Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1ما د اسمان لاندې بله بدبختي هم لیدلې ده چې د انسان په اوږو یې دروند بار ایښی دی.
2یو سړي ته خدای مال، دولت او عزت ورکړی دی ترڅو له ټولو هغو شیانو څخه بې برخې نه وي چې زړه یې غواړي، خو خدای ورته دا قدرت نه دی ورکړی چې له هغو څخه وخوري او د هغه په ځای یو پردی سړی له هغو څخه خوري او ترې خوند اخلي. نو دا حالت لوګی او پوکی او لویه بدبختي ده.
3که چېرې یو سړی سل ماشومان ولري او حتی ډېر کلونه عمر وکړي او د ژوند ورځې یې ډېرې زیاتې وي، خو که هغه د خپل ژوند له نعمتونو څخه خوشحاله نه وي او په عزت سره ښخ نه شي، نو زه دا وایم چې هغه ماشوم ترې ښه دی چې مړ زېږېدلی وي.
4ځکه، مړ زېږېدلی ماشوم نړۍ ته د لوګي او پوکي په شان راځي، په تیارې کې بېرته ځي او په هماغه تیارې کې یې نوم فنا کیږي.
5همدا شان هغه ماشوم لا د لمر روښنایي هم لیدلی نه دی او نه هم هغه پېژني، خو له هغه سړي نه زیات ارام دی.
6که هغه سړی دوه وارې او هر وار زر کاله ژوند وکړي، خو که د خپل ژوند نه خوند وانخلي نو څه ګټه لري؟ ایا په پای کې به دواړه یو ځای ته لاړ نه شي؟
7د انسان ټول زحمتونه د ګېډې دپاره ويخو د هغه ګېډه هېڅکله نه مړیږي
8په حقیقت کې، یو هوښیار سړیله یو کم عقل نه څه لوړوالی لري؟که غریب سړی پوه شي چې له خلکو سره ښه چلند وکړينو دا هغه ته څه ګټه لري؟
9هغه سترګې چې په قناعت مړې ويله هغه ګېډې نه ښې دي چې تل وږې وينو دا حالت هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.
10هرڅه چې اوس موجود ديپه هغو له پخوا نه نوم ایښودل شویاو دا چې انسان څه دی هغه ټولو ته معلوم دینو هغه نه شي کولای هغه چاته په بحث کې ماتې ورکړيچې ترې نه قوي دی
11ځکه څومره چې خبرې او بحثونه زیاتیږينو هغومره ډېر لوګي او پوکي پیدا کیږياو دا انسان ته څه ګټه لري؟
12نو په حقیقت کې، څوک پوهیږي چې د انسان دپاره د هغه د ژوند په لنډه موده کې چې د لوګي او پوکي په شان دی او د سیوري په څېر تېریږي، څه شی ښه دی. څوک کولای شي هغه ته ووایي چې راتلونکی به د اسمان لاندې څه ډول وي؟