Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1کله چې د خدای کور ته ځې نو په خپلو قدمونو پام کوه. هلته د اورېدو دپاره تلل، له هغه قربانۍ څخه ښه ده چې د کم عقلانو له خوا وړاندې کیږي. ځکه هغوی په دې نه پوهیږي چې کوم کار تر سره کوي، هغه بد دی.
2په خپلو خبرو کې بیړه مه کوه او د خپل زړه خبرې پرته له غور څخه خدای ته مه بیانوه، ځکه خدای اسمان کې دی او ته په ځمکه باندې یې. نو له همدې امله پرېږده چې ستا خبرې لنډې وي.
3نو څومره چې ډېر پرېشانه خیالونه ولرېهغومره خراب خوبونه ګورېاو څومره چې ډېرې خبرې کوېهغومره خپل کم عقلتوب ښکاره کوې
4کله چې خدای ته یو نذر ومنې نو هغه بې له ځنډه ورکړه. خدای له کم عقلانو نه خوشحاله نه دی. کوم نذر دې چې منلی دی هغه ورکړه.
5دا ښه ده چې یو نذر ونه منې، له هغې نه چې ویې منې خو ور یې نه کړې.
6مه پرېږده چې ستا د خولې خبرې تا د ګناه په لور یوسي او د کاهن په وړاندې مه وایه چې تا نه غلطي شوې ده، هسې نه چې خدای ستا په خبرو باندې په غوسه شي او په خپلو لاسونو تر سره شوي کارونه دې تباه کړي.
7په رښتیا چې کله خوبونه او خیالونه ډېر شينو د لوګي او پوکي په شان خبرې هم ډېرې شيخو ته له خدای څخه وېره کوه.
8که چېرې ته په کوم ولایت کې ګورې چې په غریبانو باندې ظلم کیږي او انصاف او صداقت تر پښو لاندې کیږي، نو په دې خبره مه حیرانېږه. ځکه هر مامور د لوړ پوړي چارواکي له خوا څارل کیږي او حتی د هغه په سر هم لوړ پوړی چارواکی شته.
9نو د یو هېواد ګټه په دې کې ده چې پاچا په ټولو باندې واکمن وي او ټولې ځمکې وڅاري.
10څوک چې له پیسو سره مینه لريهغه به هېڅکله هم په پیسو موړ نه شياو څوک چې په مال او دولت مین ويهغه به په خپلو حاصلاتو موړ نه شينو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.
11څومره چې نعمتونه زیاتیږيهغومره د هغه خوړونکي هم زیاتیږينو پرته له تشو کتلو، د هغه د خاوند ګټه څه ده؟
12د یو مزدور خوب خوږ وي، که هغه ډېره خوري یا لږهخو د شتمن سړي مړه ګېډه هغه خوب ته نه پرېږدي
13ما د اسمان لاندې بله لویه بدبختي هم ولیدله. هغه دا وه چې یو سړي د ځان دپاره شتمني ټولوله چې د هغه د تاوان سبب ګرځېده،
14او وروسته بیا هغه دغه ټوله شتمني د بدې پېښې له امله له لاسه ورکړه. که څه هم هغه یو زوی درلوده خو هغه یې تش لاس پرېښود.
15نو دا سړی لکه څنګه چې د خپلې مور له ګېډې څخه لوڅ او تش لاس نړۍ ته راغلی ؤ هماغسې به له دې نړۍ څخه لوڅ او تش لاس بېرته ځي، او څه چې یې د خپل زیار او زحمت له امله ټول کړي دي، هغه به له ځان سره نه وړي.
16دا هم لویه بدبختي ده لکه څنګه چې نړۍ ته راغلی دی هماغسې له نړۍ نه به بېرته ځي، او هغه ګټه چې په زیار او زحمت یې تر لاسه کوي، هغه په باد پسې منډې وهل دي.
17بله دا چې هغه د خپل ژوند ټولې ورځې په تیارې او ناروغۍ او په غوسه او غضب کې تېروي او خپل ځان خوري.
18نو وګوره، ماته معلومه شوه چې څومره سمه او مناسبه ده چې انسان د خپل ژوند په لنډه موده کې چې خدای ورته ورکړې ده، وخوري، وڅښي او د خپل زیار او زحمت نه چې د اسمان لاندې یې وباسي، خوند واخلي ځکه چې دا د هغه برخه ده.
19همدا شان، کله چې خدای هرچا ته مال او دولت ورکړي، او ورسره دا قدرت هم ورکړي چې له هغه نه وخوري او خپله برخه تر لاسه کړي او د خپل زیار او زحمت نه خوشحاله اوسي، نو دا د خدای له خوا یو انعام دی.
20په حقیقت کې، هغه د خپل ژوند په ورځو باندې فکر نه کوي ځکه خدای هغه په خوشحالیو کې دومره بوخت ساتي چې د اندېښنو دپاره وخت نه لري.