Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1یوځل بیا مې ټول هغه ظلمونه ولیدل چې د اسمان لاندې تر سره کیږي.ما اوښکې ولیدلې د مظلومانوچې په ځمکه څڅېدلېخو هېڅوک یې د تسلۍ دپاره نه ؤظالمان وو ځواکمنانوو بې وسه مظلومانخو هېڅوک یې د تسلۍ دپاره نه ؤ
2نو ما هغه کسان نېکمرغه وګڼل چې مړه شوي او له دې نړۍ نه تللي دي، نسبت له هغو خلکو نه چې ژوندي او تر اوسه په دې نړۍ کې پاتې دي.
3خو له دې دواړو نه نېکمرغه هغه خلک دي چې لا پیدا شوي نه دي، ځکه هغوی تر اوسه هغه ټول بد کارونه نه دي لیدلي چې د اسمان لاندې تر سره کیږي.
4نو بیا ما ولیدل چې ټول زحمتونه او د کار مهارتونه له نورو خلکو سره د سیالۍ په خاطر دي، چې دا سیالي هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.
5کم عقل انسان لاس تر زنې وزګار کښېنياو له لوږې نه ځان وژني
6نیمه ډوډۍ چې په راحت تر لاسه کیږيله هغې پوره ډوډۍ نه ښه دهچې په زحمت او په باد پسې په منډې وهلو تر لاسه کیږي
7یوځل بیا مې د اسمان لاندې د لوګي او پوکي حالت ولید.
8یو سړی ؤ چې هېڅوک یې نه درلود. هغه نه زوی درلود او نه هم ورور. هغه بې حده زیار او زحمت وویسته، خو بیاهم سترګې یې په مال او دولت نه مړېدلې. نو له همدې امله هغه به له ځانه دا پوښتنه کوله چې د چا دپاره زه د یو مزدور په څېر زیار او زحمت وباسم او له ژوند څخه خوند نه اخلم؟ نو دا حالت هم لوګی او پوکی او د تکلیف او سختۍ نه ډک دی.
9له یوه نه دوه تنه ښه ديځکه هغوی له خپل زیار او زحمت نه ښه اجوره اخلي
10که یو ولویږي نو بل به هغه پورته کړيخو افسوس د هغه چا په حال چې یوازې دیځکه کله چې ولویږي نو څوک به نه وي چې یې پورته کړي
11همدا شان که دوه تنه څنګ تر څنګ پراته وينو دواړه به تاوده ويخو یو کس چې یوازې وينو څرنګه ځان تود ساتلی شي؟
12که په یو کس حمله وشي نو ښایي ماتې وخوريخو که دوه تنه څنګ تر څنګ ولاړ وي نو ښایي دوی مقاومت وکړيکه یوه رسۍ درې مزي ولري نو په اسانۍ سره نه شلیږي
13یو غریب خو هوښیار ځوان له هغه سپین ږیري او کم عقل پاچا نه ښه دی چې نه پوهیږي څرنګه د پخوا په شان د خلکو مشورې واوري.
14داسې ځوان که څه هم په زندان کې وي او یا په هماغه پاچاهۍ کې غریب زېږېدلی وي نو کولای شي چې تر لوړ مقامه ورسیږي.
15ما په دې غور وکړ چې څنګه به د دې ځوان په شاوخوا هغه ټول خلک چې د اسمان لاندې ژوند کوي، راټولیږي څوک چې د هغه پاچا په ځای به وروسته لوړ مقام ته ورسیږي.
16دغه ځوان حتی که په بې شمېره خلکو باندې مشري هم وکړي، خو راتلونکي نسلونه به د هغه له کارونو څخه خوشحاله نه وي. په حقیقت کې، دا حالت هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.