Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1د حکمت خاوند څوک دی؟څوک د یو موضوع په څرګندولو پوهیږي؟د یو انسان حکمت د هغه څېره روښانوياو د هغه سخت صورت نرموي
2زما نصیحت دا دی چې د پاچا د حکم څخه اطاعت وکړه، ځکه خدای له هغه سره وعده کړې ده.
3نو د هغه د حضور څخه په تللو کې بیړه مه کوه او د هغو خلکو سره مه یوځای کېږه چې د هغه په ضد دسیسې جوړوي، ځکه پاچا هر هغه څه کولای شي چې زړه یې وغواړي.
4په حقیقت کې، د پاچا حکم تر هرڅه لوړ دی او هېڅوک هغه ته نه شي ویلی چې ته څه کوې؟
5څوک چې د هغه حکم ومني نو هغه به په هېڅ یوه دسیسه کې برخه وانخلي، او هوښیار سړی په مناسب وخت او سم قضاوت باندې پوهیږي.
6که څه هم انسان ډېرې بدبختۍ ګالي خو د هر مقصد دپاره مناسب وخت او سم قضاوت ټاکل شوی دی.
7انسان نه پوهیږي چې راتلونکی به څه ډول وي، نو څوک کولای شي بل چا ته ووایي چې څه به پېښیږي؟
8لکه څنګه چې هېڅوک د ژوند د ساه د ساتلو اختیار نه لريهمدا شان هېڅوک د خپل مرګ د ورځې اختیار هم نه لريلکه څنګه چې هېڅوک د جګړې په وخت د رخصتۍ اجازه نه لريهمدا شان هېڅوک په خپلو بدکاریو ځان نه شي ژغورلی
9کله چې ما په خپل زړه کې هر هغه څه ته چې د اسمان لاندې تر سره کیږي فکر وکړ، نو ومې لیدل چې کله کله یو انسان په بل انسان باندې واک او اختیار لري او هغه ته زیان رسوي.
10نو بیا ما ولیدل چې د بدکارانو مړي ښخ شوي وو. هماغه بدکاران چې سپېڅلي ځای ته تلل راتلل، په هغه ښار کې چې هغوی بد کارونه تر سره کړي وو، د خلکو له خوا ستایل کېدل. نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.
11کله چې بدکارانو ته د هغو د بدو کارونو په خاطر سمدلاسه د سزا پرېکړه ونه شي، نو د انسانانو زړه د بدکارۍ په لور هڅول کیږي.
12که څه هم یو ګناهکار ښایي سل وارې بد کارونه وکړي او لا هم اوږد ژوند ولري، بیاهم زه پوهېږم چې دا به له خدای څخه وېرېدونکو خلکو سره ښه په مخ ځي، ځکه چې دوی له هغه څخه په وېره کې ژوند کوي.
13خو له بدکار انسان سره به دا ښه په مخ نه ځي، او د هغه د ژوند ورځې به د سیوري په څېر اوږدې نه وي، ځکه چې هغه له خدای څخه په وېره کې ژوند نه کوي.
14دلته د لوګي او پوکي څخه ډک حالت د ځمکې په مخ موجود دی:ځینې نېکان هغه څه تر لاسه کويچې بدکاران د هغه مستحق ديخو بیا ځینې بدکاران هغه څه تر لاسه کويچې نېکان د هغه مستحق دينو له ځان سره مې وویل: «دا حالت هم لوګی او پوکی دی.»
15نو زه له ژوند نه د خوند اخیستلو سپارښتنه کوم، ځکه چې د اسمان لاندې له دې نه بل ښه کار نشته چې انسان وخوري، وڅښي او خوشحاله اوسي. نو دا خوشحالي به د هغه د ژوند په موده کې او د هغه په زیار او زحمت کې له هغه سره مل وي چې خدای هغه ته د اسمان لاندې ورکړې ده.
16کله چې ما د حکمت د پېژندلو هڅه وکړه ترڅو د ځمکې په مخ چې هر کار تر سره کیږي وڅېړم، که څه هم دا کار د یو کس د شپې یا د ورځې له خوب کولو څخه مخنیوی کوي،
17نو بیا ما ټول هغه کارونه ولیدل چې خدای تر سره کړي وو. په حقیقت کې، هېڅوک دا پټ راز نه شي پیدا کولای چې د اسمان لاندې خدای کوم کارونه تر سره کړي دي. انسان د خپل ټول زیار او زحمت سره سره چې د هغه په لټولو کې یې وباسي، لا هم نه شي کولای دا راز پیدا کړي. حتی که یو پوه او هوښیار سړی دعوه وکړي چې زه د خدای په کارونو پوهېږم، خو په حقیقت کې، هغه به هېڅکله دا راز پیدا نه کړي.