Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1له قیمتي عطرو نه نېک نامي غوره دهاو د زېږېدو له ورځې نه د مړینې ورځ بهتره ده
2محفلونو ته له تګ نهجنازو ته تګ غوره دیځکه د هر انسان د ژوند پای مرګ دیاو ژوندي خلک باید دا په زړه کې وساتي
3له خندا نه ژړا ښه دهځکه د مخ په خفګان سره زړه صفا کیږي
4د هوښیارانو زړه د جنازو په لور ځيخو د کم عقلانو زړه د خوشحالیو په لور ځي
5ښه ده چې سړی د هوښیارانو د ملامتۍ خبرې واوريله دې نه چې د کم عقلانو د خوشحالۍ سندرې واوري
6ځکه چې د کم عقلانو خنداد اغزو د کړسهار په څېر دیچې د دېګي لاندې سوځينو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.
7په حقیقت کې ظلم له هوښیار سړي نه جاهل جوړوياو رشوت د سړي زړه خرابوي
8د یو کار له پیل نه د هغه پای غوره دیله غرور نه صبر غوره دی
9زر مه په غوسه کېږهځکه غوسه د کم عقل په زړه کې ځای نیسي
10داسې مه وایه:«ولې پخواني وختونه له اوسني وختونو ښه وو؟»ځکه داسې ویل د هوښیارۍ خبره نه ده
11حکمت انسان ته چې د لمر د روښنایۍ لاندې اوسیږيد یو میراث په شان ښه او ګټور دی
12ځکه حکمت د انسان پر سر سیوری دیلکه څنګه چې پیسې د هغه پر سر سیوری دیخو د حکمت د پېژندلو ګټه دا دهچې د خپل خاوند د ژوند ساتنه کوي
13د خدای کار ته په غور سره پام وکړه:څوک هغه شی سمولی شي چې خدای کوږ کړی دی؟
14د نېکمرغۍ په وخت کې خوشحالي وکړهخو د بدمرغۍ په وخت کې دې ته پام وکړه:چې نېکمرغي او بدمرغي دواړه د خدای له خوا ديترڅو راتلونکې پېښې له انسان نه پټې وساتي
15ما دا دوه شیان د خپل لوګي او پوکي په شان ژوند په موده کې لیدلي دي:هغه نېکان چې د خپل صداقت سره سرهبیاهم له وخت نه وړاندې مړه کیږياو هغه بدکاران چې د خپل شرارت سره سرهبیاهم اوږد ژوند کوي
16نه ډېر نېک او صادق اوسهاو نه هم ځان ډېر پوه او هوښیار وښایههسې نه چې ځان برباد کړې
17نه ځان بدکارۍ ته تسلیم کړهاو نه هم احمق اوسههسې نه چې د خپل ټاکلي وخت نه وړاندې مړ شې
18څومره ښه ده چې له هغو دواړو نهیو خبرداری په پام کې ونیسېخو هغه بل هم له پامه ونه غورځوېځکه څوک چې له خدایه وېریږينو هغه دواړه له پامه نه غورځوي
19حکمت یو پوه او هوښیار سړي ته د ښار له لسو مشرانو څخه زیات واک او اختیار ورکوي.
20په حقیقت کې، هېڅوک په نړۍ کې داسې صادق نه دی چې تل نېک کار وکړي او هېڅکله بدي ونه کړي.
21نو خلک چې څه وایي هغه په زړه کې مه نیسه، هسې نه چې ته د خپل غلام هغه ښکنځلې واورې چې تا پسې یې کوي،
22ځکه ته په خپل زړه کې ښه پوهېږې چې تا هم ډېر ځلې نورو ته ښکنځلې کړي دي.
23دا ټول شیان ما په خپل حکمت سره وازمایل. نو له ځان سره مې وویل: «راځه په دې شیانو باندې هم ځان پوه کړم،» خو دا زما له پوهې نه بهر ؤ.
24هرڅه چې اوس موجود دي هغه د انسان له پوهې نه بهر او د هغې پوهېدل ډېر ژور دی. انسان د ژوند دا پټ راز څنګه پیدا کولای شي؟
25نو بیا ما په دې اړه فکر وکړ ترڅو په هرڅه باندې ځان پوه کړم، هغه وڅېړم او حکمت او د ژوند پټ راز پیدا کړم. همدا شان ما دا هڅه هم وکړه چې په دې ځان پوه کړم چې بدکاري څومره کم عقلتوب او حماقت څومره جهالت دی.
26نو یو وار بیا پوه شوم چې هغه ښځه له مرګ څخه ډېره ترخه ده کومه چې د زړه نیت یې د ښکاري د دام او لاسونه یې د زندان د زنځیرونو په څېر دي. هرڅوک چې خدای راضي او خوشحاله کړي، نو له هغې څخه ځان ژغوري، خو ګناهکار د هغې په دام کې رانښلي.
27نو څېړونکي وویل: «وګوره، زه د ژوند د پټ راز د څېړنو په موده کې ورو ورو دې نتیجې ته ورسېدم،
28چې دغه پټ راز چې زما زړه په وار وار غوښتل هغه پیدا کړي، تر اوسه نه دی پیدا شوی.ما د زرو کسانو په منځ کې یوازې یو نېک سړی پیدا کړی دیاو د دې ټولو په منځ کې مې حتی یوه نېکه ښځه هم پیدا نه کړه
29نو ما یوازې دا حقیقت پیدا کړ چې خدای انسان نېک پیدا کړی دی خو هغه د ډېرو نورو نقشو په لټه کې دی.»