پېښیږي، چې د ټولو پای یو دی. همدا شان د انسانانو زړونه له شرارت نه ډک دي، او ترڅو چې ژوندي دي په زړونو کې یې جهالت وي، بیا دوی له مړو سره یوځای کیږي.
4په یقین سره څوک چې د ژوندیو په منځ کې دی هغه په دې تمه دی چې له مړ زمري نه ژوندی سپی ښه دی.
5ځکه ژوندي په دې پوهیږي چې دوی به مړه شي، خو مړي په دې هېڅ نه پوهیږي.مړي نور هېڅ اجوره نه لرياو حتی د هغوی یاد له منځه ځي
6هغه څه چې هغوی ورسره مینه لرلهاو له هغه څه نه چې هغوی ترې کرکه کولهاو له هغه چا سره چې هغوی سیالي درلودههغه پخوا له منځه تللي دياو دوی نور هېڅکله په هغه څه کې برخه نه لريچې د اسمان لاندې تر سره کیږي
7نو ځه او خپل خواړه په خوښۍ سره وخوره، او خپل شراب په خوشحاله زړه وڅښه، ځکه چې خدای لا پخوا ستا له دې کارونو څخه راضي او خوشحاله دی.
8ستا جامې دې د ښادیو دپاره تل سپینې وي او خپل سر په قیمتي تېلو غوړوه.
9د خپل لوګي او پوکي په شان ژوند په موده کې له خپلې ګرانې ښځې سره د ژوند نه خوند واخله. دا خدای دی چې دا د لوګي او پوکي په څېر ورځې یې تاته د اسمان لاندې درکړې دي. ځکه چې دا خوشحالي ستا د ژوند او د هغه زیار او زحمت برخه ده چې د یو مزدور په څېر یې د اسمان لاندې وباسې.
10هر هغه څه چې ته په خپلو لاسونو تر سره کوې هغه په خپل ټول قوت سره تر سره کړه، ځکه چې په قبر کې نه کار شته، نه نقشه شته او نه هم پوهه او حکمت شته، هغه ځای چې ته به په پای کې ورته ورځې.
11یوځل بیا ما د اسمان لاندې ولیدل:منزل ته زر رسېدل تل د تېزو منډې وهونکو په برخه نه ويد جګړې ګټل تل د قوي جنګیالیو په برخه نه ويد ژوند د وسیلو تر لاسه کول هم تل د هوښیارانو په برخه نه ويد شتمنۍ ګټل هم تل د عقلمندو په برخه نه وياو نه هم بری تل د پوهانو په برخه ويځکه وخت او بخت به د دې هر یو انجام وي
12دا هم حقیقت لري چې هېڅوک له دغه ټاکل شوي وخت څخه خبر نه دی!لکه ماهي چې په جال کې ونیول شيیا مرغۍ چې په لومه کې راونیول شينو انسانان به هم همداسې په دام کې راګېر شياو بدبختي به ناڅاپه په هغوی باندې نازله شي
13ما د اسمان لاندې د حکمت په اړه دا هم لیدلي دي چې په ما باندې یې ډېره اغېزه کړې ده.
14یو کوچنی ښار ؤ چې یو څو سړي په کې اوسېدل، او یو قوي پاچا پرې برید وکړ، هغه یې کلابند کړ او لښکر یې د هغه ښار د دېوالونو د ماتولو دپاره قوي وسیلې جوړې کړې.
15خو په هغه ښار کې یو غریب خو هوښیار سړی پیدا شو چې په خپل حکمت سره یې هغه ښار وژغوره. خو هغه غریب سړی هم د خلکو له خوا هېر شو.
16نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چېله قوت نه حکمت ښه دیخو د غریب سړي حکمت ته په سپکه سترګه کتل کیږياو هېڅکله د هغه مشورو ته غوږ نه نیول کیږي
17د هوښیارانو نرمې خبرېد حاکم له هغو چیغو نه زر اورېدل کیږيچې د احمقانو په منځ کېپه لوړ اواز ویل کیږي
18له جنګي وسلو نه حکمت ښه دیخو یو ګناهکار ډېر څه له منځه وړي چې هغه ښه دي